کابل (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٥): کابل کې د ٢٤ ميليونو افغانيو په ارزښت د ١٢ پروژو په تطبيق سره د زعفرانو کښت او مالدارۍ خدمتونو د پراختيا تر څنګ څه باندې ٣ زره جريبه ځمکه تر کښت لاندې راځي.
ددې پروژو تړون نن د کابل والي حامد اکرم او تطبيق کونکو شرکتونو استازو ترمنځ کابل کې لاسليک شو.
د هېواد د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير اسدالله ضمير خبريالانو ته وويل چې د دې پروژو مالي لګښت د کرنۍ وزارت له لوري ورکول کېږي او دا پروژې په کابل ښار او څوارلس ولسواليو کې عملي کېږي.
د کابل د کرنې رييس حشمت الله عنايت د معلوماتو له مخې، په دې پروژو کې څلوارلس ولسواليو کې د زعفرانو کښت او ښاري زراعت، د کلکان ولسوالۍ د څارويو کلينيک، د کابل ښار د بيني حصار فارم کانال، د قره باغ د باغ علم ولسوالۍ سربندونه او د شکردرې ولسوالۍ د ته جوی کانال جوړول شامل دي.
همداراز نوموړي زياته کړه چې د پغمان ولسوالۍ مهردل، زرګر دره، د سوپر پسيج کوز کلي قلعه نو او جلال الدين کلي د کانالونو جوړول، د دې ولسوالۍ د سموچک کانال د ترناب جوړول او پخول او د پغمان د ده پنبه ترناب جوړول هم په دې پروژو کې شامل دي.
د نوموړي معلوماتو له مخې، د دې پروژو په عملي کېدو د زعفران ١٥ نمايشي پټيو کرل، د څارويو د ناروغيو کنټرول او د اوبو له بې ځايه تلو مخنيوي ته لار هوارېږي او څه باندې درې زره جريبه ځمکه تر کښت لاندې راځي.
سرچينې زياته کړه چې د دې پروژو د ترسره کولو پر مهال او تر بشپړيدو يې چې يو کال وخت نيسي، ١٣ زره کسانو ته په مستقيم او غير مستقيم ډول د کار موکه رامنځته کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










