منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۱ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بليغ: د بهسودو پول به په درېیو میاشتو کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۲ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۹۵): د فوايد عامې وزير وايي چې د کابل- جلال اباد د لويې لارې بيا رغونه پيلوي او تر راتلونکو درېيو مياشتو به د بهسودو پول ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د بهسودو د پله چارې له نږدې درېيو کلونو راهيسې پيل شوې خو وخت ناوخت يې چارې ټکنۍ يا په ټپه درېږي او د کابل د لويې لارې ډېرې برخې په دې وروستيو کې زيانمنې شوې دي.

د فوايد عامې وزير انجنير محمود بليغ دا څرګندونې د غبرګولي په ۱۳مه ننګرهار ته په سفر کې د کامې- کونړ تر منځ د ۱۲ کليومتره سړک د پرانیستې په مراسمو کې وکړې.

دغه سړک د نړيوال بانک په مالي لګښت د ۱۵ ميليونه افغانيو په ارزښت جوړ شوی چې د ننګرهار کامې ولسوالۍ د کونړ له خاص کونړ ولسوالۍ سره نښلوي.

د فوايد وزير همدا شان وويل، د بهسودو پله پر جوړوونکي شرکت يې فشار راوړی؛ څو ياده پروژه پای ته ورسوي.

وړمه ورځ ځايي چارواکو پژواک ته ويلي وو، د کابل په سيند کې د اوبو د ډېرېدو له امله د بهسودو د پله چارې ځنډېدلې دي.

د فوايد عامې د وزير دا اعلان په داسې حال کې کړى چې سيمه ييزو چارواکو ويلي، د کابل سيند د اوبو د نه کمېدو په صورت ناشونې ده، څو د پله د جوړولو کارونه پيل شي.

خو د فوايد وزير وايي: ((موږ پر جوړوونکي شرکت فشار راوړی، درې مياشت وروسته به د بهسودو پول ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.))

د يادونې ده، تر دې مخکې هم مرکزي او ځايي چارواکو څو څو ځلې د دغه پول د پرانيستلو ژمنې کړې دي، خو کارونه يې تر اوسه ځنډني دي.

د فوايد عامې وزير وايي، د کابل- جلال اباد د سړک د بيارغونې پروژه يې اعلان ته ورکړې او روان کال به يې د بيارغونې چارې پيل کړي.

بيلغ زياته کړه: ((د دغه سړک ۵۰ کليومتر بيارغونې ته اړتيا لري، روان کال به يې بيارغونه پيل شي.))

بلخوا د ننګرهار د والي مرستيال محمدحنيف ګرديوال رسنيو ته وويل، د کامې ياد سړک به په زرګونه کورنيو ته اسانتياوې برابرې کړي.

ګرديوال يادونه وکړه، ياد سړک د کامې له پله پيلېږي او د خاص کونړ ولسوالۍ له سلګونه کليو څخه تېريږي، پخوا دغه سړک خام و او ډېرو خلکو ته يې ستونزې جوړې کړې وې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه