منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۳۲ غ.م
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په جګړو کې نابينا شوی سرتېری د خپلې درمنلې وس نه لري

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۶ کتنې

جلال اباد(پژواک،٢٠ چنګاښ ۹۵): د ملي اردو په ليکو کې د جګړو پر مهال پر يوه سترګه نابينا شوي بشيراحمد تېره مياشت تر عملياتو وروسته په يوه چاودنه کې خپله دويمه سترګه هم له لاسه ورکړه.

د هغه دويمه سترګه څو ورځې مخکې د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ اړوند د حصارک کلي په جومات کې د چاودنې پر مهال ټپي شوې وه.

د روان لمريزکال د غبرګولي په ۲۱مه، د ياد کلي په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه وشوه، چې لږ تر لږ درې کسان په کې ووژل شول او ۷۹ نور ټپيان شول.

۳۲ کلن بشيراحمد وايي: ((کله چې سرتېری وم، يوه سترګه مې هلمند ولايت کې د چاودنې پر مهال تر ټپي کېدو وروسته نابينا شوه، اوس مې دواړه سترګې ديد نه لري او د کورنۍ د غړو په مرسته ګرځم.))

بشيراحمد نهه کاله د ملي اردو په ليکو کې دنده ترسره کړې، درې ځلې ټپي شوی او لا يې پر وجود د ټپونو نښې پاتې دي.

هغه وايي: ((درې کاله مې د هلمند په بېلابېلو ولسواليو کې دندې ترسره کړې، سنګين ولسوالۍ کې د چاودنې پر مهال ټپي شوم، بيا درې کاله په ميدان وردګو او لوګر کې وم، هلته يو ځل په جګړه کې ټپي شوم، وروسته مې د کابل په ګډون درې کلونه په کونړ کې په دنده کې تېر کړل، بيا ټپي شوم.))

نوموړى وايي چې د وخت په تېرېدو يې د يوې ټپي شوې سترګې ديد کمزوری کېده او بلاخره يې څو مياشتې مخکې دنده پرېښوده او په کور کيناست.

بشيراحمد وايي: ((ډېره خپه يم چې دنده مې پرېښوده، ما بايد نور ډېر کلونه پوځ کې تېر کړي وای.))

د ده په خبره، د روداتو په پېښه کې يې دويمه سترګه هم له لاسه ورکړه او اوس په خورا بېوزلۍ او سخته کې ژوند تېروي.

نوموړى وايي: ((زه درې زامن او يوه لور لرم، واړه ورونه او کورنۍ مې ټول را ترغاړي دي، پخوا به مې د سرتېري په توګه د دندې معاش ترلاسه کاوه؛ خو اوس هيڅ نشته ، ورونه مې د ګټې وټې نه دي.))

د هغه په وينا، ډاګټرانو ورته ويلي چې که پاکستان او يا هند ته لاړ شي نو شونې ده چې تر عملياتو وروسته به يې سترګې بينا شي.

د ده په وينا: ((ماته څو ډاکټرانو مشوره راکړه چې پاکستان يا هند ته د عملياتو لپاره ولاړ شم، دا يې هم ويلي که پر سترګو مې ډېر وخت تېر شي دا امکان ډېر دی چې د ټول عمر لپاره نابينا پاتې شم.))

بشېراحمد وايي: ((زه ټوله ۱۲ بسوې ځمکه لرم، څوک قرض هم نه راکوي که مې پسې درلودی؛ نو حتما مې خپله درملنه کوله ، څو بيا ځل د کورنۍ د ګټې وټې شوی وای.))

نوموړي وويل  چې که ښه شي بيا ځل به د ملي اردو ليکو ته  لاړ شي او خپل هېو اد ته به خدمت وکړي.

هغه له حکومت او شتمنو څخه وغوښتل چې د ده د سترګو په درملنه کې  ورسره مرسته وکړي، څو تر  ښه کېدو وروسته بېرته د ملي اردو په ليکو کې خپله دنده ترسره کړي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه