منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۸ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ملي اردو يو معیوب بې کوره سرتېری سرپناه غواړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۴ کتنې

هرات (پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٥): د ملي اردو يو سرتېرى چې له تېرو شپږو کلونو راهيسې د مرګ او ژوند تر منځ دی، له حکومته د مرستې غوښته کوي.

نعمت الله فرهادي چې د هرات په شينډنډ هوايي ډګر کې د ملي اردو د سرتېري په توګه دنده ترسره کوله، شپږ کاله وړاندې د يو لړ پوځي عملياتو په ترڅ کې يې د ملا برخه کې نخاع شوکي زيان لیدلی دی.

نخاع شوکي سپين رنګه رګ ته ورته شی دی چې د ٤٥ سانتي مترو  په شاوخوا اوږدوالي سره او انسان د ملا په برخه کې دی.

ياد سرتېرى چې درې کاله د ملي اردو په ليکو کې دنده ترسره کړې، اوسمهال له مرګ او ژوند سره لاس او ګرېوان دى.

فرهادي چې له تېرې يوې اونۍ راهيسې د هرات په حوزوي روغتون او سره صليب کې بستر دى، له شپږو کلونو درد او رنځ زغملو وروسته اوسمهال رسنيو ته لمن نيولې، څو خپل غږ د چارواکو تر غوږونو پورې ورسوي.

د ملي اردو ياد سرتېري وويل چې شپږ کاله وړاندې له خپلو ملګرو سره يو ځاى د پوځي  عملياتو ترسره کولو په موخه د شينډنډ ولسوالۍ زيرکوه سيمې ته روان و، چې د لارې په اوږدو کې د دوى موټر د وسلوالو مخالفينو د راکټ موخه وګرځېد.

هغه زياته کړه چې د راکټ له لګېدو وروسته نوموړى د درې داخل ته غورځول شوى و او دغه پېښه د هغه د نخاغ شوکي د پرېدو لامل شوه.

نوموړي وويل: "له دې پېښې وروسته د کابل څلورسوه بستريز روغتون کې بستري شوم او له هغه ځايه د ملا عملياتو په موخه ايران هېواد ته د سره صليب له لوري ولېږدول شوم، خو تر اوسه پورې روغ شوى نه يم."

ياد سرتېري پژواک ته وويل چې د ملا له جراحي عملياتو وروسته پنځه کاله په ايران هېواد کې بستر و.

د ملي اردو د ياد سرتېري په وينا، اروپايي هېوادونو ته د کډوالو له تګ سره هغه د خپلې درملنې په موخه خپله ټوله شتمني او مال وپلورل او يوازې له خپلې مور سره له قاچاقي لارې المان هېواد ته کډه شو.

خو د هغه په وينا، الماني ډاکټرانو ورته ويلي چې د ده ناروغي د درملنې وړ نه ده او ځواب يې ورته ورکړى دى.

فرهادي وويل، د الماني ډاکټرانو له ځواب وروسته بېرته خپل هېواد ته راستون شو چې په پايله کې تېره يکشنبه د هرات په حوزوي روغتون کې بستر شوى او له هغه وروسته د دغه ولايت سره صليب ته لېږدول شوى دى.

هغه زياته کړه چې له راستنېدو وروسته د سرپناه لپاره هېڅ کوم ځاى نه لري.

نعمت الله فرهاد دغه راز وويل چې له پېښې څو مياشتې وروسته يې د دولت له لوري مياشتني حقوق نه دي ورکړل شوي، نوموړى دغه راز له حکومت غواړي چې کم تر کمه د اوسېدو لپاره ورته ځاى ورکړي.

صفري فرهادي، د ملي اردو د ياد سرتېري  مور ده، چې له کلونو راهيسې له خپل يوازېني زوى ساتنه کوي.

د ياد سرتېري مور وويل چې د زوى له نخاع پرېکدو وړاندې يې د نعمت الله ښځه او زوى هم د هاوان مرمۍ لګېدو له امله د هرات په رباط سنګي ولسوالۍ پخپل کور کې وژل شوي و.

د ياد سرتېري مور زياته کړه چې تېر کال يې خپله ټوله شتمني پلورلې او په المان کې يې د خپل زوى پر درملنې لګولې، خو هېڅ کومه پايله يې نه درلوده او اوس يو ځل بيا چې افغانستان ته راستانه شوي نو د اوسېدو د ځاى په ګډون هېڅ هم نه لري.

د هغه په وينا، که چېرې دغه سرتېرى دوى ته مراجعه وکړي نو له اصولو او کړنلارې سره سم به ورسره مرسته وشي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه