منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۴ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۰° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ځانمرګي بريد کې د وژل شوي مزدورکار معيوب زوی درمنلې ته اړتيا لري

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۰ کتنې

جلال اباد (پژواک، ١٩ غبرګولى ٩٥): د جلال اباد ښار د "بابړيانو" د دنګو بنګلو شا ته د يوه خټين کور په تورتم کوټه کې بوډۍ "سلطانه" د خپلو يتيمو لمسيانو او کونډې نګور د برخليک په اړه ویر کوي.

سلطانې ته يې له ځوانمرک زوی درې اولادونه پاتې دي چې کشر لمسی يې د پلار د مرګ په شپو ورځو کې د مور د اميندوارۍ پر مهال ډېرو ژړاګانو او ويرونو له امله معيوب زېږېدلی دی.

۵۸ کلنه سلطانه کيسه کوي: ((زوی مې مزدورکار و، د پوليسو کوم مرکز کې يې د څو ورځو لپاره د ګلکارۍ کار شوی و، د کار په درېيمه ورځ يې پر دغه مرکز بريد وشو او زوی مې په شهيد شو.))

د ۱۳۹۲ کال د تلې په ۲۰مه، په جلال اباد ښار کې د پوليسو د چټګ غبرګون قطعې مخې ته ځانمرګی بريد وشو چې دوه پوليس او دوه ملکي وګړي په کې ووژل شول او اوه کسان ټپيان شول.

سيمه ييزو چارواکو ويلي وو، چې په ټييانو کې ډير يې ملکي وګړي وو.

ستونزې او اقتصادي وضعيت:

د وژل شوي بوډۍ مور سلطانه وايي چې د زوی تر مرګ وروسته يې د فشار ناروغي پيدا کړې، همدا شان يې نګور هم په ذهني او د بډوډو پر ناروغۍ اخته شوې ده.

هغې زياته کړه: ((زه او کورنۍ مې دغه پېښه سخت دردولي يو، يو يتيم لمسی مې معيوب دی، اولادونه چې مې کور ته راشي خپه وي، درې کاله کېږي ما او کونډې نګور مې نوي جامې نه دي اغوستي.))

سلطانه درې نور زامن لري چې ټولو يې ودونه کړي او اولادونه لري؛ خو د کور ګټه وټه يې يوازې مشر زوی کوي.

هغې پژواک اژانس ته وويل: ((اصلاً کار نه پيدا کېږي، مشر زوی مې تجربوي ښوونځي کې ښوونکی دی هماغه معاش ته ناست يو.))

نوموړې د يوې پوښتنې په ځواب کې چې حکومت درسره تر اوسه مرسته کړې؟ وويل: ((حکومت مې ۱۵۰۰ افغانۍ قرضداره دی، د پوليسو په هغه مرکز کې مې زوی درې ورځې کار کړی و او پيسې يې نه وې ورکړې.))

د ځوانيمرګ ګل اغا مشر ورور نوراقا د بوډۍ مور په څېر په ژړغوني غږ پژواک ته وويل: ((موږ درې پاتې يو، د وژل شوي ورور له يتيمانو سره د ۲۵ کسه کور ګټه وټه پر ما ده، زه ښوونکی يم نو په معاش به مې څه ګوزاره وشي.))

نوراقا وايي: ((زما يو يتیم وراره معيوب زېږېدلی دی، ښايي په درمنلې سره ښه شي، خو بې وسه يو ګنې دا مې ارمان دی چې د دې وراره درمنله مې کړي وای.))

هغه زياته کړه چې په تېرو درېيو کلونو کې د ورور د شهادت د کتابچې لپاره ګرځي، خو تر اوسه ورته د حکومت لپاره ځانګړې شوې پيسې نه دي ورکړل شوې.

هيلې:

د ځوانيمرګ ګل اغا مشر زوی سمسور د څلورو کلونو په عمر دی، د هغه نه يادېږي چې پلار يې په څه ډول پېښه کې ولې او چا وواژه خو وايي :((زما دادا موږ سره خبرې نه کوي، ماسره يې غټ غټ عکسونه دي خو کور ته نه راځي.))

ښايي سمسور ته ويل شوي وي چې پلار يې مسافر دی؛ خو د دې ماشوم د دغو خبرو په وجه د کورنۍ د غړو د ژړا له امله د پژواک خبريال په دې تړاو نورې پوښتنې ونه کړې.

سمسور هيله لري چې ښوونځي ته  لاړ شي او د ده په وينا عسکر شي.

د هغه بل ورور فولاد د نږدې درېيو کلونو عمر لري؛ خو هغه د پژواک د کمرې په مخ کې خبرې ونه شوای کړای.

د دغو ماشومانو بوډۍ نيا بيا وايي: ((زما يو ارمان دی، چې دا لمسيان مې دومره شي چې د خپلې مور خدمت وکړي او همدا شان دومره پيسې راسره پيدا شي چې زما معيوب لمسي ته پرې درمنله وکړم.))

په دې کوچني، خټين او جبه زار کور کې د ماشومانو شمېر ډېر دی، نږدې ټول يې ښوونځي ته ځي او که څه هم په خورا فقر کې شپې سبا کوي؛ خو لويان يې يواځې دا هيله لري: "سوله غواړو چې د هيچا بچيان يتمان نه شي."

د ننګرهار د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمرى وايي، چې حکومت تل د وژل شويو سرتېرو کورنيو سره په مرستو کې ناغيړي کړې ده.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د جګړو د قربانيانو ملکي او نظامي کورنيو ته له ٩٢م کوډ څخه مرستې کېږي، خو دا يوه لانجمنه پروسه ده، چې ژر يې پروسه نه ترسره کېږي.

د نوموړي په وينا، پخوا په دې پروسه کې ستونزې ډېرې وې، خو اوس ولسمشر په کې شفافيت رامنځته کړى دى.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د يادې ځانګړې پېښې يادونه ونه کړه، خو ويې ويل چې حکومت د ټولو پېښو د قربانيانو له کورنيو سره د ولسمشر د ٩٢ م کوډ څخه مرستې کوي.

هغه پژواک ته وويل، چې حکومت همدومره وسه لري، چې يادې مرستې وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه