منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۴ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د سړکونو د ساتنې، تمويل او مديريت د ښه والي لپاره طرحه جوړه شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۳ کتنې

کابل (پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٥): د فوايد عامې وزارت د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې په مرسته د سړکونو د ساتنې، تمويل او مديريت د ښه والي لپاره يوه طرحه جوړه کړې ده.

د امريکا له نړيوالې پراختيايي ادارې څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې طرحې له مخې به درې نوې ادارې (د سړکونو اداره، د سړکونو بوديجه او د ترانسپورټ اداره) رامنځ ته شي، چې د سړکونو د حق العبور د اغېزمنتيا او حساب ورکولو د غښتلي کولو او هم د سړکونو د ساتنې او مراقبت په برخه کې مرستندوى ثابت شي.

سرچينه کاږي، له دې طرحې څخه موخه دا ده چې د نړيوالو ښو معيارونو پربنسټ به د سړکونو د ساتنې او مراقبت مديريت او مالي تامين له دولتي سکتور څخه بهر او هغه به يوه ځان ملاتړ سوداګريز سيستم بدل شي.

سرچينه زياتو، د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمدضياء مسعود، د افغانستان حکومت د پنځو وزارتونو (مالیې، عدلیې، فوايد عامې، ښار جوړونې او ترانسپورټ) استازو او يو شمېر نورو دولتي ادارو د افغانستان د سړکونو سکتور مديريت لپاره په رسمي توګه د درېيو نويو ادارو د رامنځ ته کېدو ملاتړ کړى دى.

د خبرپاڼې په حواله، د دغو ادارو جوړېدو وړاندیز او ملاتړپاڼه به ولسمشر ته د ارزونې او تصویب لپاره ولېږدول شي. دغه طرحه د امریکا نړیوالې پراختیایې ادارې (USAID) د سړکونو سکتور پایښت پروګرام (RSSP) په مرسته د فوايد عامې وزارت له خوا چمتو شوې ده.

د فوايد عامې وزير محمود بلیغ په دې اړه ويلي: «دغه بنسټیز سمون به د افغانستان سړکونو سکتور د پروژو ډیزاین، ودانۍ، ساتنې او بوديجې په برخو کې د پایښت پر لوري بوځي.»

د امریکا نړیوالې پراختیایې ادارې (USAID) ماموریت ريیس هربي سمیت ويلي: «دا د افغانستان د سړکونو ساتنې او تمویل لپاره د یوه باثباته سیستم جوړېدو پر لوري یو لوی ګام دی.»

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه