منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۴ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ښوونځيو د دولسم ټولګي ډېرى فارغين ټيټ ذهني ظرفيت او نيمګړى سواد لري

· ۸ دقیقې لوستل · ۱۷۱ کتنې

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٥): د ښوونيزو چارو کارپوهان باور لري چې له مطالعې سره د زده کوونکو کمه لېوالتيا، کتابونو ته د لاسرسي نشتوالى او د والدينو پيکه هڅونه د دې سبب شوي چې د دولسمو ټولګيو ډېرى فارغين ټيټ ذهني ظرفيت او کمزورى سواد ولري.

پر دې سربېره د مسلکي ښوونکو او درسي امکاناتو کمښت، ښوونيزو چارو ته د زده کوونکو پاملرنه نه کول او په ځينو موارد کې بد امنيتي شرايط هغه موارد بلل شوي چې د ظرفيتونو پر وده يې منفي اغېز کړى دى.

ددغه کار پوهانو په اند، د تېرو کلونو په ترڅ کې له امکاناتو د غير معياري نا منظمې  ګټه اخيستنې په سبب په معارف کې کيفيت نه دى لوړ شوى او دا ډول ستونزې يې رامنځته کړې دي، خو د پوهنې وزارت وايي چې د مسلکي ښوونکو د کموالي، د مناسب چاپيريال د نشتوالي او ورځ تر بلې د زده کوونکي د شمېر ډېر والي په سبب د پوهنې په سيستم کې پر کيفيت غوره کار نه دى شوى.

د کابل ښار د زرغونې عالي لېسې مديرې نسرين نورزايي له پژواک خبري اژاسن سره په خبرو کې وويل چې په عمومي توګه داسې څه نه شته، خو ځينې زده کوونکي له پوهې سره د کمې لېوالتيا او پوهاوي د نشتوالي په سبب له اړين سواد نه برخمن نه دي، چې لامل يې د کورنۍ د غړو او والدينو د پاملرنې نشتوالى دى.

هغې زياته کړه: ((ځينې کورنۍ، مور او پلار په ډېرو مواردو کې له خپلو اولادونو خبر نه لري، کمه پاملرنه کوي، خو بايد والدين پوه کړو چې د خپلو اولادونو له کړنو کره  څارنه وکړي.))

په ورته وخت کې د کابل ښار ځينې ښوونکي هم د دولسمو ټولګيو د فارغينو زده کړې او پوهاوي کچې د ټيټوالي په اړه اندېښنه څرګندوي.

د کابل ښار د واصل اباد د عمراخان ښوونځي ښوونکې مريم تاج زاده د دې پخلى وکړ چې د دولسم ټولګي يو شمېر زده کوونکي کافي سواد نه لري.

نوموړي زياته کړه: ((هره ورځ له داسې زده کوونکو سره مخامخ کېږو او حتى له داسې مواردو سره مخامخ کېږو چې يو شمېر زده کوونکي شهادتنامې لري، خو له بده مرغه چې املا او انشا يې تر دې کچې کمزورې دي چې د منځنۍ دورې له زده کوونکو سره يې نه شو پرتله کولى.))

په ورته وخت کې د کابل ښار د  بي بي مهرو ښوونځي سر ښوونکې شکريې مجيديار وويل: ((د دولسم ټولګي زيات زده کوونکي د ناکافي سواد له امله حتى نه شي کولى چې کومه د ناروغۍ رقعه او عريضه وليکي.))

دغه مېرمن چې د عمر له لسو زيات کلونه يې د پوهنې برخه کې د ښوونکې او سر ښوونکې په توګه تېر کړي، وويل چې د مسلکي ښوونکو نشتوالى، د پوهنې له بهير سره د والدينو همکاري نه کول او مطالعې ته د خپلو اولادونو نه هڅول د زده کوونکو د سواد کچې د ټيټېدو مهم موارد کېدلى شي.

هغې زياته کړه:((کله چې خپله استاد کافي سواد ونه لري، څنګه کولى شي چې يوه زده کوونکي ته په ښه ډول تدريس وکړي.))

مېرمن مجيديار څرګنده کړه، اوسمهال په ښوونځيو کې د تکړه او ټنبلو زده کوونکو ترمنځ تفکيک نه شته، ځينې زده کوونکي پرته له دې چې پوه شي، ټنبلو زده کوونکو ته د نومرې ورکول څه ستونزې پيدا کوي، هغوى ته پرېمانه نومرې ورکوي.

هغه په ورته وخت کې د ځينو کسانو د واسطې او د ښوونځي پر مشرانو د ځينو د فشار راوړلو خبره هم وکړه.

هغه وويل: ((څلور کاله وړاندې مې په يوه دولتي ښوونځي کې رياضي تدريسوله، يو زده کوونکى چې کمې نومرې يې وړې وې، ناکام مې کړ، خو دا چې د ټولنې له لوړپوړې طبقې څخه و او په پوهنې اداره کې يې شناخت درلود، د ښوونځي مديره يې واسطه کړه او راته وويل شول چې دغه زده کوونکى کامياب کړم.))

د کابل ښار د زرغونې لېسې يوې ښوونکې فضيلي نظري، په پوهنه کې د اړيکو پر بنسټ د غير مسلکي ښوونکو ګومارنې ته په اشارې سره وويل چې رسنيو پر ذهنيتونو يرغل کړى او مطالعې ته د زده کوونکو په هڅونه کې د والدينو کمزورى رول د دې سبب وى چې د زده کوونکو د اړين سواد کچه ټيټه شي.

نوموړي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نه غوښتنه وکړه، څو د هغو سريالونو مخنيوى وکړي چې د زده کړې او درس له مسير نه د ځوانانو د انحراف سبب ګرځي.

سره له دې چې د ښوونيزو چارو چارواکي د غوره زده کړې، تدريس او مطالعې په برخه کې د مور او پلار هڅونه پيکه بولي، خو والدين وايي چې د دې چارې اصلي مسوولان ښوونځي دي.

د کابل ښار د څلورمې ناحيې اوسېدونکي وويل: ((سره له دې چې خپله يو ګارکر يم او هره مياشت ناڅيزه مزد ترلاسه کوم، خو خپل يواځينى زوى مې ښوونځي ته استولى او غوره امکانات مې ورته مساعد کړي، څو په راتلونکي کې زما په برخليک اخته نه شي.))

دغه پلار د اندېښنې په څرګندولو سره پژواک ته وويل چې تېر کال يې زوى له ښوونځي فارغ شو، خو څنګه چې ليدل کېږي، سم سواد نه لري.

نوموړى په داسې حال کې چې په دې برخه کې ښوونځي او ښوونځي پړه وبلل، خو وې ويل چې د اولادونو په حق کې يې  بې غوري شوې ده.

د زرغونې حليمي په نوم يوې مورې چې څلور اولادونه يې د کابل ښار د خيرخانې مېنې په مخفي بدخشي لېسه کې په زده کړه بوخت دي، وويل چې پوهنې وزارت اصلا ښوونځو  او درسي وضعيت ته هېڅ جدي پاملرنه نه کوي.

هغه زياته کړه: ((کله مې چې اولادونه له درېيم تر لسم ټولګي پورې درس ووايي او کور ته راشي، نو هېڅ کورنۍ دنده نه تر سره کوي او کله چې ترې وپوښتې، ولې درس نه وايى؟ وايي چې هېڅ درس نه شته، څه ووايو.))

دغه مور اندېښنه څرګنده کړه چې که چېرته درسي وضعيت همداسې دوام وکړي، ډاډه ده چې اولادونه به يې هېڅ سالم سواد ونه لري.

د کابل ښار د يوه ښوونځي فارغ زمان الدين چې اوسمهال په يوه خصوصي کورس کې د انګليسي په زده کړه بوخت دي، د دې پخلى کوي چې د ښوونځي ډېرى فارغين کافي سواد نه لري.

هغه ومنله چې ډېر کم ځوانان د درسي کتابونو ترڅنګ نور ګټور کتابونه مطالعه کوي، په داسې حال کې چې ډېرى ځوانان د وزګارۍ پر مهال د دې پر ځاى چې مطالعه وکړي، نورو غير ضروري بوختياوو ته مخه کوي.

زمان الدين په دې برخه کې لومړۍ پړه خپله د ځوانانو پر غاړه اچوي او وروسته مور او پلار او د ښوونځي مشران پړه ګڼي.

د کابل ښار د اريانا لېسې فارغه ماريا معاني وويل چې د ١٢مو ټولګيو زيات فارغين افاقي معلومات نه لري او له بېلابېلو معلوماتو خبر نه دي او حتى ځينې يې کافي سواد نه لري.

محمد ظفر چې درې کاله وړاندې د کابل ښار له ناصر خسرو لېسې نه فارغ شوى او اوسمهال د خوراکي توکو پلورنځى لري، وايي چې ناوړه امنيتي پېښې او اقتصادي کمزورۍ د ځوانانو پر روحيه اغېز کوي او د راتلونکي په اړه د هغوى ليد او هيله کمزورې کوي.

هغه زياته کړه: (( ډېرى ځوانان خپلو ټاکلو موخو ته نه دي رسېدلي، ځکه چې روحا ناارام دي او په همدې موخه يې له درس سره لېوالتيا کمرنګه ده.))

د ښوونيزو چارو پوهان هم د زده کوونکو او د ښوونکو د فارغانو د ټيټې ښوونيزې سويې په اړه اندېښنه څرګندوي.

د پوهنې وزارت پخواني مرستيال محمد صديق پتمن ياد وزارت په ناغېړۍ تورن کړ او ويې ويل چې په ټوله کې د زده کوونکو د سواد کچه له لومړي تر دولسم ټولګي پورې ټيټه ده او په حقيقت کې زده کوونکي د خپل عمر ١٢ کلونه له لاسه ورکوي.

دى زياتوي: "د پوهنې وزارت په تېرو کلونو او نن ورځ له هغو امکاناتو څخه چې لرل يې، د معارف د کيفيت په لوړول کې يې ترې کار سمه استفاده ونه کړه او پيسې يې ضايع کړې."

د هغه په وينا، اوسمهال د دوازه پاس لپاره هېڅ تعريف نشته، په دې معنا چې د دولسم ټولګي فارغان، هېڅ سويه نه لري.

د پوهنې وزرات پخواني مرستيال وړانديز وکړ چې بايد د پوهنې په نظام کې بنسټيز بدلونونه راشي او پر پوهنه بايد له سره تر پايه بيا کتنه وشي.

هغه په ټينګار سره زياته کړه چې بايد د ښوونيز او تدريسي کيفيت د لوړولو په موخه په معارف کې اصلاحات رامنځته شي.

د پوهنې وزارت د دغه پخواني چارواکي په خبره، د ظرفيت په لوړولو سره د مور او پلار ونډه او غوره مديريت کېدلى شي چې دغه ستونزو ته د پاى ټکې کېږدي.

په ورته وخت کې د کابل پوهنتون د ژورناليزم پوهنځې مرستيالې جاوېدې  احمدي د ښوونکو د ظرفيت لوړولو په برخه کې د سيمينارونو جوړول، د دغو ستونزو د حل لارې په توګه ياد کړل.

پر دې سربېره نوموړې د زده کوونکو تر منځ د رقابتي پروګرامونو جوړول، نظري او عملي ګروپي کارونه، د ژبې د زده کړې روزنيز کورسونه او د غير درسي کتابونو مطالعه هغه موارد وبلل چې د زده کوونکو د استعداد د ودې سبب ګرځي.

د هېواد د دغې مجربې او پياوړې ښوونکېي په خبره، رسنۍ هم کولى شي د ګټورو او روزنيزو مطالبو په خپرولو کې  د ځوانانو د استعدادونو په لوړولو کې مرسته وکړي.

هغې وويل: ((رسنۍ بايد روزونکې خپرونې ولري، بايد د رسنيو له لارې له زده کوونکو سره په بېلابېلو برخو کې پوښتنې شريکې کړې او د هغوى نظر واخلي چې له دې لارې کولى شي په زده کوونکو کې د نظرياتو وړاندې کولو ځواک و روزي.))

مېرمن جاوېدې ځوانانو ته په سپارښتنه کې وويل چې يواځې د ښوونځي په درسونو او کتابونو دې بسنه نه کوي، له کتابتونونو او معلوماتي کتابونو دې ګټه واخلي.

خو د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو مرستيال محمد ابراهيم شينواري وويل چې د ښوونيو چارو د کيفيت او ښوونځيو د زده کوونکو د ليک لوست کچې په اړه تر اوسه کره سروې نه ده شوې، ځکه خو به هر ډول نظر ورکول له وخت وړاندې وي.

نوموړي په ورته وخت کې د دې پخلى وکړ چې د دولسمو ټولګيو د فارغانو په منځ کې داسې زده کوونکي هم شته چې د سواد کچه يې ټيټه ده.

شينواري زياته کړه چې د زده کوونکو کميت د څو کاله پخوا په پرتله ډېر شوى او دا موضوع د دې لامل شوې چې په معارف کې د کيفيت کچه ښکته شي.

هغه وويل: ((ښه کيفيت تر ډېره امکاناتو، مسلکي ښوونکو او سالم محيط ته اړتيا لري.))

د هغه په خبره، اوسمهال پنځوس سلنه ښوونکي حتى لږ تر لږه تدريسي معيار نه شي پوره کولى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه