غزني ښار (پژواک، ۵ زمری ۹۵): د غزني د اندړو ولسوال وايي چې وسله وال طالبان د دې ولسوالۍ د سقوط هڅې کوي او په ملکي سيمو کې ماينونه هم خښوي.
دغه څرګندونې د اندړو ولسوال محمدقاسم ديسي وال د زمري په پنځمه له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.
هغه وويل چې په دې ولسوالۍ کې ډېری وخت د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې کېږي.
ده هغه په وينا، د نښتې پر مهال طالبان په يو شمېر هغو سيمو کې هم ماينونه خښوي چې د ملکي خلکو تګ راتګ پرې وي.
هغه زياته کړه: ((طالبان د دې ولسوالۍ د ښوونځیو، جوماتونو او د عامو خلکو کورونو څنګ ته ماینونه ږدي او د دې ماینونو ښکار ډېری وخت ملکي خلک وي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، کله نا کله د امنيتي ځواکونو د انجنيرۍ ټيمونه د ورځې تر لسو پورې ماينونه هم شنډوي.
د ديسي وال په وينا، طالبانو تر اوسه څو ځلې د دې ولسوالۍ د سقوط هڅې کړې دي خو دلته د امنيتي ځواکونو تر منځ همغږي ښه ده او طالبانو ته ډېر تلفات اوښتي دي.
دى وايي: ((طالبان ځکه غواړي چې د اندړو ولسوالۍ ونيسي تر څو له دغه ځايه په مرکز غزني باندې بريدونه وکړي.))
دغه راز ديسي وال وويل چې له امنيتي ستونزو سره سره اوس هم په دې ولسوالۍ کې پرمختيايي کارونه په ښه توګه روان دي.
د هغه په اند، په هېواد کې د امنيت د ټينګښت يواځېنۍ لار د رغنيزو پروژو پلې کول دي.
ده وويل چې ډېرى ځوانان د وزګارتيا له امله له وسله والو مخالفينو سره يو ځاى کېږي او بيا د دولت پر وړاندې جګړه کوي.
نوموړى وايي: ((که پرمختيايي کارونه وشي او ځوانان مصروف شي، نو هېڅوک به له وسله والو مخالفينو سره يو ځاى نه شي او ټول هېواد به امن شي.))
دغه راز ديسي وال په دې ولسوالۍ کې د پوهنې د بهير په اړه وويل چې په ټوله ولسوالۍ کې د زده کوونکو پر مخ ښوونځي پرانيستي دي.
هغه وايي چې په ځينو سيمو کې ښوونځي ودانۍ نه لري او په ځينو سيمو کې هم زده کوونکي د جګړو له ويرې ښوونځيو ته نه ورځي.
د ديسي وال په وينا، په د دې ولسوالۍ اوسېدونکي له وسله والو طالبانو په تنګ شوي او له دولت سره پوره همکاري کوي.
دغه راز د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي عبيدالله پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې طالبان تګ راتګ کوي او ډېرى وخت يې له امنيتي ځواکونو سره نښته وي.
ده هم وويل: ((طالبان په لویو لارو کې ماینونه خښوي چې خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.))
عبيدالله وايي چې د دې ولسوالۍ کروندګر د ماينونو له ډاره په ډاډه زړه نه شي کولاى خپلو فصلونو ته ور شي.
په دې ولسوالۍ کې يوه پاڅون کوونکي محمدشريف پژواک ته وويل چې وسله وال طالبان هېڅ مهال نه شي کولاى دغه ولسوالۍ ونيسي.
هغه وويل: ((تر هغه چې زه او ما غوندې نور ځوانان ژوندي وي، له دې خلکو سره جنګېږو او هېڅ مهال به دوې نه پرېږدو چې خپلو هدفونو ته ورسېږي.))
وسله والو طالبانو د يادو څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
اندړ د غزني د مرکز سوېل ختيځ ته په ٣٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالي ده او د دغه ولايت له نا امنو ولسواليو شمېرل کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










