کندهار (پژواک، ٢٢ غبرګولى ٩٥): د روژې د مبارکې مياشتې له پيل سره سم په کندهار ښار کې د شپې له پلوه د رمضان کپ په نوم د کرکټ سيالۍ پيل شوې چې ليدو ته يې د ښار او ولسواليو زرګونه اوسېدونکي راځي.
د رمضان کپ په نوم د کرکټ دغه سيالۍ د کندهار ښار اړوند په عينو مېنه کې په دوو جلا جلا ميدانونو کې روانې دي چې په يوه ټورنمنټ کې ٤٠ او په بل کې ٣٢ لوبډلې برخه لري.
د کرکټ د دغو سياليو نندارچيان وايي دا د روژې په مبارکه مياشت کې د شپې له پلوه د هغوى لپاره په زړه پورې بوختيا او تفريح ده.
احمدولي د کندهار ښار د ميرويس مېنې اوسېدونکى دى، هغه هره شپه د تراويح له لمانځه وروسته له خپلو اولادونو سره يو ځاى د دغو لوبو نندارې ته راځي.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((که څه هم زما کور له عينو مېنې څخه لرې دى، خو بيا هم هره شپه له خپلو اولادونو سره يو ځاى د کرکټ لوبو د ليدو لپاره راځم او د پېشلمي تر وخته يې له نندارې خوند اخلم.))
هغه زياته کړه، دا د کندهار د اوسېدونکو لپاره چې د ورځې له پلوه يې په سخته ګرمي کې روژه نيولې وي، د شپې له پلوه يوه ښه بوختيا او تفريح ده.
د ده په خبره، د رمضان کپ په نوم د کرکټ دغه سيالۍ په دوو جلا جلا لوبغالو کې کېږي او دواړو لوبغالو کې د نندارچيانو هومره ګڼه ګوڼه وي چې لار نه کېږي.
دى زياتوي، کله د شپې له پلوه د کرکټ دغه سيالۍ ويني او د ځوانانو وړتياوو ته ګوري، نو زړه يې ډېر خوشحاله شي او په دې باوري شي چې همدا ځوانان چې اوس په سپېرو ميدانونو کې کرکټ کوي، يو وخت به په نړيوالو ميدانونو کې د نړۍ د نورو هېوادونو د کرکټ له لوبغاړو سره سيالۍ کوي او د خپل وطن نوم به روښانه کوي.
محمد حق د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکى دى او هره شپه له ځنډ پرته له خپلو ملګرو سره يو ځاى د کرکټ د شپنيو سياليو نندارې ته راځي.
دغه ځوان پژواک اژانس ته وويل، ډېر خوشحاله دى چې د تېر کال په څېر سږ کال هم د روژې په مياشت کې د شپې له پلوه د کرکټ لوبې پيل شوې او د ده په څېر زرګونو ځوانانو ته يې د ليدو موقع برابره شوې ده.
دى وايي: ((په کندهار کې ګرمي ډېره زياته ده او بيا په دغسې ګرمي کې د روژې نيول هم ډېر سخت دي، خو د کرکټ دغو سياليو له موږ څخه دغه تکليف هېر کړى، ځکه د ټولې ورځې ستړيا او ستوماني مو ورسره لرې شي.))
د نندارچيانو تر څنګ په خپله لوبغاړي هم ډېر خوشحاله دي چې د روژې په مبارکه مياشت کې ورته د لوبو کولو فرصت برابر شوى دى.
د سولې کرکټ لوبډلې يوه لوبغاړي جاوېد احمد پژواک خبري اژانس ته وويل: ((له روژې مخکې مو د جمعې په رخصتيو کې لوبې کولې، خو دا چې اوس روژه ده او ګرمي هم ډېره ده نو د ورځې له پلوه لوبې نه شي کولى، نو ځکه دا ډېره ښه ده چې دشپې له پلوه لوبې وکړو.))
هغه زياته کړه، د رمضان کپ سياليو په لړ کې دا فرصت برابر شوى چې د ښار او ولسواليو د کرکټ دلوبډلو تر منځ اړيکې جوړې شي، دغه راز لوبغاړي د يو بل پر وړاندې خپلې وړتياوې و ازمايي او په دې توګه خلکو ته هم د خوښۍ او سالمې بوختيا يوه موقع په لاس ورشي.
د رمضان کپ سياليو د هغو بې وزلو کسانو خوښي هم ډېره کړې چې په لاسونو او کراچيو کې خوراکي توکي، ميوه او مشروبات پلوري.
هغوى وايي، دا چې په زرګونو ځوانان د کرکټ لوبو نندارې ته راځي، له دوى خوراکي توکي اخلي او ډېره سودا يې کېږي.
سپين ږيرى تورجان کاکو په خپله کراچۍ کې يخې اوبه او نور مشروبات پلوري، دى وايي، که د روژې په راتلو يې د ورځې له خوا سودا نه کېږي، نو اوس يې بيا دشپې له خوا ډېره سودا کېږي او ښه پوره ګټه ورته پاتې کېږي.
نوموړى خوشحاله دى چې په دې توګه به هم روژه پرې ښه تېره شي او هم به د دې جوګه شي چې دا اختر خپلو اولادونو او مېرمنې ته نوې جامې وکړي.
د کندهار د کرکټ بورډ مسوولين وايي، د روژې له پيل سره د کندهار ښار په عينو مېنه کې د شپې له پلوه د رمضان کپ دوه ټورنمنټونه پيل شوي، چې د روژې مياشتې تر پايه به دوام ولري.
د يادې ادارې مسوول مسعود رحماني پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغو ټورنمنټونو له ډلې په يوه کې ٤٠ او په بل کې ٣٢ لوبډلې ګډون لري چې د کندهار ښار او ولسواليو دي.
نوموړى زياتوي، له تېرو پنځو کلونو راهيسې هره روژه د کرکټ دغه راز سيالۍ کېږي چې له يوه څخه بل کال ته يې ډېر پرمختګ کړى.
دى وايي، دا چې لوبډلې ډېرې وې او په يوه لوبغالي کې ټولو ته د لوبې کولو نوبت نه رسېده، نو ځکه په دوو جلا جلا ميدانونو کې تر سره کېږي، څو هره لوبډله د لوبې کولو چانس تر لاسه کړي.
ده وويل، د رمضان کپ په نوم دغه سيالۍ شخصي دي او لګښت يې په خپله د لوبغاړو له خوا ورکول کېږي، څو دشپې له پلوه د ميدانونو د رڼا کولو لپاره پرې جنراتور او تېل چمتو کړي.
دى وايي، د کرکټ دواړو لوبغالو ته د لوبو د نندارې لپاره زرګونه کسان راځي او تر دې مهاله په ښه توګه روانې دي.
د رحماني په وينا، په دې وروستيو کې په کندهار کې له کرکټ سره د خلکو مينه ډېره شوې، له همدې امله يې د پخوا په پرتله ډېره وده هم کړې ده.
ده وويل، که څه هم تر دې مهاله لوبغاړي په سپېرو ميدانونو کې د کرکټ لوبې کوي، خو له دې وروسته به په يوه معياري او شين لوبغالي کې لوبېږي چې اوس يې د رغولو چارې روانې دي.
د کرکټ دغه لوبغالى په ٤٠ جريبه ځمکه کې د هندوستان هېواد په يو ميليون ډالر مرسته جوړېږي، چې په يوه وخت به په کې ١٥ زره نندارچيان ځاى شي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










