پلخمري (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٥): د بغلان ولايت کروندګر وايي چې په دغه ولايت کې د سړو خونو د نشتوالي له امله له کرکیلې سره د کروندګرو لېوالتیا کمه شوې او په کرنیزو حاصلاتو کې کموالی راغلی دی.
د بغلان ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ يوه کروندګر سخي ګل پژواک خبري اژانس ته وويل چې هر کال پر پنځه جريبه ځمکه رومي بادنجان، پياز او لوبيا کري، خو د سړې خونې د نشتوالي په سبب خپل ترلاسه کړي حاصلات په ټيټه بيه پلوري.
هغه زياته کړه: ((يو من رومي بادنجام له ١٠٠ تر ١٢٠ افغانيو پلورو چې دا بيه د کروندګرو د سرې او مزد لګښت هم نه پوره کوي، که چېرته د حاصلاتو د ساتلو لپاره سړې خونې جوړې شي، موږ کولى شو خپل حاصلات په مناسبه بيه وپلورو.))
دغه کروندګر د اندېښنې په څرګندولو سره وويل چې د سړو خونو نشتوالي د بغلان کروندګرو ته ستر زيان اړولى دى.
په ډنډغوري کې د کروندګرو د کوپراتيف مشر حاجي خيال ګل وويل چې کروندګر د سړو خونو د نشتوالي په سبب خپل حاصلات په ټيټه بيه پلوري، سوداګر دا توکي پاکستان ته وړي او په سړو خونو کې يې ساتي چې له څو مياشتو تېرېدو وروسته يې بېرته افغانستان ته راوړي او په لوړه بيه يې پلوري.
هغه زياته کړه که دولت د کروندګرو لپاره سړې خونې جوړې کړي، دوى کولى شي چې خپل حاصلات په سړو خونو کې خوندي کړي او وروسته یې په مارکېټ کې په مناسبه بيه وپلوري.
د بغلان د کرنې رياست د کرنيزو چارو مدير محمد سالم، د کروندګرو د ستونزو د پخلي ترڅنګ وويل چې دا ستونزه يې څو ځلې د کرنې له وزارت سره شريکه کړې، خو تر اوسه په بشپړ ډول نه ده حل شوې.
هغه زياته کړه: ((دوې سړې خونې په ډنډ غوري، دوې په دوشي ولسوالۍ او دوې د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې جوړې شوې دي، خو کار يې تر اوسه نه دى بشپړ شوى، موږ هڅه کوو چې د کروندګرو ستونزې ډېر ژر حل کړو، خو تر اوسه بوديجه نه ده راکړل شوې.))
بغلان د هېواد له کرنيزو ولايتونو څخه دى چې په څه باندې ژر جريبه کرنيزه ځمکه يې پياز، کچالو او رومي بانجان کرل کېږي او ددې ولايت حاصلات پر بلخ ولايت سربېره، سمنګانو او کابل ولايتونو او څه باندې اويا سلنه يې پاکستان ته صادرېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










