کندهار (پژواک، ١٦ غويى ٩٥): کندهار مېشتو کوچيانو د کندهار ولايت له مرستيال سره په ليدنه کې ګيله وکړه چې د ژوند له اسانتياوو بې برخې دي او حکومت ورته پاملرنه نه ده کړې.
هغوى غوښتنه وکړه چې د سرپناه ترڅنګ دې هغوى ته د پوهنې او روغتيا په برخو کې خدمات وړاندې شي.
غونډه د کندهار ولايت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه چې د ولايت د مرستيال عبدالعلي شمسي تر څنګ د دې ولايت د کوچيانو امر، د پوهنې، عامې روغتيا او اقتصاد رياستونو رييسانو، د يو شمېر مرستندويه موسسو استازو او د کوچيانو مشرانو په کې ګډون درلود.
په کندهار کې د مېشتو کوچيانو په استازيتوب حاجي ملک اکا وويل، له تېرو پنځلسو کلونو راهيسې په يوه ولايت کې هم کوچيانو ته پاملرنه نه ده شوې او حکومت ورته لازم خدمات نه دي وړاندې کړي.
هغه زياته کړه، کندهار مېشتي کوچيان د سرپناه، پوهنې، روغتيا، کرنې او مالدارۍ په برخو کې له جدي ستونزو سره مخامخ دي چې بايد پاملرنه ورته وشي.
د ده په خبره، کوچيان د موسمونو د بدلون پر مهال د خپلو اړتياوو له مخې مجبور دي چې له يوې سيمې بلې ته کډه وکړي، خو ستونزه دا ده چې د دوى لپاره ښوونځي او روغتيايي مرکزونه نشته.
نوموړي يادونه وکړه چې کوچيان هم د هېواد د نورو اوسېدونکو په څېر پر حکومت حق لري چې د ژوند اسانتياوې ورته برابرې شي.
د کندهار ولايت مرستيال عبدالعلي شمسي وويل، په دې ولايت کې به د کوچيانو د سرپناه، پوهنې او روغتيا لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي.
هغه ومنله چې کوچيان د ژوند له ګڼو اسانتياوو بې برخې پاتې شوي او دوى به ورته پاملرنه ډېروي.
نوموړي د مرستندويو ادارو له استازو وغوښتل چې له کوچيانو سره د کرنې او مالدارۍ په برخه کې مرسته وکړي.
دغه راز يې د پوهنې او عامې روغتيا له رياستونو وغوښتل، په هغو سيمو کې چې کوچيان په کې مېشت وي، بايد ګرځنده ښوونځي او روغتيايي مرکزونه ورته په پام کې ونيول شي.
د يادونې ده چې په کندهار کې د کوچيانو زرګونه کورنۍ مېشتې دي چې ډېرو يې د څړځايونو د نشتوالي له امله خپلې مالدارې له لاسه ورکړي او له ستونزو ډک ژوند تېروي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










