خوست ښار (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٥): په خوست کې د جګړې د يوې قرباني شوې کورنۍ غړي له دولت څخه غوښتنه کوي چې د بې ګناه انسانانو د وژنې مخه ونيسي او په دې برخه کې ښکېلو کسانو ته سخته سزا ورکړي.
دغه څرګندونې د يادې کورنۍ يوه غړي عبدالغفار چې په کور کې يتيم ماشومان ورپاتې دي، له پژواک اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پرمهال وکړې.
نوموړي وويل، مشر ورور يې تېر کال د روژې مياشتې په اووه ويشتمه نېټه د خوست مرکز اړوند د کاروان په سيمه کې زاړه هوايي ډګر ته نږدې په موټربم بريد کې ووژل شو.
دغه بريد چې د روژه ماتي پر مهال د يادې پوځي اډې پر يوه امنيتي پوسته ترسره شو چې د شپږو امنيتي ځواکونو په ګډون ۳۳ کسان په کې ووژل شول، ۱۲ افغان امنيتي ځواکونه او ۱۱ ملکي وګړي ټپيان شوي وو.
همدارنګه په بريد کې څلور سراچه موټر، څلور ريکشاوې او يو شمېر موټرسايکلونه هم له منځه تللي وو.
د کاروان سرای سيمې اوسېدونکي غفار وايي، ۲۷ کلن ورور يې چې ګل محمد نومېده،د تڼيو ولسوالۍ د ملي امنيت په اداره کې يې کار کاوه چې د وژل کېدو پر مهال يې د دندې دوه کاله پوره شوي وو.
غفار زياتوي، ورور يې د کوچني اختر لپاره رخصتي اخيستې وه او غوښتل يې چې اختر له خپلې کورنۍ او بچيانو سره يو ځای تېر کړي، خو خبر نه و چې په تقدير کې يې بل څه ليکل شوي وو.
ده زياته کړه: ((روژه ماتي ته يوازې څو دقيقې پاتې وې چې ګل محمد کور ته پر لاره و او په هغه موټربم بريد کې ووژل شو چې د چپمين په نوم د امريکايي ځواکونو پر هوايي اډه ترسره شو.))
د هغه په وينا، د روژې وروستۍ ورځې او کوچنی اختر پرې لکه قيامت داسې تېر شول؛ ځکه د کورنۍ مشر ورور يې له لاسه ورکړی و.
نوموړي زياته کړه چې له ورور نه يې دوه زامن او دوې لورګانې ور پاتې دي، مشره لور يې ۱۰ کلنه او مشر زوی يې ۸ کلن دي چې د دويم ټولګي زده کونکي دي.
ده وويل: ((کوچني دوه اولادونه يې تر اوسه پر دې نه پوهېږي چې پلار يې وژل شوی او هر وخت دا پوښتنه کوي چې پلار يې کورته کله راځي؟. په يوه او بله بهانه يې غلطوو.))
غفار وايي، په يوه مطبعه کې کار کوي، که څه هم معاش يې دومره ډېر نه دی، خو هڅه يې دا ده چې د خپل وژل شوي ورور اولادونه خوشحاله وساتي او د هغوی اړتياوې ور پوره کړي.
ده له حکومت څخه وغوښتل، ټول هغه کسان، چې په ورانکارو کړنو او د بې ګناه افغانانو په وژلو کې لاس لري، ژر تر ژره ونيسي او د قانون له مخې ورته سخته سزا ورکړي.
غفار په جنګ کې له ښکېلو غاړو وغوښتل ، چې نور د افغانانو د وينو له تويولو څخه لاس واخلي، د سولې له پروسې سره دې يو ځای شي او د خپل وطن په ابادولو کې دې ونډه واخلي.
هغه وايي، که څه هم حکومت ورسره يوه اندازه نقدي مرسته کړې، خو د دوی او يا د يتيمو ماشومانو اړتياوې نه دي پرې پوره شوې.
ده زياته کړه، يواځېنۍ هيله يې دا ده، چې نور هېڅوک نه يتيم شي، نه ميندې او خويندې بورې او يا کونډې شي.
د خوست د ولايتي شورا منشي قديم افغان له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل چې د حکومت د ټمبلۍ او د اوږده کاري پړاو له امله ځيني وختونه د جنګ له قربانيانو سره پر خپل وخت مرسته نه ترسره کېږي.
نوموړي همدارنګه وويل، هغه مرستندويه ادارې چې د جنګ له قربانيانو سره د مرستو دنده پرغاړه لري، هغوی هم د پېښې ځای ته پر خپل وخت ځان نه ورسوي چې له اړمنو کورنيو سره مرسته وکړي.
افغان وايي: ((هغه کورنۍ چې په جنګ کې قرباني شي، د هغوی معلومات پر خپل وخت له حکومت او يا له مرستندويه ادارو سره نه شريکېږي او يا دولت په خپله د پېښې ځای ته رسيده ګي نه شي کولای.))
مدني فعال ډاکټر عبدالجبار جبارخېل وايي چې د دې ستونزې د حل لپاره دې دولت يوه شفافه پروسه رامنځته کړي چې په وخت سره د جګړې د قرباني شوو کورنيو اړتياوې پوره کړای شي.
هغه زياته کړه: ((که د يوې شفافې پروسې له لارې له جګړې ځپلو کورنيو سره مرستې وشي، په ولس کې هم دا روحيه را ژوندۍ کوي چې له اړمنو خلکو سره مرستو ته راودانګي.))
پژواک هڅه وکړه چې د ياد موټربم بريد د عاملينو د نيولو او يا د پېښې د بشپړې څېړنې په اړه د امنيتي ارګانونو نظر هم واخلي، خو کوم ځواب يې ترلاسه نه شو کړای.
په ورته وخت کې د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ وايي چې ولايتي اداره په جګړه کې د قرباني شوو کورنيو ستونزو ته متوجه شوې او د مرستو جدي پرېکړه يې کړې ده.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، والي حکم خان حبيبي په دې برخه کې په پرلپسې اداري ناستو کې افغاني سرې مياشتې، کليو پراختيا رياست او د بېړنيو پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ته جدي سپارښتنه کړې.
ځدراڼ زياته کړه: ((والي همدارنګه د مهاجرت له نړيوال سازمان او ځينو نورو ادارو څخه چې له کډوالو سره د مرستې چارې پر مخ وړي، د جګړې له قرباني شوو کورنيو سره هم د مرستو غوښتنه کړې.))
په ټوليز ډول د افغانستان په کچه زياتره هغه کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، چې په روانه جګړه کې يې د کورنۍ سرپرست غړي له لاسه ورکړي دي.
معمولاً د دا ډول کورنيو پاتې غړي پر دولت او مرستندويه ټولنو نيوکې لري، چې تر يوې اندازې لومړنۍ نقدي مرستې وروسته يې بيا هيڅ پوښتنه نه ده کړې او نه يې هم د دوی غږ اوريدلی دی.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










