منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۵ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د غزني ګيلان کې د دوو ښوونځيو زده کوونکو ته دوه ښوونکي درس ورکوي

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۰۲ کتنې

غزني ښار(پژواک،٢٢غبرګولى۹۵): د غزني د ګيلان ولسوالۍ په دوو دولتي ښوونځيو کې څه د پاسه شپږ سوه زده کوونکو ته د دوو ښوونکو لخوا زده کړې ورکول کيږي.

د غزني ولايت د ګيلان ولسوالۍ د شينګۍ په سيمه کې څه د پاسه پنځه سوه هلکانو او شاوخوا سلو نجونو ته په دوو بېلابېلو ښوونځيو کې يواځې د دوو ښوونکو لخوا زده کړې ورکول کيږي.

د شينګۍ د لومړني ښوونځي ښوونکي محمد پذير پژواک خبري اژانس ته وويل چې په يواځې ځان څه د پاسه پنځه سوه زده کوونکو ته زده کړې ورکوي.

هغه وايي چې په ټول ښوونځي کې يواځې درې جلده درسې کتابونه لري چې ټول زده کوونکي ترې ګټه پورته کوي.

پذير وويل: (( ځکه دلته يواځې يم چې د پوهنې رياست زموږ نور بستونه ګرځولي او نورو سيمو ته يې ورکړي دي.))

ده  زياته کړه چې کله نا کله پوليس يې ښوونځي ته ورځي او د زده کړو په بهير کې ورسره مرسته کوي.

هغه وايي: (( کله سيمه ييز پوليس او کله هم ملي پوليس مکتب ته راځي بيا هغوى هم شاګردانو ته درس وايي.))

د پذير په وينا، دغه ښوونځى مدير، مرستيال، سرښوونکى او نور اداري کارکوونکي هم نه لري او ټولې چارې يې دى په يواځې ځان پرمخ وړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې سيمه کې دغه ښوونځى د خلکو لخوا جوړ شوى او د پوهنې رياست تر اوسه په دې برخه کې کوم اقدام نه دى کړى.

ده وويل چې ياده ستونزه يې څو ځلې د غزني ولايت د پوهنې له رياست سره شريکه کړې خو تراوسه يې مثبت ځواب نه دى ترلاسه کړى.

د همدې لېسې د څلورم ټولګي زده کوونکي سعدالله پژواک ته وويل چې په ټول ښوونځي کې يو ښوونکى او درې جلده کتابونه لري.

هغه وايي: (( ماته مې کور کې پلار درس وايي خو ښوونځي ته مو کله کله پوليس هم راځې بيا هغوى هم موږ ته درس وايي.))

سعدالله له اړوندو چارواکو غوښتنه وکړه چې د دوى د ښوونځي ټولې ستونزې هوارې کړي.

دغه راز د شينکۍ سيمې په جومات کې د يو بل ښوونکي له لوري څه د پاسه سلو نجونو ته زده کړې ورکول کيږي.

د دې ښوونځي يواځني ښوونکي انعام الله پژواک ته وويل چې په يواځې ځان د جومات په انګړ کې څه د پاسه سلو نجونو ته زده کړې ورکوي.

هغه وايي چې دا يو دولتي ښوونځى دى او اوسمهال تر درېيم ټولګي پورې زده کوونکي لري.

خو انعام الله وايي: (( هېڅ درسي مواد نه لرو، کتابونه نشته، ښوونکي نشته، نه مو تراوسه چا پوښتنه کړې چې دلته هم يو ښوونځی شته او کنه؟))

ده هم د پوهنې پر اړوند چارواکو غږ وکړ چې د ګيلان ولسوالۍ د شينکۍ سيمې ښوونځيو ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي.

د همدې ښوونځي د درېيم ټولګي زده کوونکې بصيرې پژواک ته وويل چې په ډيره ليوالتيا ښوونځي ته راځي، خو په ښوونځي کې يې ښوونکي او درسي کتابونه نشته.

بصيره وايي: (( زه غواړم درس ووايم ډاکټره شم، غواړم هېواد مو جوړ شي خو کتابونه نه لرم، قلم او کتابچه هم نه لرم، دا مشکل به تر کله وي زه غواړم زموږ دغه ستونزې هوارې شي.))

د شينکۍ د سيمې اوسېدونکي حاجي رحيم الله پژواک ته وويل چې د غزني د پوهنې رياست د ګيلان ولسوالۍ د ښوونکو ډير بستونه ګرځولي او نورو سيمو ته يې ورکړي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه ولسوالۍ په ټوليزه توګه د ښوونکو شاوخوا څلوېښت بستونه لري، خو اوسمهال يواځې ١٦ ښوونکي په کې دنده ترسره کوي.

د هغه په وينا، سره له دې چې په دې ولسوالۍ کې د نجونو ښوونځي شتون لري، خو د زده کړو په موخه ځينې نجونې جاغوري ولسوالۍ ته ورځي.

 هغه زياته کړه: (( د پوهنې رياست زموږ له ولسوالۍ سره هېڅ هم نه دي کړي، بلکې ډير لوى ظلم يې کړى، تاسو باور وکړئ چې تر اوسه موږ د دې ولسوالۍ د پوهنې مدير په سترګو نه دى ليدلى.))

حاجي رحيم الله وايي چې په دغه ولسوالۍ کې د ښوونکو د کمښت ترڅنګ د درسي توکو او ښوونځيو په برخو کې هم ستونزې لري چې د حل لپاره يې بايد اړين اقدامات وشي.

دغه راز د ګيلان ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال لطف الله کامران هم پژواک ته وويل چې دغه ولسوالۍ د پوهنې په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ ده.

ده وويل: (( دلته په مکتبونو کې استادان ډير کم دي، زه کله نا کله مکتبونو ته پوليس استوم ترڅو شاګردانو ته زده کړې ورکړي.))

کامران زياتوي: (( زه يې د امنيت ساتنه کوم دپوهنې رياست دې راشي او دلته دې ښوونکي او زده کوونکو ته درسې مواد ورسوي ، هېڅ ستونزه نشته دا د پوهنې رياست هسې بهاني کوي.))

د غزني د پوهنې رييس محمد عابد عابد هم د ګيلان ولسوالۍ د پوهنې د برخې ستونزې مني.

هغه وويل چې له يادې ولسوالۍ څخه ١٩ بستونه په خدمتي ډول ګرځول شوي وو چې اوس يې  بېرته پر ګومارنې کار روان دى.

عابد وايي: (( کتابونه تر اوسه ماته هم نه دي رسيدلي، کله چې ورسيږي زه يې حتمن ګيلان ولسوالۍ ته ورکوم.))

د هغه په وينا، د دې ولسوالۍ د پوهنې د برخې ټولې ستونزې يې په پام کې دي او ډير ژر به يې د حل لپاره اړين اقدامات وکړي.

هغه هم دا وويل چې په نږدې ورځو کې به د ګيلان ولسوالۍ د پوهنې مدير هم پر دنده وګوماري.

په غزني کې دا مهال ټولټال شپږ سوه ښوونځي دي چې له دې شمېرې څخه نيمايي  يې ودانۍ نه لري او ١٦ ښوونځي يې د نا امنۍ له امله تړل شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه