فراه (پژواک، ٣١ غبرګولى ۹۵): په فراه کې سلګونو کسانو په دې ولایت کې د بخش اباد بند له جوړولو ملاتړ اعلان کړ او ويې ویل چې چمتو دي، په خپل سر او وینو سره د دې بند امنیت خوندي کړي.
بخش اباد د افغانستان د اوبو او برېښنا يو له لويو بندونو څخه دی، چې د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې موقعیت لري. د دې بند د ډيزان چارو د پرمخ وړلو تړون له يوې ايټاليايۍ کمپنۍ سره، تېره اونۍ په ارګ کې لاسليک شو.
نن (دوشنبه) د فراه ولایت په انګړ کې تر زرو زیاتو قومي مشرانو، علماوو، ځوانانو، د مدني ټولنې استازو، ښځو او دولتي چارواکو په یوه ولسي غونډه کې د دې بند له جوړولو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
د فراه د ولایتي شورا مرستیال خیرمحمد نورزي په دې غونډه کې له ولسمشر غني څخه مننه وکړه، چې د بخش اباد بند د ډیزاین تړون يې لاسلیک کړ او ويې ويل، د فراه خلک خواري کښه خلک دي، که بخش اباد بند جوړ شي، فراه نه یواځې ټول افغانستان ته مېوه جات او سابه ورکوي، بلکې بهر ته به يې هم صادر کړي.
دى وايي: "بخش اباد د فراه لپاره تر ټولو بنسټیزه پروژه ده، موږ فراهیان په خپل سر او مال ترې ملاتړ کوو."
د فراه د بکوا ولسوالۍ دیني عالم او قومي مشر مولوي محمد رحیم وویل، بخش اباد د فراه د خلکو د کلونو کلونو ارمان دی چې اوس يې د ډیزاین چارې پیلېږي.
د هغه په وينا، بخش اباد بند د فراه په اقتصاد کې ډېر اساسي رول لري، نو د فراه ټول اوسېدونکي دې د دې بند امنيت ونيسي.
ده زياته کړه: "موږ د خپل د وطن د ملي ګټو په دفاع کې خپل سر او مال قرباني ورکوو."
ياد شوى ديني عالم وايي: "په تېرو لسیزو کې، موږ په بکوا کې ۳۶۰ د اوبو کارېزونو درلودل، خو د طالبانو له پیدایښت راهیسې د وچکالۍ له امله ټول وچ شول؛ بیا مو څاګانې وکېندلې، هغه هم وچې شوې؛ اوسمهال په بکوا کې چې برمې وهو، په سل مترۍ کې لا اوبه نشته."
نوموړى زياتوي، يو مهال سردار محمد داوود خان پر بکواه "د افغانستان ګودام" نوم ايښى و، خو اوس د څښلو لپاره اوبه نه لري، خلک يې له ډېرو ستونزو مخامخ دي او له همدې امله يې سلګونه کورنۍ بېځايه شوې هم دي.
د مولوي رحيم په خبره، که بخش اباد بند جوړ شي، تر ځمکې لاندې اوبه به بېرته ډېرې شي او د بکوا د خلکو ستونزه به پرې هواره شي.
په فراه کې مدني فعال محمد داوود حقیار وويل: "زه د فراه د ځوانانو په استازیتوب وعده کوم چې هېچا ته به اجازه ورنه کړو، چې د بند جوړولو په مخ کې خنډونه جوړ کړي او که اړتیا وي، موږ ځوانان به د خپلو امنيتي سرتېرو ترڅنګ ودرېږو او رضاکارنه دفاع به ترې وکړو."
نوموړي د دولت له وسله والو مخالفينو هم وغوښتل، چې د ياد شوي بند د امنيت په ټينګولو کې ورسره مرسته وکړي، ځکه دا يوه ملي او ټولګټې پروژه ده.
د فراه والي محمداصف ننګ د بخش اباد بند د ډیزاین د پروژې پیل، د دې ولايت د خلکو لپاره لوی نعمت وباله او ويې ويل، په ټول قوت سره باید کوښښ وکړو چې هغه اوبه چې سلګونه کلونه ونه توانېدو چې استفاده ترې وکړو، نورې له لاسه ورنه کړو.
هغه د بخش اباد بند د جوړولو لپاره خپله ټینګه اراده وښوده او ويې ویل: ((ځینې مریض افراد د دښمن په ګټه پروپاګنډ کوي او وايي، چې فراه ولايت د سقوط په حالت کې دى؛ خو زه وعده درکوم، که اړتیا شي، زه به په خپله د بند ساحې ته ځم او د بند امنیت به يې نیسم.))
د غونډې په پاى کې څو قومي مشرانو د بخش اباد بند د ډيزان تړون د لاسليک کېدو په وياړ د والي اصف ننګ د هڅو له امله، هغه ته لونګۍ ور پر سر کړه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









