منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۴ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“اوښکې مې وچې شوې وې او د خپلو زامنو د خښولو توان مې نه درلود”

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

هرات (پژواک، ٢٥ غبرګولى ٩٥): يو پلار چې خپل دوه زامن  يې په يوه چاودنه کې له لاسه ورکړي او په سخت اقتصادي حالت کې دى، وايي چې له کورنۍ سره يې هيڅ مرسته نه ده شوې.

 په افغانستان کې د تېرو کلونو راهيسې له جګړې وروسته ماين ستره پديده ده، چې په افغانستان کې يې له امله ډېر خلک قرباني کېږي.

 د هرات د کسهان ولسوالۍ د اسلام کلا ښارګوټي اويا کلن عبدالخالق هم د هغو کسانو له ډلې څخه دى، چې خپل دوه زامن يې د يوه ماين په چاودنه کې له لاسه ورکړي دي.

نوموړي له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل، چې شپږ کاله وړاندې يې په دغه ولسوالۍ کې د ځاى پر ځاى شوي ماين له امله خپل دوه ځامن له لاسه ورکړل.

 هغه زياته کړه، چې دغو دوو زامنو يې ١٣ او ١٤ کاله عمرونه درلودل.

 نوموړي په داسې حال کې، چې خپلې اوښکې يې په دسمال سره پاکولې او ستونى يې ناست او سمې خبرې يې هم نه شواى کولې، زياته کړه چې زامن يې د کهسان ولسولاۍ جوى نو سيمې په باغ کې له خپلو ملګرو سره ناست و او خبرې يې کولې، چې پر يوه ماين باندې ناست و.

عبدالخالق وويل: "دواړه زامن مې په ماين ناست و، چې ماين ورباندې چاودونه وکړه او زامن مې مړه شول او دوه نور ملګري يې ټپيان شول."

 هغه زياته کړه، چې د خپلو دوه زامنو د وژل کېدو له خبر سره يې په سترګو کې اوښکې وچې شوې وې او د هغوى د دفن کولو وړتيا يې نه درلوده.

 عبدالخالق زياته کړه، چې له هغه مهال راهيسې له دوى سره هيچا هم مرسته نه ده کړې، يوازې ماين پاکوونکو يې سيمه له ماينونو پاکه کړې ده.

 هغه زياته کړه: "زه پټي کرم، په ډېره ستونزو سره يواځې د کور خرچه پيدا کوم، که دوه زامن مې وى، کېداى شواى دومره ستونزه به مې نه لرلې.

 هغه له حکومت وغوښتل، چې د هغه  د اقتصادي ستونزو د حل لپاره له هغه سره مرسته وکړي.

 دغه راز غلام فاروق په هرات کې  د جګړې د قربانيانو يو بل کس دى، چې د طالبانو له لوري د يوه ځاى پر ځاى شوي ماين له امله خپل ٢١ کلن زوى له لاسه ورکړى دى.

 هغه وويل: "زوى مې د هلمند له سنګين ولسوالۍ څخه د هرات خوا ته راته، د سړک غاړې ماين يې موټر ته چاودنه ورکړه او سليمان مړ شو."

 هغه زياته کړه، چې د زوى له واده يې دوه کاله نه و تېر شوي، چې د زړه ټوټه يې په زرګونو هيلو او ارمانونو سره خاورو ته وسپاره.

 غلام فاروق چې په مخ کې يې اندېښنه او غم له ورايه ښکارېده، وويل چې دغه پېښه درې کاله وړاندې رامنځته شوې او اوسمهال يې لمسى څلور کلن دى او د پلار له سيوري پرته د خپل ماشومتوب دوران تېروي.

 ورته مهال د هرات په اسلام کلا ښارګوټي کې قومي مشر حاجي عبدالحکيم پژواک ته وويل، چې د کهسان ولسوالۍ ډېر اوسېدونکي د ماينونو قرباني شوي دي.

 هغه زياته کړه، چې په تېرو ١٤ کلونو کې د کهسان ولسوالۍ ډېر شمېر اوسېدونکي د ځاى پر ځاى شوو ماينونو موخه ګرځېدلي دي.

 عبدالحکيم وويل: "کله چې طالبان ولسوالۍ ته راځي، ډېر زيانونه اړوي، کله چې له سيمې ځي نو بيا امنيتي ځواکونو راځي؛ په حقيقت کې حکومت دې ته هيڅ پام نه کوي چې د ولسواليو اوسېدونکي په څه وضعيت کې شتون لري."

 ورته مهال د هرات امنيه قوماندانۍ وياند عپدالرووف احمدي د ځاى پر ځاى شوو ماينونو شتون مني او پژواک ته يې په دې اړه وويل چې د جګړې په دريو لسيزو کې د ماينونو کېښودل هم د حکومت له لوري او هم د مخالفينو له لوري په رواج بدل شوي و، چې له امله يې زرګونه هېوادوال قرباني او معلول شوي دي.

 نوموړي له تېرو شپږو کلونو پخوا د ماين چاودنو د قربانيانو په اړه بې خبري څرګنده کړه، خو په تېر کال کې د ماينونو چاودونې د قربانيانو په اړه يې وويل: "په تېر کال کې له موږ سره د ماينونو د چاودنې لس پېښې ثبت شوې چې د پنځوسو کسانو ژوند يې اخيستى. اوس هم د هرات په ولسواليو کې د مخالفينو له لوري د ماينونو ځاى پر ځاى کول او د هاوان مرمۍ شتون لري. چې سږ کال په ګلران او اوبه ولسواليو کې د ماين او هاوان مرمۍ دوه سختو چاودونو په پايله کې له لسو د زياتو ماشومانو ژوند واخيست."

 عبدالرووف احمدي دغه راز زياته کړه، چې په ١٣٩٤ لمريز کال کې يې له لويو لارو او ولسواليو څخه له سلو زيات ماينونه کشف او له منځه وړي دي."

 احمدي څرګنده کړه، چې د روان کال له پايله تر اوسه يې د طالبانو له لوري څلور ځاى پر ځاى شوي ماينونه کشف او له منځه وړي دي.

احمدي زياته کړه، که څه هم د ماين پاکونې موسسې (اومر) د افغان حکومت په مرسته د هغو سيمو د پاکولو لپاره هڅه کړې، خو دا هلې ځلې کفايت نه کوي او په هرات ولايت کې د يادې موسسې ډېرو همکاريو ته اړتيا ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه