کابل (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۹۵): د کليو د پراختيا وزارت د ١٥٠٠ پروژو په پلې کولو سره ۷۶زره کسانو ته کاري فرصتونه برابروي او د فوايد عامې وزارت څه باندې ٤٠٠٠ کيلومتره سړک جوړوي.
د کليو د پراختيا، فوايد عامې او ښار جوړولو وزارتونو ويندويانو نن په کابل کې ګډه خبري ناسته لرله.
د کليو د پراختيا وزارت وياند اکبر رستمي وويل چې د کارموندنې د ملي پروګرام په دويم پړاو کې به په هرات، باميانو، بادغيس، غور او فراه ولايتونو کې ٦٩٥.٦ ميليونو افغانيو په لګښت۱۵۰۰ پراختيايي پروژې پلې شي.
هغه وويل چې د سړکونو، پلونو، پلچکونو، کانالونو او استينادي دېوالونو جوړول او بيارغول په يادو پروژو کې شامل دي.
ده زياته کړه چې د دې پروژو کار راتلونکې شنبې پيلېږي او د پلي کېدو پر مهال به يې په ۳۷۰۰ کليو کې څه باندې ۷۶ زره کسانو ته لنډمهال او منځ مهال کاري فرصتونه برابر شي.
ده ونه ويل چې د دغو پروژو کار به کله بشپړ شي.
د رستمي د معلوماتو له مخې، د کارموندنې د ملي برنامې په لومړي پړاو کې چې تېر کال د مرغومي په مياشت کې پيل او په شپږو مياشتو کې بشپړ شو، د ۲،۵ ميليون امريکايي ډالرو په لګښت څلور زره ټولګټې پروژې بشپړې شوې او له دې لارې ۲۳۵ زره کسانو ته کاري فرصتونه برابر شوي وو.
د فوايد عامې وزارت وياند مهدي روحاني وويل چې دغه وزارت به په روان کال کې د ۵۲۴ ميليون امريکايي ډالرو په لګښت ۴۱۸۳ کيلومتره سړک او ۲۱۱۴ متره پلونه په پاخه ډول جوړ شي .
د ده د معلوماتو له مخې، د فوايد عامې وزارت په تېرو ۱۴ کلونو کې ۲۴ زره کيلومتره سړکونه جوړ او بيا رغولي چې ۱۰۰۰ کيلومتره يې پاخه او پاتې يې خامه سړکونه دي چې کريړ اچول شوى دى .
د ده په وينا، ياد وزارت په تېرو ١٤ کلونو کې لس زره متره پلونه او ۱۲۰ زره متره پلچکونه جوړ کړي.
دغه راز د ښار جوړونې وزارت وياندې نفيسه رحمتي په دې ناسته کې وويل چې د باميانو ولايت په مرکز کې څه موده مخکې د يو فرهنګي مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
هغه وايي چې د دغه مرکز د جوړولو چارې روانې دي.
رحمتي زياتوي چې دغه مرکز د سوېلي کوريا په ۵،۵ ميليونه امريکايي ډالره مرسته د ملګرو ملتونو د علمي او فرهنګي ادارې (يونسکو) له خوا جوړېږي او کار به يې په ٢٤ مياشتو کې بشپړ شي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په ياد مرکز کې يو نندارتون، ادېتوريم، چای خونې، درسي ټولګي او هټۍ هم جوړېږي.
هغې زياته کړه چې د دې مرکز تفريحي پارک به د ښار جوړونې وزارت په ۱،۵ ميليون ډالره لګښت جوړ شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










