منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۹ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د داعش له خوا د وژل شوو شپږو وروڼو مور د لمسیانو راتلونکې ته اندېښمنه ده

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۲ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲٩ چنګاښ ۹۵): د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ په لاغرجو کې هغه کورنۍ لا هم د وير پر ټغر ناسته ده چې داعش وسله والو یې شپږ غړي ور ووژل او دوه يې ټپيان کړل.

د چنګاښ په ۳مه سلګونه داعش وسله والو د کوټ پر يو شمېر سيمو د بريد په ترڅ کې د چارواکو په وينا د ملکي خلکو کورونه وسوځول، مرګ ژوبله يې ور واړوله او ځينې سيمې يې ونيولې.

۵۵ کلنه نياز بي بي د دغو قربانيانو له ډلې هغه مور ده چې وسله والو يې دغلته د جګړو پر مهال شپږ زامن ووژل او دوه يې ټپيان کړل.

نياز بي بي ظاهراَ هڅه کوي، څو د دردېدلي زړه کيسې پټې کړي، خو د وژل شوو زامنو په يادولو يې اوښکې له سترګو راماتې شي.

هغې له پژواک سره په مرکه کې وويل: ((زامن مې د جګړې په ورځ په کور کې وو، له خپل کلي او کور نه يې ساتنه کوله، داعشيان کور ته پسې راننوتل او شهيدان يې کړل.))

نيازبي بي زياتوي، له وژل شوو زامنو يې ورته کونډې او تر۲۰ يتمان پاتې دي او د هغو حالت ته ډېره اندېښمنه لري.

نوموړې وايي: ((زه په خپلو بچيانو وياړم چې له ولس نه په دفاع کې وژل شوي دي، زه به د الله تعالى په مرسته د هغو يتیمان لوی کړم او هغه به هم له هېواد او ولس څخه دفاع ته وقف کړم.))

نوموړې ته د زامن تر وژل کېدو وروسته د دې په وينا سم خوب نه ورځي، تل په فکر او اندېښنو کې وي.

نياز بي بي وايي: ((کله چې خپلو يتيمو لمسيانو ته ګورم، پلرونه يې راته سترګو سترګو ته شي په دغه وخت کې ډېره ودردېږم.))

لعل محمد د وژل شوو شپږو وروڼو مشر ورور دی.

هغه اوس په کوټ ولسوالۍ کې د پاڅون کوونکو له ډلې سره يو ځای شوی او د هغو د قوماندان په توګه چارې پر مخ وړي.

لعل محمد پژواک ته وويل: ((ډېره سخته ده چې په يوه ورځ د سړي شپږ وروڼه ووژل شي، زه پرې وياړم چې وروڼه مې له خپلې خاورې په دفاع کې شهيدان شول.))

نوموړی وايي، د وژل شوو ورورڼو يتيمان به پالي او د ده په خبره د ژوند تر وروستيو به ورته ګټه وټه کوي.

د ده په وينا، حکومت بايد د کوټ له قرباني کورنيو سره مرستې وکړي او د داعش وسله والو له لوري يې سوځول شوي کورونه ورته ورغوي.

لعل محمد تاييدوي چې موده مخکې د سيمه ييزې ادارې له لوري وروسته د بېلابېلو توکو تر ځنګ تر يوې اندازې نغدي مرستې رسېدلط دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل: ((سيمه ييزه اداره به د کوټ له قرباني کورنيو سره خپلې مرستې جاري ساتي او سوځول شوي کورونه به يې جوړوي.))

د والي وياند زياته کړه، د نياز بي بي له کورنۍ سره د مرستو او ډاډګېرنې لپاره د ننګرهار والي د کوچني اختر په ورځ د هغې کور ته ورغلی و.

خوږيانی وايي، يادې کورنۍ ته يې يوه اندازه نغدي او د خوراکي توکو مرستې رسولې او نورې مرستې به هم ور ورسوي.

د يادونې ده، تېره مياشت داعش وسله والو پر کوټ ولسوالۍ د بريدونو پر مهال لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې وه، دغه راز په دې بريدونو کې يو شمېر دولتي سرتېري هم وژل شوي وو.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال وايي چې په کوټ ولسوالۍ کې د داعش پر ضد په روانو عملياتو کې تر اوسه د دې ډلې سلګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زياتوي، دا عمليات به تر هغه روانه وي، څو دا سيمه له داعش وسله والو نه وي پاکه شوې.

همدا راز د ننګرهار د والي ویاند د چنګاښ په ٥مه ويلى وو چې داعش وسله والو د څلورو ماشومانو او دریو مېرمنو په ګډون اته ملکي وګړي وژلي او اوه نور ملکي وګړي يې ټپيان کړي دي.

د هغه په وينا، داعش وسله والو د ملکي وګړو ۲۳ کورونه هم سوځولي چې له امله يې خلکو ته ډېر زيات مالي زيانونه هم اوښتې دي .

هغه زياته کړې چې داعش وسله والو د ٣٠ په شاوخوا کې ملکي وګړي چې په کې ماشومان او مېرمنې هم دي، له ځان سره بیولي وو چې يو شمېر يې د امنيتي منسوبينو د هلو ځلو په ترڅ کې بېرته خپلو کورنيو ته سپارل شوي .

له دې پېښو وروسته د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر ننګرهار ته ولاړ او ویې ویل چې له هغو کورنیو او کسانو سره به مرسته وکړي چې د داعش د جنګیالیو له خوا ورته زیان اړول شوی دی.

ولسمشر اشرف غني هم تېره اونۍ ننګرهار ولايت ته د سفر پر مهال امنيتي ځواکونو ته سپارښتنه وکړه چې داعش ډله په دغه ولايت کې وځپي.

د ننګرهار والي سليم خان کندوزى وايي چې د داعش او طالب وسله والو د ځپلو لپاره امنيتي ځواکونو ته د ولسمشر امر د امنيت په تړاو هيلې ډېرې کړي دي.

هغه زياته کړه: ((د داعش د ځپلو لپاره د ولسمشر وروستي امر په سيمه ييزه اداره او ځايي اوسېدونکي کې هيله مندي ډېره کړي چې حکومت د وسله والو پر ضد جدي اقدامات په پام کې لري.))

د ننګرهار والي زياته کړه، د شينوارو په ولسواليو کې اوس هم د داعش پر ضد عمليات روان دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه