جلا ل اباد (پژواک،۱۱ غبرګولی ۹۵): چارواکي وايي، د کابل په سيند کې د اوبو کچې د لوړېدو له امله د بهسودو د دويم پله کارونه ټکني شوي دي.
د بهسودو د دويم پله چارې کابو ۸۵ سلنه ترسره شوې؛ خو د اوبو د ډېرېدو له امله جوړوونکی شرکت نه توانېږي څو د شپږو پايو پر سر ګاډر او سلبونه واچوي.
د بهسودو د پخواني پول ډېرې برخې زيانمنې شوې او ګڼه ګوڼه پرې ځکه زياته وي چې د ننګرهار، کونړ او نورستان د ٢٧ ولسواليو اوسېدونکي پرې تګ راتګ کوي.
د ننګرهار د کوز کونړ ولسوالۍ اوسېدونکي سيد بهاءالدين هاشمي پژواک اژانس ته وويل، له ډېرې مودې راهيسې د دې پله کارونه ټکني روان دي.
هاشمي وايي: ((زه په جلال اباد د يوې لېسې زده کوونکی يم، هر ورځ په دې پله تګ راتګ کوم؛ نو ډېر وخت مې د پخواني پول پر سر په ګڼه ګوڼه کې تېرېږي.))
هغه زياتوي، حکومت بايد پر جوړوونکي شرکت فشار راوړي؛ څو کارونه يې ګړندي کړي.
د ننګرهار د فوايد عامې رييس حمدالله "طلوع" پژواک اژانس ته تاييد کړه چې د سيند د اوبو د ډېروالي له امله د بهسودو د دويم پُله کارونه ټکني او ځنډني شوي دي.
طلوع وايي: ((په لومړيو کې پول جوړوونکي شرکت خپل کارونه ښه او پر وخت تنظيم نه کړل، د قرارداد مطابق يې کارونه ونه شو کړای، کارونه يې بايد پر وخت ترسره شوي وای.))
د فوايد عامې د رييس په وينا، څو چې د اوبو سطحه نه وي کمه شوې، تر هغو په سيند کې کارونه ناشوني دي.
د ننګرهار د ولايتي شورا وکيل ډاکټر ناصر کامه وال پژواک ته وويل، د ياد پول د کارونو د ځنډني کېدو له امله ډېرو خلکو ته مشکلات جوړ دي.
کامه وال وايي: ((پر زاړه پله د موټرو او لارويو ګڼه ګوڼه ډېره وي، کارونو او چارو ته رسېده ګي ستونزمنه ده، ناروغان په تکليف کې وي، مامورين او زده کوونکي پر وخت نه شي رسېدلی.))
د ولايتي شورا وکيله حبيبه کاکړ بيا يادونه کوي، د بهسودو پر پله د ګڼې ګوڼې له امله هر ورځ شورا ته پر وخت رسېده ګي نه شي کولی.
کاکړ وايي: ((زه په بهسودو ولسوالۍ کې اوسېږم، هر ورځ مې يو يا دوه ساعته د بهسودو د پله په ګڼه ګوڼه کې تېرېږي، موږ هيله لرو چې دويم پُله کارونه چټک شي.))
کاکړ يادونه کړه، د پله جوړوونکی شرکت بايد د هوا تر ګرمېدو او په سيند کې د اوبو له ډېرېدو مخکې خپل کارونه پای ته رسولي وای.
د کامې ولسوالۍ اوسېدونکي محمد امين بيا پر حکومت نيوکه وکړه، که يې ددغه پله چارو ته پاملرنه لرلی اوس به يې کارونه پای ته رسېدلي وو.
امين پژواک اژانس ته وويل: ((دا درېيم کال دی چې د دې پله د جوړېدو کارونه روان دي، نه پول جوړ شو او نه يې کارونه پای ته ورسېدل.دا د حکومت بېغوري له امله دي.))
بلخوا د ننګرهار والي سليم خان کندوزي له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل چې په نږدې ورځو کې به په دې تړاو د فوايد عام وزارت سره جدي خبري وکړي.
کندوزي زياتوي، پخوا د دغه شرکت بلونه نه ورکړل کېدل، هغه ستونزه يې هواره شوه، بيا د اوبو د ډېرېدو له امله کارونه ټکني شول، اوس کارونه روان دي؛ هڅه کېږي ګړندي شي.
والي وايي: ((د کارونو د ټکني کېدو لامل يي تخنيکي مسايل دي، د اوبو سطحه لوړه شوې، همدا شان د درونټې د برېښنا بند پاکوالي هم د سيند د اوبو کچه لوړه کړېده.))
اخوا د "الينګار الکوزي شرکت" اجرايوي مسوول ډاکټر ماهر پژواک اژانس ته وويل، په دې وروستيو کې د کابل سيند اوبه ډېرې شوې او کارونه يې ټکني کړي خو په ټپه نه دي ولاړ.
ماهر وايي: ((اوبه په دومره اندازه دي، چې موږ ته د کار اجازه نه راکوي. غټې تيږي او بولډرې مو سيند کې واچولې؛ خو ګټه يې ور نه کړه.))
نوموړی حکومت ملامتوي چې پر وخت د بېلونو د نه ورکړې له امله يې د ياد شرکت کارونه ځنډني کړي دي.
ډاکټر ماهر وايي، د اوبو د کچې په کمېدو به يې کارونه چټک شي.
د يادونې وړ ده چې له تېرو څو کلونو راهيسې چارواکي ددې پول د کار د ژر بشپړېدو ادعاوې کوي، خو تر اوسه يې کارونه لا نيمګړي پاتې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










