منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 9:06 غ.م
ننوتل
14° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونهغړي

غور کې د سولې شورا د ولايتي کمېټې يو غړى ووژل شو

· 2 دقیقې لوستل · 112 کتنې

چغچران(پژواک، ١٧غبرګولي٩٥): په غور ولايت کې د سولې عالي شورا د ولايتي کمېټې غړى او په دې ولايت کې د حزب اسلامي يو پخوانى قوماندان نصرت الله نصرت د يو ناپېژانده وسله وال په بريد کې ووژل شو.

د غور د والي وياند عبدالحى خطيبي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نصرت تېره ورځ د دې ولايت په مرکز کې د پوليسو د عملياتې قطعې مخې ته د يو ناپېژانده موټرسايکل سپور له خوا د تومانچې په ډزو هغه مهال ووژل شو، چې په بازار کې د مېوې پر پېرلو بوخت و.

هغه وايي چې نصرت يو قومي مشر او په دې ولايت کې د حزب اسلامي له پخوانيو قوماندانانو څخه و.

د غور امنيه قوماندان مل پاسوال مصطفى حسيني وايي، چې پوليسو د نصرت ساتونکى نيولى، ځکه چې د بريد پر مهال له نصرت سره و، خو له هغه څخه د ساتنې په موخه يې هېڅ اقدام نه دى کړى.

د حسيني په وينا، پر نصرالله بريدکوونکى تښتېدلى، خو پوليسو يې د نيولو هڅې پيل کړي دي.

تر دې مخکې هم د سولې شورا او د دې شورا د ولايتي کمېټو يو شمېر غړي وژل شوي دي.

په ١٣٩٠ کال کې د يادې شورا مشر برهان الدين رباني کابل کې په يو ځانمرګي بريد کې ووژل شو. دغه راز  په ١٣٩١ کال کې د دې شورا بل مهم غړى ارسلا رحماني هم کابل کې په يو بريد کې ووژل شو.

دغه راز د پژواک د يو راپور له مخې، تېر کال تر وږي مياشتې د سولې شورا او د دې شورا د ولايتي کمېتې ٣١ نور غړي د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې وژل شوي وو.

د سولې شورا په ١٣٨٩ کال کې کار پيل کړى او موخه يې د سولې له پروسې سره د دولت د وسله والو مخالفينو يو ځاى کېدل دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

حسن حکیمی
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه
امنیت او جرمونه

غزني کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی

امنیت او جرمونه

جوزجان کې يو کس د خپل ورور د وژنې په تور نیول شوی

امنیت او جرمونه

د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۸۹ افغانان هېواد ته راستانه شول

امنیت او جرمونه

هلمند کې د څلورو انسان‌تښتوونکو نیول کېدل؛ دوه تښتولي کسان ژغورل شوي

امنیت او جرمونه

مجاهد: د جرمونو نړۍواله محکمه دې له خپل صلاحیته پورته ادعاوې نه کوي

امنیت او جرمونه

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې وزارت مرستیال او د یو‌اېن‌او‌ډي‌سي مشر د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

امنیت او جرمونه

اروپايي ټولنې پر کونړ او هلمند د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله وغندله

امنیت او جرمونه

کابلوف: د مسکو فارمت په غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر کړکېچ بحث کېږي