غزني (پژواک،۱۲چنګاښ۹۵): د غزني ځينې اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي وايي چې د ښاروال په نه شتون کې په دې ولايت کې په غيرقانوني توګه د لوړ پوړيزو ودانيو او سوداګريزو مارکېټونو د جوړونې چارې پيل شوې دي.
څو مياشتې وړاندې د غزني پخوانی ښاروال فريدون احمدي د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم له مخې له دندې ګوښه او پر ځاى يې نصير احمد لليزی وګومارل شو.
خو د غزني يو شمېر اوسېدونکو، لليزي ته د کار کولو اجازه ورنه کړه چې له امله يې دغه ولايت تر اوسه بې ښارواله دى.
په دې اړه د غزني د ولايتي شورا غړي عبدالجامع جامع د چنګاښ په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې يو شمېر کسان د ښاروال له نه شتون څخه ګټه پورته کوي او په غيرقانوني توګه يې د لوړ پوړيزو ودانيو او سوداګريز مارکېټونو د جوړونې چارې پيل کړې دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، دا مهال په غزني ښار کې د ١٥ غيرقانوني سوداګريزو مارکېټونو د جوړونې چارې روانې دي.
د ده په وينا، ولايتي شورا په دې اړه د امنيې قوماندانۍ او ولايت مقام ته مکتبونه استولي ، ترڅو يې مخه ونيسي.
هغه زياته کړه: ((په دې ١٥کلونو کې غزني ته يو سم مدير ښاروال نه دى ورکړل شوى، زه غواړم چې دا ځل يو قوي ښاروال موږ ته را واستوي.))
هغه وړانديز وکړ چې د غزني ښار د ستونزو د کموالي په موخه بايد دغه ښار له درېيو ناحيو څخه په لسو ناحيو و وېشل شي.
دغه راز د غزني ښار اوسېدونکي سيد انور هم پژواک ته وويل چې د ښاروال په نه شتون کې ځينو کسانو په خپلسر د مارکېټونو جوړول پيل کړي دي.
د ده په خبره، که حکومت د دې ودانيو د جوړېدو مخه ونه نيسي، نو خلک به له ګڼو ستونزو سره مخامخ شي.
هغه زياته کړه: ((که دا کارونه همدغسې روان وي، ټول ښار به چور شي، بيا به خلکو ته د تګ راتګ لار هم نه وي.))
ده ټينګار وکړ چې حکومت بايد هر څه ژر دغه ستونزه هواره کړي.
دغه راز د غزني ښار يوه بل اوسېدونکي رحمت الله هم ورته څرګندونې وکړې او ويي ويل: ((دومره څوک نشته چې پوښتنه يې وکړي، د غزني والي د ښاروالۍ سرپرست هم دى، خپلې پيسې اخلي، خلکو ته د هر کار اجازه ورکوي چې دا يو غير قانوني کار دى.))
د نوموړي په وينا، له کومې ورځې چې غزني ښاروال نه لري، ښار هم له کثافاتو څخه نه دى پاک شوى او چمنونو ته هم اوبه نه دي ورکړل شوې.
د دې ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
خو د غزني والي محمدامان هميم بيا وايي، هېچا ته اجازه نه ورکوي چې په خپلسر ودانۍ جوړې کړي.
ده وويل: ((زه د ښاروالۍ سرپرست نه يم، خو زه دغه برخه څارم، ترڅو څوک په خپلسر ودانۍ جوړه نه کړي.))
هميم زياتوي، د يادې ستونزې د حل لپاره يې د څېړنې يو ګروپ پر دنده ګومارلى، ترڅو د خپلسرو ودانيو د جوړېدو مخه ونيسي.
هغه ګواښ وکړ، که هر څوک د ماسټرپلان خلاف کوم کار وکړي، نو قانوني چلند به ورسره وشي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېر شاوخوا يو کال کې دوه ځلې په غزني ښار کې غيرقانوني کورونه او لوړپوړيزۍ ودانۍ ونړول شوې، خو د وخت په تېرېدو سره يې بېرته د جوړونې چارې پيل شوې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










