کابل (پژواک، ٥ غبرګولى ٩٥): په ننګرهار ولايت کې د بيارغونې د يو شمېر پروژو چارې پيل شوې چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به ١١زره کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غبرګولي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نږدې ۳ سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت په جلال اباد ښار کې د ۲۳ نيم کيلومتره سړکونو د ترميم او کانکريټ چارې پيل شوې .
هغه زياته کړه چې دغه سړکونه د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د کمپونو په سيمه کې ترميمېږي.
د جلال اباد ښاروال حميدالله افغان د يادې پروژې د پرانيستې پر مهال وويل چې دا پروژه د ملګرو ملتونو د هبيتات او اروپايي اتحاديې په مرسته جوړېږي.
هغه زياته کړه چې دوى د ښار په نورو سيمو کې د سړکونو تر څنګ ګڼې ويالې رغولې چې له امله يې د ښاريانو ستونزې کمې شوې دي.
د ښاروال په وينا، چې په ياده سيمه کې د فرعي سړکونو د رغولو تر څنګ به نږدې درې کيلومتره ويالې هم په پاخه او اساسي ډول جوړې شي.
افغان د يادې سيمې له خلکو غوښتنه وکړه چې له پروژې دقيقه څارنه او نظارت وکړي څو يې چارې په سمه توګه مخې ته ولاړې شي .
د جلال اباد ښار د کمپونو سيمې يوه اوسېدونکي خان اغا پژواک اژانس ته وويل چې د سړکونو او ويالو د خرابوالي له امله د بارانونو پر مهال خلک له زياتو ستونزو سره مخ کېدل.
هغه له ښاروالۍ مننه وکړه چې د دوى دغه ستونزه يې هواره کړه.
د يو بل خبر له مخې، د نږدې ۶ ميليونه افغانيو په لګښت د دغه ولايت په غني خېلو ولسوالۍ کې د عيدګاه جومات د جوړولو چارې پیل شوې .
د والي وياند عطاء الله خوږياڼى وايي چې دا جومات د غني خېلو ولسوالۍ د شېرګړ سيمې په څلور نيمې بسوې ځمکه کې جوړېږي او لګښت يې د حج او اوقافو وزارت لخوا ورکول کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










