منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۶ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د جلال اباد ښار پنځه کیلومتره سړکونه پخېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۴ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۸ چنګاښ ۹۵): د جلال اباد ښاروال وايي چې د دغه ښار پنځه کيلومتر سړکونه پخېږي او د نږدې اوو کیلومتره سړکونو داغونه نیول کېږي.

ښاروال حمدالله افغان د چنګاښ په ۸مه د جلال اباد ښار مېوې منډوي ته څېرمه  سړک د قير کولو د کار د پيل په مراسمو کې وويل، دا پروژې د ښاروالۍ د ۶۲ ميليونه افغانيو په لګښت پلي کېږي.

ښاروال وايي: ((د ښار اوه زره متر پاخه سړکونه داغګيرۍ ته اړتيا لري، غواړو دا سړکونه بېرته را جوړ کړو، همدا شان د ښار پنځه کليومتر سړکونه قير کولو ته چمتو دي، نن کار پيل شو.))

د افغان په وينا، تر دې وروسته به د جلال اباد ښاروالۍ د سړکونو مراقبت کوي او ژر ژر به يې داغګيري نيسي.

بلخوا د ننګرهار د والي مرستيال محمدحنيف ګرديوال پژواک آژانس ته وويل، خوښ دی چې د جلال اباد ښاروالي له خپلو عوايد څخه پروژې مخ ته وړي.

ګرديوال وايي: ((د دغو سړکونو په قير کېدو سره به په ښار کې ګڼه ګونه کمه او د تګ راتګ پر مهال به ډېرې اسانتياوې برابرې شي.))

د نوموړي په خبره، د یادو سړکونو له جوړېدو سره به جوخت د لارو کوڅو ويالې هم جوړې او پخې شي.

د جلال اباد ښار د پنځمې ناحيې د ګذر وکيل حاجي شېرمحمد پژواک ته وويل: ((پخوا به موږ ښاروالۍ ته د ښار د پاکوالي پيسې ورکولې خو موږ ته به کار نه کېده، موږ خوشاله يو چې زموږ سړکونه قيرېږي.))

د شېرمحمد په وينا، حکومت بايد دغسې پروژو ته لومړيتوب ورکړي څو ښاري ستونزې حل شي.

هغه وايي، جلال اباد ښار وړکی  دی او ګڼه ګوڼه په کې ډېره ده؛ نو که سړکونه يې پاخه شي لږ تر لږه به په کې د چټليو  مخه ونيول شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه