منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:08 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونهغړي

امنيتي ځواکونو مارجه کې د طالبانو له زندانه ٢٣کسان ازاد کړل

· 2 دقیقې لوستل · 103 کتنې

لښکرګاه (پژواک، ٢ غبرګولى ٩٥): د هلمند سيمه ييز چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونو په مارجې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له زندانه ٢٣ دولتي او ملکي کسان را ازاد کړي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د غبرګولي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه کومانډو ځواکونو د مارجې ولسوالۍ په کرو څلورلاري کې د وسله والو طالبانو يو زندان نيولى دى.

هغه وايي چې امنيتي ځواکونو له دغه زندانه ٢٣ ملکي او دولتي کسان راخوشي کړي دي.

د ځواک په وينا، امنيتي ځواکونو د ياد زندان درې ساتونکي هم نيولي چې اوسمهال تر پوښتنو لاندې دي.

دغه راز په مارجې کې د سيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو د مارجې ولسوالۍ په کرو څلورلارې او سيستاني سيمو کې د وسله والو طالبانو دوه زندانونه مات کړي دي.

هغه وايي چې له يادو زندانونو يو شمېر کسان راخوشي شوي او د زندان د نيونې پر مهال د طالبانو دوه موټرسايکلونه او يو موټر هم سوځول شوي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهيسې د مارجې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.

د يادونې ده، شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې وسله والو طالبانو د مارجې د قوماندانۍ او ولسوالۍ له ودانيو پرته نوره ټوله دغه ولسوالي تر خپلې ولکې لاندې راوسته.

په دې موده کې په يادو دواړو ودانيو کې امنيتي ځواکونه د طالبانو له لوري کلابند دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ذين الله ستانکزى
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه
امنیت او جرمونه

غزني کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی

امنیت او جرمونه

جوزجان کې يو کس د خپل ورور د وژنې په تور نیول شوی

امنیت او جرمونه

د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۸۹ افغانان هېواد ته راستانه شول

امنیت او جرمونه

هلمند کې د څلورو انسان‌تښتوونکو نیول کېدل؛ دوه تښتولي کسان ژغورل شوي

امنیت او جرمونه

مجاهد: د جرمونو نړۍواله محکمه دې له خپل صلاحیته پورته ادعاوې نه کوي

امنیت او جرمونه

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې وزارت مرستیال او د یو‌اېن‌او‌ډي‌سي مشر د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

امنیت او جرمونه

اروپايي ټولنې پر کونړ او هلمند د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله وغندله

امنیت او جرمونه

کابلوف: د مسکو فارمت په غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر کړکېچ بحث کېږي