منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۴۹ غ.م
۱۱°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

بلخي: ترکيه دې په ننګرهار کې د افغان ترک ښځينه لېسې فعالې کړي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۵ کتنې

جلال اباد (پژواک، ٣١ غويى ٩٥) : د پوهنې وزیر اسدالله حنيف بلخي له ترکيې وغوښتل چې په ننګرهار کې ښځینه ښوونځی فعاله کړي .

د پوهنې وزیر دغه څرګندونې په ننګرهار ولایت کې د مؤمن افغان ـ ترک لیسې څخه د لومړي ځل لپاره د ۶۳ تنو زده کوونکو د فراغت په غونډه کې وکړي.

په دې مراسمو کې چې د جلال اباد ښار کې جوړ شوي وو، د پوهنې وزیر، ننګرهار والي، د ولایتي غړو، د فارغو شوو زده کوونکو د کورنیو غړو او ګڼ شمېر نورو برخه اخیستې وه .

د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د افغان ـ ترک لیسې له ادارې څخه مننه وکړه، چې په دغه ولایت کې یې ځوانانو ته په معیاري ډول د لېسې تر کچې زدکړې ورکړې او همدا راز یې د دولسم ټولګيو څخه فارغ شوو زده کوونکو او د دوی د کورنیو ته یې مبارکي ورکړه .

هغه د زده کوونکو له والدينو څخه وغوښتل، چې پخپلو اولادونو لوړې زده کړې هم ترسره کړي او په دغه برخه کې ځوانانو ته ښې زمینې برابرې کړي .

د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي د هېواد په کچه د افغان ترک ادارې هڅې وستايلې او زیاته یې کړه، دوست هېواد ترکیه د افغانستان په اکثره سیمو کې ښوونځي جوړ کړي او زده کوونکو ته په معیاري ډول زدکړې ورکوي .

د پوهنې وزير په ننګرهار کې د افغان ترک له ادارې وغوښتل، چې د هلکانو ترڅنګ د نجونو لېسه هم فعاله کړي.

په همدې حال کې د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري وويل، چې د افغان ترک لېسې تدريسي چارې معياري دي او په همدې موخه يې د افغان ترک د ادارې څخه مننه وکړه، چې د ننګرهار د خلکو اولادونو ته يې ښه روزنه ورکړې.

هغه زياته کړه، چې په ننګرهار کې د افغان ترک ښوونځي تدريسو چارو کيفيت لوړ دی او د نورو ښوونځیو مسولينوڅخه يې وغوښتل، چې د افغان ترک د ښوونکو په څېر د زده کوونکو سره محنت وکړي او د علم په ګاڼه يې سمبال کړي.

دغه راز د افغان ترک د دولسم ټولګیو فارغ شوو زده کوونکو د هېواد بيرغ په ځانګړو مراسمو سره دولسم ټولګیو نویو زده کوونکو ته وسپاره .