منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۲ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

سرپل کې د ٤ پروژو کار بشپړ او ١٢ پروژو کار پيل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۴۹ کتنې

سرپل (پژواک ١٦ غبرګولى ٩٥): سرپل ولايت کې د ١٦ ټولګټو پروژو له ډلې چې پر ټولو شاوخوا يو ميليون ډالره لګښت راځي، څلور پروژې ګټې اخيستو ته وړاندې شوې او د پاتې ١٢ پروژو کار پيل شو.

د سرپل د کليو او پراختيا  رييس انجنير احمد جاوېد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پروژې د کليو او پراختيا وزارت د سيمه ييز انسجام پروګرام اړوند دي او لګښتونه يې هم د همدې پروګرام له لوري ورکول کېږي.

د سرپل ښار په سرخک او اسياب اباد سيمو کې درې کرنيز سربندونه او يو استنادي دېوال چې د جوړولو چارې يې په شپږو مياشتو کې بشپړې شوې؛ نن ګټې اخيستو وړاندې شول.

دغه راز نوموړي څرګنده کړه، چې د سربندونو او استنادي دېوالونو ١٢ نورې ټولګټې پروژې چې د ياد ولايت په مرکز او صياد ولسوالۍ دي، چارې يې نن پيل شوې.

هغه وويل، چې د يادو ١٦ پروژو له ډلې به شا وخوا لس زره کسان برخمن شي او له لس زره هکټاره زياتې ځمکې ته به د اوبو د رسېدو او اوبه خور زمينه برابره شي.

د سرپل والي محمد ظاهر وحدت، چې نن د دغو پروژو د ګټې اخيستو او د کار د پيل په مراسمو کې د سرپل په مرکز کې خبرې کولې، د دغه ولايت له خلکو غوښتنه وکړه، څو د دغو پروژو د کار له څرنګوالي څارنه وکړي.

ولسي جرګه کې د دغه ولايت استازې عزيزه جليس  هم په دغو مراسمو کې خبرې وکړې او يادې پروژې يې د دغه ولايت د اوسېدونکو لپاره ډېرې مهمې وبللې.

د کليو او پراختيا وزارت د سيمه ييز انسجام پروګرام شپږ مياشتې وړاندې په دغه ولايت کې خپل کارونه پيل کړي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه