کابل (پژواک ٢٢ غويى ٩٥): د کابل پوهنتون د شپې پوهنځيو يو شمېر ښځينه محصلينې وايي، اوسمهال د دوى د درسي ساعتونو په بدلون سره اړې دي، څو د شپې تر ٨ بجو پورې په ټولګيو کې کېني او دغه کار يې زده کړې له لوى ګواښ سره مخامخ کړې دي.
د کابل دولتي پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د دويم کال محصلې شبانې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يوه مياشت وړاندې د نوي درسي سمسټر له پيل راهيسې د دغه پوهنځي درسي پروګرام د مازيګر ٤:٣٠ بجې پيلېږي او د شپې تر ٧ بجو پورې دوام مومي، خو اوس بيا دغه وخت د مازيګر له ٥ تر ٨ پورې بدل شوى دى.
د کابل پوهنتون د ښار په سوېل کې د درېيمې ناحيې اړونده د کارته چهار په سيمه کې پروت دى.
هغې وويل: "زموږ کور د پنځلسمې ناحيې په خواجه بغرا سيمه کې ده، په هغه سيمه کې د واده هوټولونه دي او ډېرى وخت د ودونو مراسمو د ترسره کولو له امله لاره بنده وي او زه د شپې لس بجې کور ته رسېږم."
شبانې د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ زياته کړه: "که چېرې زموږ د درسي پروګرامونو د پيل وخت بدلون ونه کړي او پخواني وخت بېرته ونه ټاکل شي، نو د تحصيل پرېښودو ته به اړه شم."
د ارواپوهنې پوهنځي د دويم کال محصلې منيژې وويل، د ډېرى هغو ښځينه محصلينو په استازيتوب خبرې کوي چې د شپې په پوهنځيو کې زده کړې کوي.
هغې وويل: "د افغانستان په اوسني وضعيت کې به دا ښه نه وي، چې يوه ښځينه محصله د شپې ١٠ بجې کور ته لاړه شي، ځکه پر دې سربېره چې خلک به زما په اړه منفي قضاوت وکړي، کېداى شي د ځينو لارويانو او کوڅه ډبو له لوري وهم ګواښل شم."
منيژې څرګنده کړه، چې د يادې ستونزې د رامنځته کېدو له امله يو شمېر نجونو پوهنتون پرېښى او که چېرې د پخوا په څېر درسي ساعتونه بېرته په خپل وخت پيل شي، نو په دغه برخه کې به د ښځينه محصلينو ستونزې هوارې شي.
د ادبياتو پوهنځي د درېيم کال محصلې فرشتې وويل: "د خيرخانې د ٥٠٠ فاميليو په درېيمه برخه کې ژوند کوم، پلار مې د ناوخته راتګ له امله راته وايي چې بايد نور پوهنتون ته لاړه نه شم، خو زه غواړم خپل تحصيل ته دوام ورکړم."
نوموړې زياته کړه، پرېکړه يې کړې چې خپله پنځه کلنه دوره به پاى ته رسوي، خو اندېښنه يې څرګنده کړه چې که چېرې وضعيت همدا ډول دوام ومومي، نو اړه به شي چې د کورنۍ د رضايت لپاره پوهنتون پرېږدي.
يوه دولتي کارکوونکي سيد ولي چې لور يې د ارواپوهنې د درېيم کال محصله ده، يادې ستونزې ته په اشارې سره وويل: "نور خپلې لور ته اجازه نه ورکوم چې پوهنتون لاړه شي، امنيت نشته او خلک او ګاونډيان په دې اړه منفي خبرې کوي."
خو د لوړو زده کړو وزارت وياند فيصل امين د يادو نيوکو او اندېښنو په غبرګون کې وويل: "د شپې پوهنځيو ډېرى محصلين د دولت کارکوونکي دي، له دې امله چې د دولتي مامورينو رخصتي د مازيګر څلور بجې ده؛ نو په خپل وخت د محصلينو د راتګ لپاره مو درسي وختونو ته بدلون ورکړ."
امين پر دې سربېره څرګنده کړه چې ټاکل شوې په راتلونکي سمسټر کې د شپې پوهنځيو درسي ساعتونه د دولتي مامورينو د کاري ساعتونو په بدلون سره بدلون ومومي او د دوى درسي پروګرامونه په د مازيګر ٤:٣٠ بجې پيلېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










