منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:06 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونهغړي

طالبانو د فراه د ملي امنیت یو افسر له ساتونکي سره وژلی

· 2 دقیقې لوستل · 112 کتنې

فراه (پژواک، ۴ چنګاښ۹۵): وسلوالو طالبانو د فراه ولایت د پشت کوه ولسوالۍ د ملي امنیت پخوانی مدیر او د هغه یو ساتونکی يې تر وژلو وروسته په دار ځړولي دي.

د پشت کوه ولسوال عزت الله عزت د چنګاښ په ۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دغه پیښه نن غرمه پر یوه بجه د پشت کوه د محمد اباد په سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه،چې همایون روفی یو نیم کال مخکی د پشت کوه په ولسوالۍ کې د ملي امنیت مدیر و، خو اوسمهال د فراه ولایت د ملي امنیت په ریاست کې مدیر وو.

د نوموړي په وینا،  رووفی ، نن د خپل یو ساتونکي سره په یوه شخصی موټر کې  پشت کوه ولسوالۍ لوري ته روان و، چې د محمد اباد په سیمه کې د طالبانو په کمین کې ولویدل.

ولسوال وایي، وسله والو طالبانو همایون روفي او ساتونکي يې لومړی وژلي او بیا يې جسدونه خاک سفید ولسوالې ته وړي او هلته یې په عام محضر کې په دار ځړولي دي.

د محمد اباد د کلي اوسېدونکي عبدالغني بیا پژوک خبري اژانس ته وویل چې  د پشت کوه ولسوالۍ د ملي امنیت پخواني مدیر همایون روفی نن غرمه د محمد اباد دکلي یو تن یې ښتولي وو او غوښتل يې چې بلې سیمې ته ولیږدوي.

دهغه په وینا، د لارې په مسیر کې طالبانو د هغه مخه نیولي او تښتول شوي کس خوشې کوي خو همایون رووفي او ساتونکي يې وژني.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې هکله څه ندي ویلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ذهین
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه
امنیت او جرمونه

غزني کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی

امنیت او جرمونه

جوزجان کې يو کس د خپل ورور د وژنې په تور نیول شوی

امنیت او جرمونه

د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۸۹ افغانان هېواد ته راستانه شول

امنیت او جرمونه

هلمند کې د څلورو انسان‌تښتوونکو نیول کېدل؛ دوه تښتولي کسان ژغورل شوي

امنیت او جرمونه

مجاهد: د جرمونو نړۍواله محکمه دې له خپل صلاحیته پورته ادعاوې نه کوي

امنیت او جرمونه

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې وزارت مرستیال او د یو‌اېن‌او‌ډي‌سي مشر د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

امنیت او جرمونه

اروپايي ټولنې پر کونړ او هلمند د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله وغندله

امنیت او جرمونه

کابلوف: د مسکو فارمت په غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر کړکېچ بحث کېږي