منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۳۷ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ختیځ زون د پولیسو د لوژستیک حمایوي قطعې ته تللى سړک جوړ شو

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۱ کتنې

جلال اباد (پژواک، ١٣ غويى ٩٥): په ختيځ زون کې د پوليسو د لوژستيک حمایوي قطعې ته غځېدلی سړک د نږدې ٦٩ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه سړک د بهسودو ولسوالۍ  اړوند د بينيګا سيمې څخه د پوليسو تر لوژستيک حمايوي قطعې پورې غځېدلی دى.

هغه زياته کړه، یاد سړک چې ٣ کيلومتره اوږودوالى او شپږ متره سور لري، پرې  ٦٨ ميليونه ٥١٣ زره افغانۍ لګښت راغلى چې د سيستيکا ادارې له خوا ورکړل شوې او چارې يې په شپږو مياشتو کې بشپړې شوې دي.

د سړک د پرانيستې په مراسمو کې د ننګرهار د فوايد عامې ريييس انجنير حمدالله طلوع، د امنيې قوماندانۍ اداري مرستيال سمونوال قاري اميرخان لېوال، د جلال اباد ښاروال حميدالله افغان او د کورنيو چارو وزارت د تعميراتو رياست پلاوي ګډ‌ون کړي و.

د امنيې قوماندانۍ اداري مرستيال سمونوال قاري اميرخان لېوال د سړک پر جوړېدو خوښي ښکاره کړه او د فوايد عامې، ښاروالۍ او د سړک جوړوونکي شرکت له مسوولينو يې مننه وکړه چې د سړک په جوړېدو کې يې خپلې پوره هلې ځلې کړې دي.

هغه زياته کړه چې له دغه سړک سره به د حمايوي قطعې منسوبينو تر څنګ د يادې سيمې د خلکو شته ستونزې هم حل شوې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه