منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۶ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کونړ کې ٤١پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۳ کتنې

اسعد اباد (پژواک، ٩ چنګاښ ٩٥): په کونړ کې د نږدې ٧٢ ميليونو افغانيو په لګښت يوڅلوېښت پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ملي پیوستون پروګرام مسوول وحیدالله زاهد، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پروژې په تېرو درېيو مياشتو کې د دې ولايت په مرکز اسعداباد، سرکاڼو، نرنګ او نورګل ولسواليو کې بشپړې شوې دي.

ده زياته کړه، په دې پروژو کې ٣٤١٥ متره محافظوي دېوالونه، ١٨٨٣ متره استنادي دېوالونه، ١٣٣٩٥ متره د پليو لارو پخول، ٥٠ تشنابونه جوړول، د ٩١٩٤ متره د څښلو د اوبو شبکې غځول او د ٥٢ د څښلو اوبو د څاګانو کېندل او لاسي بمبې نصبول شامل دي چې ٦٦١٠ کورنۍ به ترې ګټه واخلي.

د هغه په وينا، له کله چې ملي پيوستون پروګرام په کونړ کې له ١٣٨٢ کال راهيسې فعاليت پيل کړى، تر ننه پورې يې په دې ولايت کې ٩٤٠ کلي تر خپل پوښښ لاندې راوستي او تراوسه توانېدلي چې ٢٢٦٠ پروژې په بېلابېلو سکتورونو کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وړاندې کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه