منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۳ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کونړ پر سيند دې د زر ميګاواټه برېښنا بند جوړ شي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۳ کتنې

اسعد اباد (پژواک، ٢٢ غبرګولى ٩٥): د کونړ ولايت اوسېدونکي په هرات ولايت کې د سلما بند پر جوړولو خوښ  دي، خو له حکومته غواړي چې د کونړ پر سيند دې هم د برېښنا بند جوړ کړي.

د سلما بند چې په هرات ولايت کې جوړ شوى، تېره اونۍ د ولسمشر اشرف غني او د هند د لومړي وزير نريندرا مودي لخوا پرانيستل شو.

د کونړ د مرورې ولسوالۍ اوسېدونکی محمد شعيب غروال وايي، په کونړ ولايت کې پرېمانه اوبه شته، خو ځمکې يې شاړې دي او خلک يې په تياره کې ژوند کوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل  چې ددې ترڅنګ هر کال په کونړ سيند کې د سيلابونو له امله خلکو ته درانه مالي او ځاني زيانونه هم اوړي.

نوموړي له حکومت څخه په جدي توګه وغوښتل چې د کونړ پر لوى سيند چې ټول کال په کې ښې پرېمان اوبه روانې وي، د برېښنا بندونه جوړ کړي.

د قذافي مل په نامه ددې ولايت يو بل اوسېدونکي هم پژواک ته وويل چې له کلونو راهييسې ورسره د بندونو د جوړولو ژمنې شوې دي، خو عملي کېږي نه.

د هغه په وينا، د وارداتي برېښنا پر ځاى دې پر کونړ سيند بندونه جوړ شي، دلته دومره برېښنا توليدولى شي چې افغانستان يې پر نورو هېوادونو هم پلورلى شي.

د دې ولايت يو تن ديني عالم مولوي برهان الدين وايي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې دوه ځلې ژمنې ورسره وشوې، خو هېڅکله عملي نه شوې.

نوموړي له ولسمشر اشرف غني څخه وغوښتل، لکه څرنګه چې په نورو ولايتونو کې يې د اوبو او برېښنا بندونه جوړ کړي، پر کونړ سيند دې هم جوړ کړي.

د اسمار ولسوالۍ اوسېدونکى يار ملا خان وايي، د کونړ پر سيند د برېښنا بند جوړېدل يواځې د کونړيانو لپاره نه، بلکې د ټول هېواد په ګټه دى، دومره برېښنا توليدوي، چې د ختيځو ولايتونو ترڅنګ نورو ولايتونو ته هم برېښنا ورکولى شي.

د کونړ د برېښنا رييس عبدالله ولي پژواک اژانس ته وويل چې لس کاله پخوا يې د کونړ پر لوی سيند د دوه برېښنا بندونو سروې کړې او اسناد يې هم بشپړ شوي دي.

د هغه په وينا، يو بند د څاګي په سيمه کې د درې سوه (۳۰۰) ميګاواټه او دويم يې د اسمار ولسوالۍ اړوند د شال په سيمه کې د اوه سوه شپږ نوي (۷۹۶)ميګاواټه په ظرفيت  سروې شوي.

نوموړى وايي، د دې دواړو بندونو سروې بشپړه او ټول اسناد يې د ډيزاين لپاره د برېښنا وزارت د پلان رياست ته لېږل شوي ،خو وزارت هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

د کونړ د برېښنا رييس وويل، چې  مرکز  (کابل ) کونړ د ته د ورکړل شوې انتقالي برېښنا لپاره د لاين غځېددوه سروې هم کړې دي او هرڅه يې تکميل شوي خو تر اوسه پورې د وزارت لخوا کونړ ته د انتقالي برېښنا کار نه دی پيل شوی.

عبدالله ولي له دولت څخه وغوښتل چې د برېښنا په اړه د کونړ خلک  ناهيلي نه کړي.

د کونړ والي وحيدالله کليمزی وايي،  د کونړ ولسونه  د برېښنا له  نشتوالي په داسې حال کې ځوريږي چې دلته څپاند سيند بهېږي.

نوموړي زياته کړه، چې د پېچ درې پر سيند د يوه وړوکي برېښنا بند د جوړولو چارې روانې دي چې ٢،١ ميګاواټه برېښنا به توليد کړي .

د هغه په وينا، له دې څخه به د وټه پور او ماڼوګي ولسواليو د برېښنا ستونزې هوارې شي.

کليمزي وويل، چې د ولايت په مرکز اسعد اباد کې د پخواني ولسمشر  سردار محمد داوود خان د واکمنۍ پرمهال د شاوخوا ٩٠٠ کيلوواټه  په ظرفيت وړوکی برېښنا کوټ جوړ شوى، خو اوس يې ماشينونه استهلاک شوي دي.

د يادونې  ده چې ولسمشر د سلما بند پرانيستلو پر مهال ژمنه کړې  چې په نږدې راتلونکي کې به د کمال خان او کجکي   بندونو کار هم پيل شي او تر هغه وروسته به د کونړ پر سيند هم لوى بند جوړ کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه