منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۰ غ.و
۱۴°ورېځ · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“له حزب اسلامي سره رښتينې سوله به طالبانو ته د شين څراغ په معنا وي”

· ۹ دقیقې لوستل · ۸۰ کتنې

کابل (پژواک ٢٩ غويى ٩٥): د هېواد د بېلابېلو ولايتونو يو شمېر اوسېدونکو د افغان دولت او حزب اسلامي تر منځ د سولې له خبرو هرکلى کړى او هيله يې څرګنده کړې چې له دولت سره د دغه ګوند په يو ځاى کېدو سره په هېواد کې سوله ټينګه شي، خو يو شمېر بيا د دا ډول نظرونو خلاف نظر لري.

 د انجنير ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب  افغانستان  د سولې خبرو اترو پلاوى، له تېرو دوه مياشتو راهيسې له افغان دولت سره د سولې پر خبرو اترو بوخت دي.

د حزب اسلامي د سولې خبرو اترو پلاوي مشر انجنير محمد امين کريم د روانې مياشتې په ٢٥ مه پژواک ته وويل، چې له دولت سره د دغه ګوند د سولې خبرې اترې درې ورځې وړاندې د سولي عالي شورا او ملي امنيت شورا د پلاوي په ګډون کې پاى ته ورسېدې.

د هغه په وينا، د سولې په خبرو اترو کې د حزب اسلامي پلاوى له دولت سره وروستۍ پايلې ته رسېدلى، خو په دغه برخه کې د خنډ رامنځته کولو لپاره د يو شمېر کړيو هلې ځلې لا روانې دي.

د دغه ٢٥ ماده يي سند جزيات چې په دغو خبرو کې لاسليک ته چمتو شوى، تر اوسه پورې نه دي اعلان شوي؛ خو د راپورونو پر بنسټ، د حزب اسلامي د زندانيانو خوشي کول، د کډوالو د راستنولو لپاره د زمينې برابرول، د ملګرو ملتونو د امنيت له شورا او امريکا له تور لېست او بنديزونو څخه د حکمتيار د نوم لرې کول، د دغه ګوند له مهمو غوښتنو څخه بلل کېږي.

د سولې عالي شورا هم پرون ويلي چې افغان دولت له حزب اسلامي سره وروستۍ هوکړې ته رسېدلى او د يادې ٢٥ ماده يي هوکړه ليک متن د حکومت مشرانو او حزب اسلامي ته لېږل کېږي.

د سولې عالي شورا مرستيال مولوي عطاءالرحمن سليم دغه هوکړه د حکومت او ملت لپاره يوه ستره لاسته راوړنه او زېرى وباله.

عام خلک په دې اړه بېلابېل نظرونه لري.

کابل:

د کابل د کارته نو سيمې يوې اوسېدونکې نيلوفر عزيززاده وويل: "له دولت سره د جهاد وخت د رښتيني مجاهد حکمتيار يو ځاى کېدل به د سولې ټينګښت لپاره يو ښه زېرى وي، هغه افغان دى، د هېواد د ارامۍ لپاره يې هلې ځلې کړې او جهاد يې کړى، بايد د هېواد په سياسي مسايلو کې ښکېل شي."

د دغې مېرمنې په باور، حزب اسلامي د نورو ګوندونو په پرتله د هېواد په ويجاړيو کې کم رول لري.

عزيززاده د دولت او حزب اسلامي تر منځ د سولې خبرو اترو په اړه وويل: "که چېرې دغه لړۍ د مغرضو کسانو له لاسوهنې او ښکېلتيا پرته پر مخ ولاړه شي، انشاءالله کاميابه به وي او ولسمشر بايد په دې کار کې ډېر پام وکړي او هغو کسانو ته پام ولري چې سوله نه غواړي او يوازې د واک ترلاسه کولو په هڅه کې دي."

دغه ارز د کلازمان خان يوې اوسېدونکې نجيبې په دغه لړۍ کې له پرمختګونو خوشحالي څرګنده کړه او ويې ويل: "له ٣٥ کلونو زياتې تجربې وښوده چې ستونزې په جګړو نه حل کېږي، د سولې لړۍ ته د حکمتيار راتګ ټول خلک خوشاله کړي، ځکه چې افغانان نور له جګړې ستړي دي."

د يادې مېرمنې په باور، له افغان دولت سره د حزب اسلامي يو ځاى کېدل، د دولت د پياوړتيا لامل کېږي.

هغې زياته کړه: "دولت بايد ټولو افغانانو ته يو شان ونډه ورکړي، يووالى پياوړى کړي، کله چې هم افغانان دا احساس کړي چې دوى ته په هېواد کې په يوه سترګه کتل کېږي، هغه مهال به هرو مرو سوله راځي او افغانستان به د خلکو د يوه پياوړي حکومت درلودونکى وي او بيا هيڅ هېواد زموږ د هېواد په چارو کې د لاسوهنې واک ونه لري."

ننګرهار

د ننګرهار ولايت په مرکز د جلال اباد ښار کې د الفلاح خصوصي پوهنتون محصل فضل الرحيم وويل، چې له هرې ډلې سره د سولې له خبرو اترو ملاتړ کوي.

هغه زياته کړه: "له دولت سره د حزب اسلامي يو ځاى کېدل، د سولې پر ټينګښت ښه اغېز اېستلى شي، ځکه د حکمتيار په راتلو سره به ډېر شمېر وسله وال کسان له جګړې لاس واخلي."

رحيمي وويل، چې دولت بايد له وسله والو مخالفينو سره د سولې خبرې اترې ترسره کړي او وسله وال مخالفين هم بايد له دغه فرصت ګټه پورته کړي او سوله وکړي، ځکه افغانان نور د جګړې زغم نه لري.

دغه راز د جلال اباد ښار يوه اوسېدونکي برهان الله وويل: "موږ ډېر خوشحاله يو چې حکومت له حزب اسلامي سره د سولې خبرې اترې پيل کړې، دغه کار د هېواد پر ثبات او سولې ټينګښت باندې ډېر اغېز لري."

نوموړي هم په داسې حال کې چې ويل يې، افغانان نور له جګړې ستړي شوي او سوله غواړي، زياته کړه: "هيله لرم چې په دولت کې يو شمېر سياسي مخالفين د سولې د دغه ګام پورته کولو خنډ ونه ګرځي."

کندهار:

د کندهار ښار اوسېدونکي محمد زبير وويل، چې خلک د سولې له هر اقدام ملاتړ کوي.

نوموړي زياته کړه، چې له حزب اسلامي سره د سولې په خبرو اترو کې له پرمختګ خوشحاله دى، ځکه دا د خلکو لپاره يو خبر دى.

هغه وويل، چې د دغو خبرو برياليتوب د نظام حيثيت لوړوي، ځکه د سولې په اړه د خلکو باور زياتيږي او له نورو وسلوالو سره د سولې خبرو اترو ته هم زمينه برابريږي.

هرات:

د هرات ښار يو اوسېدونکى مسعود يارزاده وويل: "دا يو ښه خبر دى، په دې شرط چې ډېر درانه شرطونه ونه لري او موږ غواړو چې طالبان هم د سولې له پروسې سره يو ځاى شي، خو په دې شرط چې د پخوا په څېر يې په يو ځاى کېدو کې چل او فريب نه وي."

د هرات ښار يوه بل اوسېدونکي شکيب صميم وويل: "خلک په رښتيا سره له جګړې او وينې توييدو ستړي شوي او ارامي غواړي او زه د يوه هېوادوال په توګه له دې هرکلى کوم چې حزب اسلامي غواړي چې د سولې له خبرو اترو سره يو ځاى شي. که څه هم حزب اسلامي د هېواد په نا امنيو کې دومره رول هم نه درلود، خو بيا هم د پرمختګ په لوري يو ګام دى، څو د ګلبدين راتلګ د طالبانو د يو ځاى کېدو لپاره يوه نمونه واوسي."

بلخ:

د بلخ ولايت د چاربولک ولسوالۍ اوسېدونکي ميراحمد وويل: "حکمتيار څه جې يو عادي فرد هم خپل ټوپک پر ځکه کېږدي او له حکومت سره يو ځاى شي، د افغانستان په ګټه دى، حکمتيار په افغانستان کې ډېر پلويان لري."

د بلخ مرکز مزارشريف يوه اوسېدونکي محمد شريف شريفي وويل، چې له دولت سره د حزب اسلامي په يو ځاى کېدو، د سولې په اړه د خلکو باور زياتيږي او د خلکو او دولت تر منځ شته واټن له منځه ځي.

کندوز:

د کندوز ښار اوسېدونکى سردار رازمل وويل: "حکمتيار خپل ځانګړي پيروان لري، د حکمتيار په نشتون کې د هغه پلويان ډېر مايوسه وو او په يو ډول يې له دولت سره واټن درلود، زه ډاډمن يم چې له دولت سره د دغه کس له يو ځاى کېدو سره به د هغه پيروان له تاوتريخوالي لاس واخلي او نورې وسلوالې ډلې به هم د سولې لړۍ له خبرو اترو له مثبتو پايلو څخه په ګټې لېوالتيا پيدا کړي، چې دا هم د سولې په ټينګښت يو مثبت ګام دى."

د هغه په وينا، که څه هم يو شمېر کسان چې تر ډېره د يو شمېر ګوندونو او يا بهرنيو هېوادونو په ګټه خبرې کوي او له حزب اسلامي سره د سولې په خبرو اترو کې منفي نظرونه لري، خو له دولت سره د حزب اسلامي يو ځاى کېدل د ملي ګټو د ټينګښت او حکومت پياوړتيا په برخه کې ښه اقدام دى.

پروان:

د پروان ولايت مرکز چاريکارو ښار د صادقي ليسې د دوولسم ټولګي زده کوونکي محمد شفيق وويل: "د حکمتيار راتګ ښه کار دى، د دې احتمال شته چې د هېواد ٥٠ سلنه امنيتي وضع د هغه په راتګ سره ښه شي او موږ د سولې له پروسې سره د هغه له راتګ هرکلى کوو."

خو د دغه ولايت د اقتصاد پوهنځي د دويم کال محصل محمد رفيع ادعا وکړه چې حزب اسلامي ډېر جنايتونه کړي او کابل ته د حکمتيار په راتګ سره امنيت نه شي ټينګېدلى.

باميان:

د باميانو ولايت په پوهنتون کې د محمد امين ابتهاج په نوم يو استاد وايي، چې له دولت سره د حزب اسلامي يو ځاى کېدل يوه اړتيا ده: "د بيت المال له پيسو څخه هغه ته مادي امتيازونه ورکول، د قانون خلاف کار دى."
هغه زياته کړه، چې حکمتيار بايد د يوه عام افغان په څېر اساسي قانون ومني او له دولت سره يو ځاى شي او "د هغو قتلونو په اړه چې وروسته يې په اړه خلک شکايتونه کوي؛ ځواب ويونکى واوسي."

دغه راز د باميانو ولايت مرکز يوه بل اوسېدونيک حسن فهيمي وويل: "سوله ښه ده، خو که چېرې د حکمتيار نېک پاک وي او له سولې ته ژمن واوسي."

هغه زياته کړه: "د يو شمېر شرطونو  پر بنسټ چې په غيررسمي ډول ويل کېږي، داسې شرطونه دي چې حکمتيار غواړي چې د حکومت په منځ کې بل حکومت رامنځته کړي؛ دا امتياز بايد ورته ورنه کړل شي."فراه

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست