Language

مينه انتظار د خپلې وژل شوې خور په قضيه کې له ولسمشره عدل او انصاف غواړي

کندهار (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۹۵): د کندهار ښار اوسېدونکې ليکواله او شاعره مينه انتظار وايي، خور يې په ډېر وحشت وژل شوې او د هغوى له کورنۍ سره لوى ظلم شوى، په همدې بنسټ له دولتي مسوولينو د عدل او انصاف غوښتونکې ده.

دا وايي، د خپلې خور د وژلو په قضيه کې يې د انصاف او عدل د پلې کېدو لپاره خپل غږ پورته کړى خو ځينۍ کړۍ غواړي په يوه او بل نوم د هغې د عدالت غوښتنې هڅې له خنډ سره مخ کړي او غږ يې خپ کړي.

د دې په خبره، په دې وروستيو کې ورته ډېر ګواښونه کېږي او خپل ژوند مصئون نه ګڼي، خو اوس اړه شوې پر ولسشمر غږ وکړي او له هغه د عدل او انصاف غوښتنه وکړي.

نوموړې دغه څرګندونې له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغې زياته کړه: ((ځوانه خور مې په ډېرې بې رحمۍ ووژل شوه، د دې پر ځاى چې زموږ له کورنۍ سره عدل او انصاف وشي، دې قضيې ته نور رنګونه ورکول شول او په کورنۍ پورې مو ډول ډول تورونه پورې شول.))

د دې په خبره، خور يې ليلا د کندهار ښار د شهيد عبدالطيف ليسې د يوولسم ټولګي زده کوونکې وه چې د روان ١٣٩٥ کال د غويي مياشتې په ٢٢مه د ښوونځي په نيت له کوره ووته او بيا راستنه نه شوه.

دا وايي، د خپلې خور لټون يې پيل کړ چې په دې لړ کې يوه کس دوى ته د ټليفون يوه شمېره ورکړه چې ګواکې دا ليلا ده، خو کله چې هغوى له دې شمېرې سره اړيکه ونيوله، شمېره د کندهار د امنيې قومندانۍ له جنايي څانګې سره وه.

دې وويل، جنايي څانګې د همدې شمېرې له لارې هغوى ته وويل چې ليلا وژل شوې او جسد يې په ميرويس روغتون کې دى.

د انتظار په خبره، امنيې قومندانۍ ورته ويلي چې د دې د خور جسد د غويي په ٢٦مه د ډنډ ولسوالۍ ابراهيم خليفه بابا زيارت ته څېرمه د رېګو په سيمه کې د پوليسو له خوا موندل شوى او بيا ميرويس روغتون ته لېږدول شوى دى.

دا وايي، د خور جسد يې هومره خراب شوى و چې له پېژندلو وتلى و، ځکه حېواناتو يې د وجود غوښې خوړلې وې، خو دا چې د هغې له جسد سره د يوولسم ټولګي د کتابونو بکسه او د تذکرې څو عکسونه موندل شوي وو، نو هغوى پوه شول چې دا ليلا ده.

مينې انتظار وويل: ((له دې وروسته مې په قومندانۍ کې د خپلې خور د وژنې د قضيې د څېړلو په موخه رسمي عريضه وکړه، هغوى ته مو د يوې مېرمنې په ګډون ٦ تنه په نښه کړل چې د ليلى د وژلو شک پرې کېده او په اړه يې ځينې شواهد هم موجود وو، په دغو کسانو کې هغه کس هم شامل و چې موږ ته يې د ليلا شمېره راکړې وه.))

د دې په خبره، امنيې قومندانۍ د يادو شوو کسانو له ډلې يوازې پنځه تنه يې نيولي، خو هغه مهم مشکوک کس يې نه دى نيولى چې د ملي امنيت په اداره کې کار کوي.

login or register a new account.