زرنج (پژواک، ٧ غويى ٩٥ ): د نيمروز يو شمېر اوسېدونکي په دې ولايت کې د کورنيو رسنيو پيکه فعاليتونو څخه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وايي چې په داسې وضعيت کې ايراني رسنۍ په اسانه توګه دې ولايت کې د لاسرسي وړ دي.
د چهاربرجک ولسوالۍ اوسېدونکي عطاالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې نيمروز او په ځانګړې توګه ددې ولايت ولسواليو کې د کورنيو رسنيو فعاليتونه خورا کمزوري دي.
نوموړي وويل: " له بده مرغه چهاربرجک ولسوالۍ کې چاپي، انځوريزې او غږېزې رسنۍ شتون نه لري او موږ اړ يوو چې د ايران راډيويي او تلويزيوني شبکې واورو او ويې وينو."
عطاء الله زياته کړه :" دا وضعيت ددې لامل شوى څو د سيمې خلک له يوه اړخه د هېواد له مهمو پېښو لږ خبر شي او له بل لوري د ګاونډي هيواد رسنيو تر اغېز لاندې راشي."
سيمه ييزې سرچينې وايي چې ايران حکومت له نيمروز ولايت سره په ګډه پوله کې پياوړې راډيويي او او تلويزيوني لېږدونکې دستګاوې لګولي دي او دمګړۍ نيمروز کې ايراني رسنيو ته ښه لاسرسى کېږي.
د نيمروز يو تن فرهنګي نجيب الله وويل:" ايراني رسنۍ د خپل هېواد اړوند مسايل او موضوع ګانې خپروي او طبيعي ده چې د نيمروز پر اوسېدونکو هم اغيز کوي ."
د هغه په وينا، په داسې حال کې چې د هېواد چاپي رسنۍ د مالي امکاناتو نشتون له امله فعاليت نه کوي د نيمروز څو غږيزې رسنۍ هم سوداګريزې شوې دي او د سوداګريزو اعلانونو ترڅنګ ډيرى وختونه سندرې او ټوکې خپروي.
زرنج ښار يوې اوسېدونکې سهيلا وويل چې نيمروز کې فعالې رسنۍ د ګوتو په شمار دي او ان دا رسنۍ د مالي کمزورتيا له امله نه شي کولى اغېزمن پروګرامونه توليد کړي.
هغې وويل چې د دولتي او خصوصي بنسټونو له مالي ملاتړ پرته، په نيمروز کې ان يوه ورځپاڼه هم شتون نه لري او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم د ملي اصيل فرهنګ دود کولو په برخه کې کمزورى عمل کړى دى.
د نداى جوان مياشتينۍ خپرونې مدير مسوول عبدالهادي بيدار وويل :" زموږ په ولايت کې کورنۍ خصوصي رسنۍ پيکه فعاليت لري؛ چاپي رسنۍ هم له زياتو مالي ستونزو سره مخ دي او د خلکو ليوالتيا هم لږ شوې ده د يوې مياشتينۍ خپرونې بيه ٢٥ افغانۍ پرېوځي خو څوک حاضر نه دي چې ان په ١٥ افغانيو يې وپېري."
هغه وويل :" چې د مدني بنسټونو اړيکه له کابل سره کمزورې ده، ددولت له لوري هم بنسټيز کار نه دى شوى، د اطلاعاتو او فرهنګ رياست يو شنډ بنسټ دى او هېڅ راز فرهنګي فعاليت نه لري."
د نيمروز مدني ټولنو شبکې مسوول نقيب الله نورزاد له دې وضعيت څخه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وويل:" اوسمهال يواځې يوه مياشتينۍ خپرونه چې هغه هم دولتي ده فعاليت کوي او ملي تلويزيون (دولتي) يواځې څو ساعتونه خپرونې کوي."
نوموړي زياته کړه :" دې ولايت کې درې خصوصي راډيوګانې هم فعاليت کوي چې له موسيقي او نورو تفريحي پروګرامونو پرته نور څه نه لري؛ يعنې د فرهنګ او فرهنګ اړوندو مسايلو را ژوندي کولو په برخه کې هېڅ فعاليت نه کوي."
اوسمهال د دوست، سيستان او بارک په نومونو سيمه ييزې راډيوګانې زرنج ښار کې خپرونې لري او راديو نوا، راديو ارمان ؛ طلوع، اريانا او شمشاد تلويزونونه د ساده انتونونو له لارې دې ولايت کې د لاسرسي وړ دي.
د نيمروز اطلاعاتو او فرهنګ رييس سيد حامد سادات د خلکو اندېښنو د تاييد ترڅنګ وويل چې په دې وروستيو کې دى پر دندې ګومارل شوى، خو هوډ لري چې په دې برخه کې جدي کار وکړي.
نوموړي وويل چې له مرکزي دولت او د خصوصي رسنيو له مسوولينو په کلکه غواړي څو د ملي تلويزيون او ازادو رسنيو فعاليتونه په دې ولايت کې پراخ کړي څو چې ددې ولايت اوسېدونکي د ناچارۍ له امله ايراني رسنۍ و نه ګوري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










