منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۵ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د هرات ښوونځيو کې دکتابونو کمښت زده کوونکي له ستونزو سره مخ کړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۶ کتنې

هرات (پژواک، ٨ غبرګولى ٩٥): هرات کې د ښوونځيو درسي کتابونو کمښت د دې لامل شوى، څو کتاب پلورونکي دا کتابونه په پاکستان کې چاپ کړي او له هغه وروسته په تور بازار کې پر زده کوونکو وپلوري.

 په داسې حال کې چې په ښکاره توګه د ښوونځيو د درسي کتابونو پلور سرغړونه بلل کېږي، خو بيا د هرات ښار په کتاب پلورنځيو کې درسي کتابونه په ازاده توګه پلورل کېږي.

په ښوونځيو کې د درسي کتابونو کمښت، پر زده کوونکو سربېره ښوونکي هم له ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي.

د هرات ښار ښوونځيو د ښوونکو په وينا، په ښوونځيو کې د کتابونو کمښت له يوه پلوه د وخت د ضايع کېدو لامل کېږي او له بل لوري زده کوونکي څه نه شي زده کولى.

 د هرات يوې ښوونکې سهيلا شريفي پژواک ته وويل چې له لومړي تر دوولسم ټولګي پورې زده کوونکي کتابونه نه لري او يا يې هم له بازار پېري.

نوموړې د هېواد د پوهنې له وزارت وغوښتل، څو له نورو اړونده ارګانونو سره په همکارۍ داسې محدوديتونه وضع کړي، څو په بازارونو کې د درسي کتابونو له پلور مخنيوى وشي.

د سلطان غياث الدين غوري ښوونځي اجراييه مدير عبدالرووف اميني پژواک ته وويل: "بازار کې درسي کتابونه په ازادانه توګه پلورل کېږ، خو له لومړي تر دولسم ټولګيو پورې د کتابونو کمښت شته."

ورته مهال د هرات د يوه ښوونځي زده کوونکي حنيف شمس پژواک ته وويل، چې د هرات ښوونځيو ډېرى زده کوونکي د کتابونو له کمښت سره مخ دي او که چېرې کتابونه هم ورته ووېشل شي نو بيا هم کم دي؛ دوى اړ دي چې له بازار څخه کتابونه وپېري.

ورته مهال د کتاب يو شمېر پلورونکو په خپلو خبرو کې پژواک ته ويلي چې تر اوسه پورې د درسي کتابونو د پلور لپاره نه قانون وضع شوى او نه هم پرې د کوم ارګان له لوري څارنه کېږي.

هرات ښار کې يوه کتاب پلورونکي پژواک ته وويل: "موږ درې ډوله کتابونه لرو، لومړى او دويم لاس کتابونه، تور او سپين کتابونه چې په پاکستان کې چاپيږي، هغه کتابونه چې د پوهنې وزارت يې د پوهنې رياستونو ته ورکوي او رنګه دي."

 ورته مهال يوه بل کتاب پلورونکي  حسيب الله احراري پژواک ته وويل: "موږ د کتابونو نمونې پاکستان ته وړو او له چاپ وروسته يې پلورو، د هر يوه کتاب بيه له ٢٥ افغانۍ تر ٥٠ افغانيو پورې ده."

هغه زياته کړه، چې تر اوسه پورې د هرات د پوهنې رياست له لوري په دې اړه کومه څارنه او يا بنديز نه دى لګېدلى.

ورته مهال د هرات د پوهنې رياست سرپرست عبدالرازق احمدي، د دغه ولايت په تور بازار کې د درسي کتابونو پلور ومانه.

هغه پژواک ته وويل، چې په دولتي ښوونځيو کې د کتابونو کمښت د دې لامل شوى، څو د ښوونځيو کتابونه تور بازار شي.

هغه زياته کړه: "له کلونو راهيسې يو جلد کتاب هم د هرات ښوونځيو ته نه دى وېشل شوى او زده کوونکي بيا کتابونو ته اړتيا لري، کتاب پلورونکي له دا ډول وضعيت څخه په ګټې، دغه کتابونه په پاکستان کې چاپوي او له هغه وروسته يې په زده کوونکو پلوري او کتاب پلورونکي د دې خبرې په کيسه کې نه دي چې دا کار قانوني دى که غيرقانوني."

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه