کندهار(پژواک، ٧ غويى ٩٥): د کندهار د پوهنې رياست چارواکي وايي، په دې ولايت کې ناامنۍ او نورو ستونزو تر څنګ د تشکيل د کمښت له امله ١٣٩ ښوونځي تړلي دى.
د کندهار د پوهنې رياست د عمومي زده کړو امر محمد عوض نظري په يوه خبري ناسته کې وويل، د دې ولايت په تشکيل کې ټولټال ٤٥٠ ښوونځي شته چې ١٣٩ يې تړلي دي.
د ده په وينا، د ناامنيو او نورو ستونزو تر څنګ د دغو ښوونځيو د تړل کېدو اصلي لامل د تشکيل کمښت دى.
د ده په خبره، د بندو ښوونځيو د بيرته پرانيستلو لپاره شاوخوا ٨٧٠ ښوونکو ته اړتيا ده چې بايد په دندو وګومارل شي.
په کندهار کې تر دې وړاندې د ښوونځيو د بندېدو اصلي لامل ناامني او د خلکو نه همکاري ګڼل کېده، خو اوس چې دلته امنيتي حالت په نسبي توګه ښه شوى، په خپله خلک د پوهنې د بهير د چټکوالي او معياري کېدو غوښتنه کوي.
خو نظري وايي چې اوس يې په کندهار کې نه يواځې د پوهنې د بهير د ښه کولو هڅې پيل کړي، بلکې د بندو ښوونځيو د بيرته پرانيستلو لپاره هم کار کوي.
دى وايي، که د پوهنې وزارت د تشکيل کمښت ته پام وکړي او هلته تش ٨٧٠ بستونه ډک کړي، نو هم به تړل شوي ښوونځي پرانيستل شي او هم به ډېرى لوستي خلک په دندو وګومارل شي.
هغه د جزيياتو له ورکولو پرته دا هم وويل چې تېر کال يې په کمو امکاناتو په يو شمېر ولسواليو کې تړلي ښوونځي پرانيستي هم دي.
ده د پوهنې په بهير کې د اصلاحاتو په اړه وويل، وزارت په پلان کې لري د دې ولايت د پوهنې سيسټم کمپيوټري کړي چې دا به د درغليو او فساد په مخنيوي کې لوى رول ولري او د خلکو باور به تر لاسه شي.
د کندهار د پوهنې رييس انجنير عبدالقادر پيوستون هم وايي چې په وروستيو دوو کلونو کې د دغه ولايت د پوهنې بهير ته پاملرنه نه ده شوې، چې له امله يې هغوى د ودانيو، کتابونو او ښوونکو د تشکيل له کمښت سره هم مخ دي.
د ده په خبره، په کندهار کې د پرانيستو ٣١٨ ښوونځيو له ډلې يواځې ١٩٢ ښوونځي ودانۍ لري او نور يې هيڅ ودانۍ نه لري چې د پوهنې د بهير پر وړاندې لويه ننګونه ده.
ده د بېلګې په توګه د کندهار د ٣٨ ديني مدرسو يادونه وکړه او ويې ويل يواځې يوه يې دولتي ودانۍ لري او نورې ټولې په داسې کرايي کورونو کې فعاليت کوي چې اصلاً تعليمي چاپېريال نه لري.
د پوهنې رياست چارواکي دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې دوې اوونۍ وړاندې د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي کندهار ته سفر کړى و او هلته يې د پوهنې رياست اړوند د ٨٠٠ تشو بستونو د ډکولو خبر ورکړى و.
هغه ويلي وو چې د هېواد په کچه د پوهنې وزارت اړوند شاوخوا ١٢ زره بستونه تش دي چې ٨٠٠ يې په کندهار کې دي.
ده ژمنه کړې وه چې ډېر ژر په دغه بستونه د ازادې سيالۍ له لارې ډک شي او د ښوونکو د کمښت ستونزه به هواره شي.
ده دا هم ويلي و چې د کندهار د پوهنې په رياست کې به يوه ارزونه تر سره کړي چې له مخې به يې وړتيا لرونکي او موثر کارکوونکي پر ځاى پاتې او نور به له دندو ليرې شي او خالي بستونه به يې د ازاد رقابت له لارې د مسلکي کسانو په ګمارلو ډک شي.
دغه راز هغه د هېواد په کچه د پوهنې اړوند وړاندې کېدونکي احصايې هم کره نه وې بللې او ويلي يې و چې ډېر ژر به د هېواد ټولو ولايتونو ته پلاوي ولېږي، څو د زده کوونکو، ښوونکو، ښوونځيو او لوازمو اړوند دقيقه احصاييه راټوله کړي.
د پوهنې رياست د احصايې له مخې په کندهار کې دا مهال د زده کوونکو شمېر ٢٧١ زره تنو ته رسي چې شاوخوا ٨٠ زره يې نجونې دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې دغه شمېر زده کوونکو ته د ٥٢٧٨ ښوونکو له خوا زده کړې ورکول کېږي چې له دې ډلې ٩٠٠ تنې يې ښځې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










