منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۹ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

والي: په کندهار کې د ٤٦ پرمختيايي پروژو چارې روانې دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۴ کتنې

کندهار (پژواک، ٢ زمرى ٩٥): د کندهار والي وايي، په دغه ولايت کې د ٤٦ پرمختيايي پروژو چارې روانې دي چې د ډېرو خلکو په ژوند کې به ورسره بدلون او اسانتياوې راشي.

د کندهار والي ډاکټر همايو عزيزي دغه څرګندونې نن (د زمري ٢مه) د کندهار ښار د احمدشاهي جادې د رغونې د چارو د پرانيستې پر مهال وکړې.

هغه زياته کړه، دا مهال په کندهار ښار کې ٢٢ او په ولسواليو کې ٢٤ د بيا رغونې پروژې روانې دي.

په دغو پروژو کې چې په کندهار ښار کې تر کار لاندې دي د احمد شاهي جادې او باى پاس  سړک د جوړولو تر څنګ د يو شمېر نورو سړکونو، د مېوې د يوه لوى مارکېټ، پليو لارو، چريو، استنادي دېوالونو، ټرافيکي برېښنايي نښو او نورو جوړول شامل دي او دغه راز په ولسواليو کې بيا د روغتيايي مرکزونو او ښوونځيو د ودانيو، استنادي دېوالونو، بندونو او کانالونو د جوړولو چارې روانې دي.

د ده په خبره، د دغو پروژو له ډلې نن د کندهار ښار د احمد شاهي جادې د دويم پړاو چارې پيل کېږي چې د استملاک چارې يې تېر کال بشپړې شوې دي.

د احمد شاهي جادې د پراخوالي پلان شاوخوا څلوېښت کلونه مخکې د پخواني ولسمشر محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال جوړ شوى و، خو تېرو حکومتونو يې د عملي کېدو لپاره اقدام و نه کړ.

دغه جاده چې ٢،٥ کيلومتره اوږدوالى لري د ٧٤ متره په اندازه پراخېږي چې په جوړېدو سره يې د ټرافيکي او امنيتي پېښو ګراف ټيټېږي او تر څنګ يې د ښار ښکلا هم ورسره زياتېږي.

والي وويل، د دې پروژې د دويم پړاو کار چې د ٨٠ سانتي مترو په اندازه خامه کاري او اړوندې نورې چارې په کې شاملې دي تر راتلونکو څلورو مياشتو بشپړېږي چې وروسته به يې د سفالټ چارې پيل شي.

د کندهار ښاروال انجنير روښان ولسمل وويل چې د يادې شوې پروژې د دويم پړاو پر چارو ٣٤ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د کندهار ښاروالۍ له بوديجې ورکول کېږي.

هغه زياته کړه، له دې وروسته به يې د درېيم پړاو کارونه چې د چريو او پلي لارو جوړول دي پيل شي، چې ١٩ ميليونه افغانۍ لګښت ورباندې راځي او څلورم پړاو يې د سفالټ دى چې هغه به هم پر خپل وخت پيل شي.

ښاروال دغه راز يادونه وکړه چې په دې وروستيو کې د هېواد په کچه د کندهار ښاروالۍ کارون او چارې ښې ارزول شوي، چې په همدې بنسټ ورته د ولسمشر له خوا ٥٠٠ زره ډالر تشويقي بوديجه ورکړل شوې ده.

ده وويل دغه پيسې به په ښار کې په بېړنيو اړتياوو لکه پليو لارو، چريو، پارکونو او نورو د اړتيا وړ پروژو ولګول شي.

نوموړي دا هم وويل چې ښاروالۍ په روان کال کې د عوايدو راټولو په برخه کې ډېر پرمختګ کړى او دغه کچه يې ٢٥٦ سلنه ته لوړه کړې ده.

هغه زياته کړه، ، د کندهار ښار په ټولو ناحيو کې يې په متوازنه توګه پرمختيايي چارې پيل کړې چې له مخې به يې خلکو ته د ژوند ډېرې اسانتياوې برابرې شي.

د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي هم د کندهار ښاروالۍ له فعاليتونو خوښي وښودله او ويې ويل چې دغې ادارې په تېرو کلونو کې هم پراخ امکانات لرل، خو د مسوولينو د بې کفايتې له امله يې کار نه دى کړى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه