منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۴۷ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د ارغنداب ولسوالۍ امنيت خلکو په خپله ساتلى”

· ۶ دقیقې لوستل · ۱۴۰ کتنې

کندهار (پژواک، ١٢ غويى ٩٥) : د کندهار ولايت د ارغنداب ولسوال وايي چې امنيتي ځواکونو د خلکو په مرسته په دې ولسوالۍ کې امنيت راوستلى، خو د ګاونډيو ولسواليو ناسمه امنيتي وضعه د دې ولسوالۍ پر امنيت اغېز کولى شي.

د ارغنداب ولسوال حاجي شاه محمد احمدي دغه څرګندونې له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغه زياته کړه، دا مهال د ارغنداب ولسوالۍ امنيت د کندهار تر ډېرو ولسواليو ښه دى چې لامل يې د خلکو مرسته او همکاري ده.

د ده په وينا، د سيمو اوسېدونکو نه يواځې خپل ځوانان د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې درولي، بلکې هيڅ پردي ته اجازه نه ورکوي چې د دوى سيمو ته راشي.

خو ده اندېښنه وښوده چې د هوا په ګرمېدو سره ارغنداب ته څېرمه په شاوليکوټ او خاکرېز ولسواليو کې د وسله والو بريدونه او د ناامنۍ پېښې ډېرې شوې چې د دې ولسوالۍ پر امنيتي وضعيت اغېز درلودلى شي.

ده وويل، د امنيت راوستل د امنيتي ځواکونو کار دى، خو ساتل يې د خلکو کار دى، له ښه مرغه د ارغنداب ولسوالۍ مخور او اوسېدونکي د حکومت تر شا ولاړ دي او اجازه نه ورکوي چې وسله وال مخالفين د هغوى په سيمو کې فعاليت وکړي.

د ده په خبره، که څه هم وسله والو هڅه کړې چې د ارغنداب ولسوالۍ قومي مشران وګواښي او يا يې تر خپل اغېز لاندې راولي، خو له خلکو سره په همغږي يې د وسله والو د دغه راز هڅو مخنيوى کړى دى.

ولسوال په دې برخه کې د وسله والو د هغو هڅو يادونه وکړه چې غوښتل يې خلک کوکنار  کرلو ته وهڅوي، خو هغوى يې مخينوى کړى.

نوموړي زياته کړه: ((وسله وال په ارغنداب کې د خلکو پر کروندو او باغونو ګرځېدل، هغوى يې هڅول چې کوکنار وکري، ان خلکو ته يې ويل چې د کوکنارو د کرلو په بدل کې دوه- درې لکه کلدارې ورکوي.))

احمدي وايي، اجازه يې ور نه کړه چې خلک د وسله والو تر اغېز لاندې راشي او په خپلو ځمکو کې کوکنار وکري.

هغه وويل، وسله وال مخالفين يواځې پر جګړې بسنه نه کوي، بلکې له بېلابېلو نورو لارو هم هڅه کوي حکومت او خلکو ته زيان ورسوي.

د ولسوال په وينا، له تېرو څو کلونو راهيسې يې په دې ولسوالۍ کې د کوکنارو کښت صفر کړى، خو دولت يې په بدل کې له خلکو سره هغه مرستې و نه کړې چې مخکې يې يادونه کوله.

هغه ګيله وکړه چې ارغنداب ولسوالي ان د فوډ زون د پروګرام له لېست څخه هم ووېستل شوه چې د کوکنارو د نه کرلو په بدل کې په يو شمېر ولسواليو کې پلى کېده.

احمدي له مرکزي ادارې غوښتنه وکړه چې له کروندګرو سره د کوکنارو د نه کرول په بدل کې مرستې وکړي.

احمدي په دې ولسوالۍ کې د بيارغونې د کارونو په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل چې  په دې وروستيو کې د ملي پيوستون په چوکاټ کې د دې ولسوالۍ په ميراب خور سيمه کې د خلکو په غوښتنه پر ظاهرشاهي کانال ٢٦ متره پول د ٣ ميليونه او ٣٠٠ زره افغانيو په لګښت جوړ او ګټې اخيستنې ته وړاندې شو.

دى وايي، له دغه پول څخه به د يادې شوې سيمې تر ٣٠٠ ډېرې کورنۍ د تګ راتګ لپاره ګټه اخلي.

ده يادونه وکړه چې په ورته توګه د دې ولسوالۍ په نوې مزرعه کلي کې هم پر ظاهر شاهي کانال د يوه بل پول د جوړولو چارې روانې دي چې تر دې مهاله ٨٠ سلنه بشپړې شوې دي.

د ده په وينا، د دغه پول په جوړېدو سره به د ٤٠٠ په شاوخوا کې کورنيو ته د تګ راتګ اسانتياوې برابرې شي.

خو نوموړي د دې تر څنګ يوه بله ډېره مهمه پروژه د ارغنداب سيند په اوږدو کې د استنادي دېوال جوړول ياد کړل چې دا مهال يې ١٠ سلنه کار شوى دى.

ده وويل، د ارغنداب پر سيند د محافظوي دېوال د جوړولو پر پروژه ٢٢ ميليونه ډالر لګښت راځي چې د پنځو کلونو په موده کې بشپړېږي.

ولسوال زياته کړه، دغه محافظوي دېوال د ارغنداب سيند دواړو غاړو ته د دې ولسوالۍ له سربند سيمې څخه پيل بيا تر باباولي زيارت پورې د ٣١ کيلومترو په اوږدوالي جوړېږي.

د هغه په وينا، د بوديجې د نشتوالي له امله د يادې شوې پروژې کارونه د يو څه وخت لپاره ځنډېدلي وو، خو په دې وروستيو کې بېرته پيل شوي چې په جوړېدو سره به يې د ارغنداب سيند په اوږدو کې د زرګونو جريبه کرنيزو ځمکو د تخريب مخه ونيول شي.

احمدي دا د يوې ډېرې مهمې پروژې په توګه ياده کړه او ويې ويل دغه پروژه د خلکو د پر له پسې غوښتنو او په دې برخه کې تر ډېرو هلو ځلو وروسته د کليو او پراختيا وزارت له لوري منظور شوې ده.

د ده په خبره ، د دې پروژې ټول لګښت د همدې وزارت له بوديجې څخه ورکول کېږي او د رغونې چارې يې د APG په نوم يو سيمه ييز شرکت ته سپارل شوې دي.

ولسوال دا هم وويل چې اوسمهال د دې ولسوالۍ سلګونه اوسېدونکي په دغه پروژه کې په کار بوخت دي.

خو نوموړي له مرکزي ادارې وغوښتل، چې د دې پروژې تر بشپړېدو وروسته دې د محافظوي دېوال د دويم پړاو کار هم پيل کړي چې له باباولي زيارت څخه تر باغ پول پورې غځېږي.

ولسوال په ارغنداب ولسوالۍ کې د پوهنې او روغتيا د خدماتو په اړه وويل چې د دې ولسوالۍ په تشکيل کې ٢٢ ښوونځي دي، چې پرانيستي او شاوخوا ٤٥٠٠ زده کوونکي په کې زده کړې کوي.

خو نوموړي د پوهنې پر رياست نيوکه وکړه چې د پوهنې بهير له ستونزو ډک دى او هغوى ورته لازمه پاملرنه نه کوي.

ده يادونه وکړه چې ډېرى ښوونځي ودانۍ او د احاطې دېوالونه نه لري، دغه راز د مسلکي ښوونکو او درسي لوازمو کمښت هم جدي ستونزې دي.

د دې تر څنګ ولسوال يادونه وکړه چې اوسمهال په دې ولسوالۍ کې يواځې ٣ روغتيايي مرکزونه شته چې د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د وخت د تشکيل له مخې ورکړل شوي.

خو دى وايي چې اوس د دې ولسوالۍ نفوس څو برابره ډېر شوى او شاوخوا ٧ روغتيايي مرکزونو ته اړتيا ده، څو د ولسوالۍ کافي اوسېدونکي روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسى ولري.

احمدي په ارغنداب کې د کرنې د ودې په اړه وويل، دا چې ارغنداب د کندهار يوه ډېره مهمه زراعتي ولسوالي ده او د انارو ډير باغونه لري، په کار ده په راتلونکې کې داسې يو پلان جوړ شي چې دغې ولسوالۍ ته برېښنا برابره شي ، سړکونه په کې جوړ شي او دغه راز د خلکو مېوو ته له هېواده بهر ښه بازار وموندل شي.

ارغنداب ولسوالي د کندهار ښار شمال لوېديځ لوري ته د ١٠ کيلو متره په واټن پرته ده، دغه ولسوالي د کندهار له سرسبزه ولسواليو څخه ګڼل کېږي، چې انار او انګور يې ډېر شهرت لري.

دغه ولسوالي ٧٢ کلي لري چې د ارغنداب سيند يې سوېل لوېديځ لوري ته غځېدلى او د دې ولسوالۍ ٢٧٧ کيلومتره ځمکه يې نيولې ده.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه