منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۹ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

زرو تنو ته د محاسبې په برخه کې زده کړې ورکول کېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۶ کتنې

کابل(پژواک،۱۹غويى۹۵): د نړيوال بانک په مالي مرسته په دوو پړاوونو کې زرو تنو ته د مسلکي محاسبې په برخه کې ۱۸ مياشتنۍ زده کړې ورکول کېږي.

د ماليې وزارت د خزاينو مشر محمد اقا کوهستاني نن په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال وويل چې له دې ډلې ٤٠٠ تنه چې نيمايي يې نجونې دي د ازادې سيالۍ او ازموينې له لارې انتخاب شوي دي.

ده وويل چې لږ تر لږه له دوولسم ټولګي فراغت او پر انګليسي ژبه او رياضي پوهېدل په ازموينه کې د ګډون شرطونه و.  

هغه زياته کړه چې دې کسانو ته به په کابل کې د افغانستان امريکايي پوهنتون، کاروان خصوصي پوهنتون او ځينو نورو پوهنتونونو کې د منل شوو محاسبينو د منشور د غړو ټولنې (ACCA) لخوا په انلاين ډول زده کړې ورکړل شي.

ياده ټولنه په ۱۹۰۴ زېږديز کال کې په لندن کې جوړه شوې او دا مهال د نړۍ په ۱۸۱ هېوادونو کې نږدې ۴۵۵ زره زده کوونکو ته په انلاين ډول د محاسبې په برخه کې زده کړې ورکوي.

کوهستاني وويل چې د دې ټولنې له خوا به يادو ٤٠٠ تنو ته ډېر ژر زده کړې پيل شي.

په ماليې وزارت کې د خزاينو رياست د مسلکي محاسبينو د پراختيا ادارې مشر محمدظريف لودين وايي چې نړيوال بانک د يادو ٤٠٠ کسانو په ګډون زرو تنو ته د محاسبې په برخه کې د زده کړو لګښت پر غاړه اخيستى.

ده د ياد لګښت په اړه جزييات ورنه کړل خو ويې ويل چې د درې سوه نجونو په ګډون پاتې شپږ سوه تنو ته په دويم پړوا کې په ياده برخه کې زده کړې ورکړل شي.

د مالي وزارت چارواکي وايي، له تېرو ۱۴ کلونو راهيسې په افغانستان کې د مالي چارو د محاسبې او څار په برخو کې بهرنيو سلاکارانو دنده ترسره کوله، خو د ياد روزنيز پروګرام په بشپړېدو سره به افغان ځوانان د دې وړتيا ترلاسه کړي چې په دې برخه کې د بهرنيانو ځای ونيسي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه