ترينکوټ (پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٥): د اروزګان ولايت يوه ٦٠ کلنه مېرمنه چې په تېرو جګړو کې يې خپل خاوند او ٦ زلمي زامن له لاسه ورکړي، وايي چې دولتي ادارو ترې د زامنو د شهادت د کارتونو جوړولو په بدل کې رشوت غواړي.
د اروزګان د مرکز ترينکوټ اړوند د تالانې سيمې اوسېدونکې ببو هغه ٦٠ کلنه اروزګانۍ مېرمنه ده چې له تېرو څو کلونو راهيسې يې خپل شپږ زامن په روانو جګړو کې له لاسه ورکړي او اوس د يوې کونډې او لسو يتيمو لمسیانو سرپرستي کوي.
ببو پژواک له خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې خاوند يې د وسله والو طالبانو د واکمنۍ پر مهال ووژل شو او هغه مهال ورته شپږ زامن او دوې لوڼې پاتې شوې.
هغه وايي چې په هېواد کې د تېرو څو کلونو جګړو پر مهال يې شپږ زلمي زامن چې څلور يې په پوليسو کې دندې لرلې او دوو هېڅ دنده نه لرله، د وسله والو مخالفينو له خوا وژل شوي دي.
د ببو په وينا، مشر زوى يې چې په پوليسو کې دنده لرله، پنځه کاله مخکې د ماين په يوه چاودنه کې ووژل شو، دويم زوى يې په کندهار ولايت پر يوې پوستې د وسله والو مخالفينو د بريد پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ.
هغې زياته کړه چې څلورم او کشرى زوى يې هم په پوليسو کې دنده لرله او په پوسته کې د خپل بل ملګري له خوا چې له وسله والو سره يې لاره لرله، ووژل شو.
ببو چې له سترګو يې اوښکې روانې وې، ويل چې دوه نور زامن يې بيا د نا پېژاندو وسله والو له خوا په داسې حال کې ووژل شول چې هېڅ ډول دولتي دنده يې نه لرله او نه يې هم له چا سره دښمني لرله.
هغې زياته کړه: ((کله چې مې دوه مشران زامن شهيدان شول، نو کونډې مې نورو زامنو ته په نکاح کړې، خو جګړو نور زامن هم راڅخه واخيستل او زه له کونډو او يو يتيمانو سره يواځې پاتې شوم.))
دغه اروزګانۍ مېرمن وايي، د خاوند او شپږو زامنو قاتلين يې لا هم تر دې مهاله نه دي پيدا شوي، خو وايې چې د کشر زوى قاتل يې چې د هغه پوليس ملګری و، تر نيول کېدو دوې مياشتې وروسته خوشی شو.
ببو وويل چې د زوى د قاتل د محاکمې او قانون ته يې د سپارلو غوښتنه کړې وه، خو په وينا يې د زوى وژونکى يې د پيسو په مقابل کې خوشی شوى.
د نوموړې په وينا، اوس مهال د اروزګان مرکز ترينکوټ د تالانې په سيمه کې په يوه کرايي کور کې له لسو يتيمو لمسيانو او يوې کونډې سره ژوند کوي.
خو دې زياته کړه چې مشره نږور ورڅخه څه موده وړاندې تربورانو په زور له کوره بوتله او بل کس ته يې په نکاح کړه.
سپين سرې ببو وويل: ((کونډه رايې څخه بوتله، خو د هغې څلور زامن او دوى لوڼې راته پاتې شول.))
هغه وايي، د پوليسو په ليکو کې د څلورو زامنو د وژل کېدو سره سره د اروزګان امنيې قوماندانۍ مسوولينو او نورو چارواکو هېڅ ډول مرسته نه ده ورسره کړې او حتى د دوى د شهادت د راجستر په برخه کې يې هم د پيسو غوښتنه ترې شوې ده.
د نوموړې په وينا، تر اوسه د شهيدانو او معلولينو رياست له خوا يې د يو زوى لپاره هم د شهادت کارت نه دى جوړ شوى.
ببو وويل چې تېر کال يې د ټاکنو په کمېسيون کې د ښځينه مراجعينو د تلاشۍ دنده درلوده او خپل ژوند يې په همدې پيسو مخې ته بیوه.
هغې زياته کړه: ((څه موده مې د اروزګان د پخواني امنيه قوماندان جنرال مطيع الله خان په کور کې د ساتونکې دنده هم ترسره کړه.))
ببو وايي چې اوسمهال د اروزګان په ملکي روغتون کې د واکسين په يوه څانګه کې دنده لري او هغه اندازه پيسې چې ورکول کېږي د خپلو يتيمو لمسيانو ساتنه او پالنه پرې کوي.
نوموړې ګيله کوي او وايي، کومې مرستې چې د مرستندويه ټولنو له خوا کېږي، هغه اړو کورنيو ته نه رسېږې، يواځې هغه خلک يې ترلاسه کوي چې واسطه لري او يا يې زورواکي او چارواکي خپلو کورونو ته يې وړي.
د ببو په وينا، د خاوند او شپږو زامنو د وژلو تر څنګ د دې د وژلو هڅې هم شوې دي.
دې زياته کړه چې څو مياشتې مخکې يې د کور په دروازه کې ورته ماين ځاى پر ځاى شوى و، کله چې له کوره د دفتر په لور تله، نو چاودنه وشوه.
د هغې په وينا، په دې چاودنه کې برسېرنه ټپي شوه، خو نورچا ته زيان نه و اوښتى.
ببو اوس نا هيلې شوې ده، د خپل خاوند او شپږو زامنو قاتلين ورڅخه هير شوي دي او نه يې هم د نيولو او محاکمې غوښتنه کوي.
هغه زياتوي چې د يو زوى قاتل يې د پيسو په بدل کې خوشی شو، اوس پر قاضي او محکمې بې باوره شوې ده.
د ببو په وينا، اوس په دې غم کې ده چې څه ډول خپلو يتيمو لمسو او کونډې نګور ته يوه نمړۍ ډوډۍ پيدا کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










