منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۸ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

اته پوليس د خپلو ملګرو له خوا ووژل شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۳۸ کتنې

کلات (پژواک، ٣٠ غويى ٩٥): په زابل ولايت کې د يوه داخلي بريد په پايله کې اته پوليس د خپلو ملګرو له خوا وژل شوي دي.

د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال د غويي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار په شاوخوا څلورو بجو د کلات ښار اړوند د زافرخېلو په سيمه کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد شوى دى.

هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېره ورته نه وه معلومه.

خو يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې د يادې پوستې دوو پوليسو پر خپلو ملګرو ډزې کړې او اته پوليس يې وژلي  دي.

سرچينې وايي چې بريدګرو پوليسو له وسلو او مهماتو سره تښتېدلي او له طالبانو سره يو ځاى شوي دي.

بلخوا طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې د دوى درېيو نفوذي کسانو چې په پوليسو کې وو، خپل اته ملګري وژلي دي.

هغه زياته کړه چې يادو نفوذي پوليسو له رينجر، وسلو او مهماتو سره له طالبانو سره يو ځاى شوي دي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه