کابل (پژواک، ۲ چنګاښ ۹۵): په لغمان ولایت کې د کرکټ د یوه معیاري لوبغالي د جوړولو د بنسټ ډبره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.
په دې مراسمو کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس نسیم الله دانش، مرستیالان یې یو شمیر ملي لوبغاړي، د لغمان والي عبدالجبار نعیمی، د لغمان ولایت او کرکټ بورډ نورو چارواکو برخه اخیستې وه.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د چنګاښ په ۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د بنسټ ډبرې ايښودلو مخکې د کرکټ بورډ پلاوي د لغمان والي سره ولیدل.
د لغمان والي عبدالجبار نعیمي د کرکټ بورډ مشرتابه او ملي لوبغاړو ته هرکلی وویلو او په لغمان ولایت کې د کرکټ معیاري لوبغالي رغونه په دغه ولایت کې د کرکټ معیاري ودې لپاره یو اغیزمن ګام وباله.
هغه په دې برخه کې د کرکټ بورډ له همکاریو مننه وکړه.
نوموړي وویل چې، لغمان به د کرکټ په برخه کې د یو معیاري لوبغالي په درلودلو سره د پام وړ پرمختګ وکړي.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش وویل چې، په لغمان کې د کرکټ معیاري لوبغالي رغولیې په کاري لومړیتوبونو کې وو.
هغه زیاته کړه، چې دې لوبغالي رغولو سره به نه یوازې د سیمې لوبغاړي لوبو او تمریناتو لپاره ځای ولري بلکې یو شمیر ملی لوبغاړي به هم په دې لوبغالي کې تمرینات ترسره کوي.
دانش زیاته کړه چې، لغمان د کرکټ په ډګر کې ځلیدلی ولایت دی او تل یې غوره لوبغاړي ملي جوړښتونو ته معرفي کړي دي.
هغه وایي : (( موږ باور لرو چې د استعدادونو دغه لړۍ به په راتلونکې کې نوره هم پیاوړې شي. ))
د افغانستان کرکټ بورډ پلاوی او د لغمان وړلایت مشرتابه په مهترلام ښار کې د کرکټ د یو معیاري لوبغالي د بنسټ ډبره کیښوده.
په دغو مراسمو کې د ولایت او کرکټ بورډ مسئولینو سربیره د سرحدي ځواکونو د لوا ارکان رئیس سمونوال محمد ایوب حسین خیل، د لغمان ښاروال عبدالمقیم عبدالله نیازي، د ولایتي شورا غړو هر یو الحاج ظاهر حسین خیل او الحاج عتیق عبدالرحیم زی او د کرکټ لسګونو مینه والو ونډه درلودله.
بلخوا د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک پژواک اژانس ته وویل، چې دا لوبغالی په اته جریبه ځمکه کې جوړيږي او اته میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
هغه زیاته کړه، چې په دغه پروژه کې د یو نیم متر په لوړوالي د ټولې ساحې سنګ کاري، د یو نیم متر په لوړوالي د ټولې احاطې فلزي کټاره، دخولي او خروجي دوه دروازې، په اته جریبه ځمکه کې د شنې ساحې، د شل جریبه ځمکې پرکاري، کندن کاري او هموار کاري، د روغتیايي اوبو او د چمن د سرسبزۍ لپاره د اوبو د څاه برمه کاري او همدارنګه د لوبغاړو د ناستې لپاره یو فلزي سایبان هم شامل دي.
هغه زیاته کړه، چې دا لوبغالی د افغانستان د کرکټ بورډ د انکشافي بودیجې پر مټ جوړېږي، چې د همدې لومړۍ برخې کار به یې په شپږو میاشتو کې پای ته ورسېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










