منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۵ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د نيمروز سلګونه ځوانان له لوړو زده کړو محروم دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۳ کتنې

زرنج (پژواک، ٢٥ غبرګولى ٩٥): په نيمروز کې د دولتي پوهنتون نشتوالى د دې سبب شوى چې د دغه ولايت ګڼ ځوانان له لوړو زده کړو بې برخې شي.

خالد د نيمروز ولايت هغه ځوان دى چې د دوولسم ټولګي له فراغت وروسته نه دى توانېدلى چې لوړې زده کړې وکړي.

هغه وويل: ((زما په څېر د دغه ولايت سلګونه ځوانان د دوولسم ټولګي له فراغت وروسته د کمزوري اقتصاد په سبب نه دي توانېدلي چې لوړو زده کړو ته دوام ورکړي، دا چې په دولتي او غير دولتي ادارو کې دوولسم پاس ته ډېر کم د کار امکانات شته، نو سخت ځورېږي.))

د دغه ولايت د دوولسم ټولګې يوې بلې فارغې زرغونې چې غواړي دارالمعلمين ته شامله شي، پژواک ته وويل: ((په نيمروز کې له دې کوم بل لوړ تحصيلي بنسټ نشته، مالي وضعيت مې هم ښه نه دى چې نورو ولايتونو ته د زده کړو د دوام لپاره لاړه شم، غواړم چې دارالمعلمين ووايم.))

هغه زياته کړه، يو شمېر نجونې چې له ١٢ ټولګي نه فارغېږي، د کاري او تحصيلي فرصتونو د نشتوالي په سبب اوس مهال په کور ناستې دي.

په نيمروز ولايت کې په خصوصي پوهنتونونو کې د  لوړو زده کړو ترسره کول زيات لګښت غواړي.

د نيمروز په مرکز زرنج ښار کې د يواځېني خصوصي پوهنتون محصل عبدالغفار پژواک ته وويل چې د هر سمستر پر سر پوهنتون ته ٢٤ زره افغانۍ ورکوي چې دا ورته ډېرې ګرانې تمامېږي.

هغه له حکومته وغوښتل چې په نيمروز کې د دولتي پوهنتون په جوړولو سره لسګونه ځوانان له بې برخليکه حالت نه وژغوري.

د نيمروز د پوهنې رياست تخنيکي او مسلکي مسوول عبدالهادي بيدار د دې پخلى وکړ چې د دولتي پوهنتون د نشتوالي په سبب ځوانان اړ کېږي چې د دولسم ټولګي له پاى ته رسولو وروسته وزګار پاتې شي.

هغه زياته کړه چې ګڼ ځوانان د زده کړو د دوام لېوال دي، خو نورو ولايتونو ته د تګ توان نه لري، ددې ترڅنګ د لارو په اوږدو کې امنيتي مسايل ددې سبب شوي چې ډېر کم شمېر ځوانان د تحصيل د دوام لپاره نورو ولايتونو ته ولاړ شي.

بيدار وويل چې د پوهنتون منظوري يې اخيستې، خو دا موضوع د بوديجې د نشتوالي په سبب ځنډېدلې ده.

په ورته وخت کې د نيمروز د پوهنې رياست د پلان مدير عتيق الله نورزاد هم وويل، ټاکل شوې وه چې د روان کال په لومړيو کې پوهنتون جوړ شي، خو د بوديجې او بهرنيو مرستو د نشتوالي په سبب په نيمروز کې د دولتي پوهنتون د جوړېدو کار وځنډېد.

هغه وويل چې  د پوهنې رياست دا ستونزه څو ځله  په مرکز او ولايت کې له اړوندو چارواکو سره شريک کړې چې هر ځل د يوه پوهنتون د جوړېدو په باب ورسره په دې ولايت کې د پوهنتون جوړېدو ژمنې شوې دي.

د ويلو ده چې په نيمروز ولايت کې ١٥٧ليسې، لومړني او منځني ښوونځي، يو انستيتيوت، يو دار المعلمين او يو خصوصي پوهنتون شته او هر کال په دې ولايت کې له دوولسم ټولګي څه باندې زر کسان فارغېږي چې  له څلورو سوو کم يې د نورو ولايتونو پوهنتونونو ته لار پيدا کوي.

نيمروز د افغانستان په سويل لوديځ کې پروت درېيمه درجه ولايت دى چې ستر سرحدي ولايت ګڼل کېږي او د وروستيو شمېرو له مخې يې د وګړو شمېره ١٤٩٠٠تنه اټکل شوې ده.

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه