منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۴ غ.م
۵°صاف · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د فراه د غنمو حاصلات نږدې دوه برابره شوي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۳۳ کتنې

فراه(پژواک،۶غبرګولى ۹۵): په فراه ولایت کې سږ کال د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله نږدې دوه برابره شوي او د ښه کیفیت درلودونکي دی؛ خو کروندګر د دې حاصلاتو لپاره د مارکېټ له نشتون څخه سر ټکوي.

د فراه ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس انجنیر عبدالمنان متین پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې ولايت کې سږ کال ټولو کرنيزو توکو په تېره بيا د غنمو کښت ښه حاصلات ورکړي.

د هغه د معلوماتو له مخې سږ کال په فراه کې پر ٢٣ زره هکتاره ځمکه غنم کرل شوي چې پنځوس هکتاره يې للمي، شپږ زره هکتاره يې اصلاح شوي غنم او پاتې يې سيمه ييز غنم دي.

هغه وویل چې تېر کال ټول ۱۶۷۵۰ هکتاره ځمکه کې غنم کرل شوی وو چې ۳۰ هکتاره يې للمي، څلور زره هکتاره يې اصلاح شوي غنم او پاتې يې سيمه ييز غنم و.

د ده د معلوماتو له مخې، په فراه کې تېر کال د غنمو د حاصل کچه ٤٨ زره ټنه وه، خو سږ کال تر اتیا زره ټنه ډېر شوي دي.

هغه ، د کال په پاى کې د ډېرو بارانونو اورښت او د کرنيزو افتونو نه شتون د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي او ښه کیفیت لامل په ګوته کوي.

دغه راز دى وايي چې تېر کال په فراه کې ډېرو خلکو کوکنار کرلي و خو سږکال يې ځکه غنمو ته مخه کړه چې تېر کال د کوکنارو کښت ښه حاصل نه درلود.

په فراه کې د لړم او ليندۍ په مياشتو کې غنمو کرل کېږي او د حاصلاتو راټولول يې د غويي په میاشت کې پیل کیږي او د جوزا تر پايه دوام کوي.

کروندګرهم د غنمو د حاصلاتو د ښه کیفیت او ډېروالي نه خوښ دي، خو وايي چې د مارکېټ د نشتون له امله سږ کال د غنمو بيې رالوېدلې دي.

د فراه د مرکز د داراباد د کلي اوسېدونکي ۳۴ کلن محمد عوض چې په خپله ځمکه کې د غنمو پر لو بوخت و، پژواک ته وويل چې تېرکال يې پر اته جریبه ځمکه غنم کرلي و او ټول حاصل يې دوه ټنه شو، خو سږکال يې پر شپږ جريبه ځمکه غنم کرلي او کېداى شي حاصل تر څلور نيمو ټنو ته ورسيږي.  

ده وویل: "سږکال بارانونه ډېر ښه و حتی تر اوسه د فراه رود اوبه لري او دغه کار باعث شو چې غنم مرض ونه کړي او حاصلات يې ډېر شي."

هغه هم وايي چې سږ کال  یواځې د ده نه ، بلکې فراه کې د ټولو خلکو د غنمو کښت ښه حاصل ورکړى دى.

د فراه د بالابلوک ولسوالۍ د شيوان کلي اوسېدونکي میرویس چې تېر پنځه کلونه يې کوکنار کرل خو سږکال يې غنم کرلي او د خپلو غنمو له حاصلاتو ډېر خوښ دی.

میرویس وویل:"پخوانيو کلونو کې کوکنارو ښه نتیجه ورکوله خو په دې دوو وروستیو کلونو کې د کوکنارو کښتونه خراب شول هېڅ شیره يې نه کوله در په در يې کړو سږکال مې پر پنځه جریبه ځمکه غنم وکرل چې ډېره ښه نتیجه يې ورکړه."

ده وویل چې له پنځه جریبه ځمکې څخه يې پنځه ټنه غنم ترلاسه کړي او يو من (پنځه کیلو) په ۸۵ افغاني پلورلي.

خو دی وايې چې سږ کال د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي له امله نرخونه کښته شوي دي.

د ده په وينا، تېر کال په همدې وخت کې يو من غنم په ۹۵ افغانۍ پلورل کېدل خو سږ کال په ۸۵ افغانۍ دي.

د فراه ښار د غنمو منډوي یو هټۍ وال رحم الدین وايي، چې سږ کال د غنمو حاصلات زیات شوي، خو د تېر کال په پرتله يې د يو من په بيه کې لس افغانۍ کموالۍ راغلى دى.

دغه راز هغه وايي:" فراه په همدې موسم کې ډېر غنم لري خو د يو لوى ګودام د نه شتون له امله يې نورو ولایتونو ته د پلور لپاره وړي، خو په ژمي کې د ایران او پاکستان اوړه  فراه ته راځي، همدغه د فراه یوه لويه ستونزه ده."

هغه وايي، چې خلکو څو ځلې د فراه  د کرنې ریاست ته وړانديز کړى چې منډوي يو بل ځاى ته ولېږدوي او د غنمو لپاره لوی زېرمه جوړه کړې ، خو تر اوسه يې په دې اړه اقدام نه دى کړى.

د فراه ولایت د کرنې ریاست د ترویج مدیر شاه محمد هم دغه ستونزه تايیدوي خو وايي چې د کرنې وزارت څو ورځي مخکې په فراه کې د غنمو د زېرمه کولو لپاره د يو لوى ګودام جوړول منظور کړي دي.

هغه وويل چې دغه رياست اوس د فراه له ښاروالۍ سره خبرې کوي تر څو د دې ګودام لپاره يو مناسب ځاى ځانګړى شي. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول فيچرونه