ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار او غور کې ١١ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
20 May 2016 - 15:06
author avatar
20 May 2016 - 15:06

په ننګرهار او غور کې ١١ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

جلال اباد، فيروز کوه( پژواک، ٣١ غويى ٩٥) : چارواکي وايي چې د ننګرهار او غور ولايتونو په بېلا بېلو پېښو کې ١١ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غويي په ٣١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې  وسله والو مخالفينو نن سهار د بـټي کوټ ولسوالۍ د سرګردان  چوک پر پوستې بريد وکړ.

هغه زياته کړه چې په دې بريد کې پوليسو ته زيان نه دى اوښتى، خو په ځوابي بريد کې د وسله والو مخالفينو يو ډلمشر ووژل شو او څلور ملګري يې  ټپيان شوي دي.

نوموړی زياتوي، يو ميل کلاشينکوف، يو قبضه لاسي بم، يوه پايه مخابره او يوه اندازه نظامي تجهيزات د پوليسو لاس ته ورغلي دي.

د يو بل خبر له مخې ، د غور  او هرات ولايتونو ترمنځ پر امنيتي پوستو د بريد پر مهال شپږو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غور امنيه قوماندان جنرال مصطفى محسني پژواک اژانس ته وويل  چې په دې نښتو کې درې وسله وال وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.