منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۵ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په بغلان کې د ښوونکي بست په اتيا زره افغانۍ پلورل کېږي

· ۴ دقیقې لوستل · ۵۹ کتنې

پخلمري ښار (پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٥): د بغلان ولايت اوسېدونکي د دغه ولايت  د پوهنې رياست د ښوونکو د ګومارنې په پروسه کې د پراخ فساد  له شتونه شکايت کوي او وايي چې د ښوونکي بست تر اتيا زره افغانيو پورې بيه لري.

د بغلان اوسېدونکې نوريه درې کاله وړاندې د بغلان پوهنتون له ادبياتو پوهنځي فارغه شوې، خو تر اوسه هم نه ده توانېدلې چې د ښوونکې په توګه مقرره شي.

هغه وايي، سره له دې چې څو ځلي يې د پوهنې رياست ته مراجعه کړې، خو نه ده توانېدلې چې د ښوونځي په بست کې د ګومارنې هوکړه ترلاسه کړي.

نوريه ادعا کوي چې يو شمېر د ښوونکو د روزنې څانګې (نيمه لوړې زده کړې) نه فارغ شوي او توانېدلي چې د پيسو په ورکولو سره د ښوونکو په توګه مقرر شي.

هغې پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د ښوونځيو د ښوونکو په ګومارنه کې فساد شته، تر څو چې اتيا زره افغانۍ ورنه کړې او يا واسطه ونه لرې، د ښوونکي په توګه نه شې مقررېدلى.))

يوه ښوونکي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل: ((شپږ مياشتې وړاندې د پلخمري ښار په يوه ښوونځي کې د ښوونکي په توګه مقرر شوم، څه باندې اتيا  زره افغانۍ مې ولګولې، د ښوونځي له مدير نيولې د پوهنې رياست تر کارکوونکو پورې پيسې اخلي.))

هغه زياته کړه چې د ښوونکو بستونه پلورل کېږي او تر هغو چې څوک پيسې ورنه کړي، نه شي کولى چې د ښوونکي په توګه مقرر شي.

په ورته وخت کې د بغلان د پوهنې رياست چارواکي هم په دغه رياست کې د اداري فساد د شتون پخلى کوي.

غلام محى الدين پيکان حيدري يوه اوونۍ وړاندې د دغه ولايت د پوهنې د مشر په توګه ټاکل شوى. نوموړي پژواک ته وويل چې په تېره يوه اوونۍ کې يې بېلابېلو برخو ته پلاوي ګومارلي، څو د دغه ولايت  د پوهنې د برخې ټولې ستونزې او اړتياوې پيدا کړي او وروسته به يې د حل لپاره اقدام وکړي.

هغه زياته کړه: ((زه هم خبر شوى يم چې د بغلان په پوهنې رياست کې اداري فساد، کم کاري او له واک نه ناوړه ګټه اخيستنې روانې دي.))

هغه ددې پخلى وکړ چې د پوهنې رياست يو شمېر کارکوونکي په درغليو او رشوت اخيستلو تورن دي، په دې برخه کې يې اسناد راټول کړي او په څو ورځو کې به يې د څېړنې لپاره څارنوالۍ ته وسپاري.

پيکان وويل چې ده داسې مهال د بغلان د پوهنې رياست مشري پر غاړه اخيستې چې د دغه ولايت د پوهنې شاوخوا ٤٩ سلنه زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې درس وايي او د ولايت نږدې نيمايي ښوونځي ودانۍ نه لري.

بلخوا د خوست فرهنګ او اندرابونو ولسوالۍ يو شمېر کورنۍ د درسي کتابونو له نشتوالي شکايت کوي او وايي چې د ښوونيز کال نه د درېيو مياشتو په تېرېدو سره هم تر اوسه پورې د پوهنې رياست زده کوونکو ته تدريسي کتابونه نه دي ورکړي.

د بغلان د خوست فرهنګ ولسوالۍ يوه اوسېدونکي شاه محمد پژواک ته وويل: ((زما د کورنۍ شپږ کسان ښوونځي ته ځي، خو ښوونځي کتابونه نه دي ورکړي، هر وخت چې ښوونځي ته ورځو، وايي چې د پوهنې رياست کتابونه نه دي ورلېږلي.))

نوموړي زياته کړه چې په پوهنې رياست کې درسي کتابونه شته، خو نه پوهېږي چې ولې پر زده کوونکو نه وېشل کېږي.

د بغلان د پوهنې رييس د دې پخلى وکړ چې په دغه ولايت کې ځيني استادان او زده کوونکي د کتابونو او درسي ټولګيو له نشتوالي ځورېږي.

هغه پژواک ته وويل: ((د ميليونونو ډالره بهرنۍ مرستې سربېره هم د بغلان ځينې ښوونځي تر اوسه پورې ناڅيزه تجهيزات لري.))

د بغلان د پوهنې رياست دغه لوړ پوړي چارواکي ژمنه وکړه چې د دغه ولايت د پوهنې په برخه کې دغه جدي ستونزې يې په لومړيتوب کې دي.

د ويلو ده چې په بغلان ولايت کې څه باندې ٥٣٠ ښوونځي شته چې له دې ډلې يې ٨ ښوونځي په تاله و برفک او ٧ يې د پلخمري ښار شاوخو د نا امنيو په سبب تړل شوي او شاوخوا يو ميليون او سل زره نجونې او هلکان په کې په زده کړو بوخت دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه