فيروزکوه(پژواک،٢٤غويي٩٥): د غور ولايت امنيتي چارواکي ادعا کوي چې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ١٥طالبان وژل شوي او ٢٠ نور ټپيان دي.
د غور ولايت د پساوند ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار عبدالله خان د غويي٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تيره ورځ د دې ولايت لپاره د وسله والو طالبانو له لوري د نومول شوي والي ملاتيمور په رهبرۍ شاوخوا پنځه سوه طالبانو پر امنيتي پوستو بريدونه پيل کړل.
د هغه په وينا دغه جګړه له تيرو دوه ورځو راهيسې دوام لري چې تر اوسه ١٥طالبان پکې وژل شوي او ٢٠ نور ټپيان دي.
هغه وايي چې په دې جګړه دوه پوليس هم وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
هغه وايي چې وسله والو طالبانو ددې ولسوالۍ مواصلاتي لاره تړلې ده او اکمالات د هوا له لارې ترسره کيږي.
دغه راز د غور د والي وياند عبدالحي خطيبي هم دغه جګړه تاييد کړه او ويي ويل چې وسله وال طالبان غواړي دغه ولسوالۍ سقوط کړي خو امنيتي ځواکونه مبارزې لپاره چمتو دي.
ده وويل چې دغه ولسوالۍ د هلمند ولايت له باغران ولسوالۍ سره هم سرحده ده او دې ولسوالۍ ته ډيرى طالبان له باغران څخه راغلي دي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې تيره ورځ وسله والو مخالفينو د غور ولايت دمرکز فيروز کوه پر نور کوه کلي بريد وکړ چې د خلکو له مقاومت سره مخ شول.
د غور ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد زمان عظيمي وويل چې په دې نښته کې درې طالبان او دوه ملکي وګړي ټپيان شوي او يو بل ملکي وګړى وژل شوى دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو نښتو په اړه څه نه دي ويلي خو په خپله انټرنيټ پاڼه کې ليکلي دي چې تيره ورځ طالبانو د غور ولايت د شينکوټ ولسوالۍ پر امنيتي پوستو بريدونه کړي او دوه پوستې يې نيولي دي.
سرچينه زياتوي چې په دې بريدونو کې پنځه امنيتي سرتيري وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
login or register a new account.