منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۰ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ايبک ښار د زرګونو کورنيو د څښاک اوبو ستونزه هواره شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۴ کتنې

ايبک (پژواک، ٩ غبرګولى ٩٥): سمنګانو ولايت کې د اوبو رسولو پروژې د لومړي فاز د کار په بشپړېدو سره د دغه ولايت په مرکز ايبک ښار کې د زرګونه کورنيو پاکو اوبو نسبي ستونزې حل شوې دي.

د سمنګانو ولايت د مطبوعاتو مسوول محمد صديق عزيزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغې پروژې له لارې د يوې چينې اوبه له خرم سارباغ ولسوالۍ څخه د تخت  رستم شهر سيمې ته د يوه پايپ  ليکې پر مټ ٣٨ کيلومتره لېږدولى دي.

هغه زياته کړه چې د اوبو رسولو دغه پروژه د دريو کلونو په موده کې د دولت د ٨ مليون او ٩٣٠ زره امريکايي ډالرو بوديجې په لګښت بشپړه شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د اوبو رسولو دغې پروژې د دويم فاز لګښت چې هر کور ته د نل لېږدولو شبکه ده، د روان کال په بوديجې کې منظور شوى او کار يې د تدارکاتو له پړاونو د تېرېدو په حال کې دى.

د نوموړي په وينا، اوسمهال له دغه پايپ ليکې څخه هره ورځ زرګونه کورنۍ د خپلې اړتيا اوبه د ټانکرونو او بوشکو په وسيله لېږدوي او د څښاک اوبو اړتياوې پرې پوره کوي.

له بل لوري هم په سمنګانو ولايت کې د اوبو رسولو د شمال زون عمومي رياست څانګې ادارې مسوول جنت ګل نظري وويل، چې له دغو اوبو څخه د ايبک اوسېدونکو سربېره د دره ژوندون او سرکنده سيمو اوسېدونکو چې د ياد پايپ ليکې په اوږدو کې پراته دي؛ د اوبو ستونزې هم حل شوې دي.

د ايبک ښار اوسېدونکي پر يادې پروژې د خوښۍ تر څنګ وايي چې دوى د لومړي ځل لپاره د څښاک له پاکو اوبو برخمن شوي دي.

د ايبک ښار د کارته صلح سيمې يوه اوسېدونکي محمد همايونو چې په خپل موټر باندې يې څلور بشکې اوبه کور ته لېږدولې، پژواک ته وويل چې دوى به په تېرو کلونو کې د سيند اوبه چې ککړې او ناپاکې وې، خپلو درته وړې او له جوش کولو وروسته به يې څښلې.

خو هغه زياته کړه، اوس چې په کانال کې پاکې اوبه راځي؛ هره ورځ ترې څلور بشکې اوبه راوړي او د څښاک اوبو ستونزه يې پرې حل شوې ده.

د يادولو ده، چې سمنګان د هېواد له شمالي ولايتونو څخه ګڼل کېږي چې خلک په ځانګړي  ډول د ايبک اوسېدونکي يې د څښاک اوبو له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان و.

د سمنګان د کليو او پراختيا رياست د سروې پر بنسټ، د دغه ولايت د مرکز او شا وخوا سيمو ١٠٦ کلي د خپلې اړتيا وړ د څښاک اوبه د سيند، لښتيو او سرلوڅو چينو له ککړو اوبو ترلاسه کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه