جلال اباد (پژواک، ۶ زمری ۹۵): د ښار جوړونې وزارت د ښاروالۍ په همکارۍ د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار پر ماسټر پلان بيا کتنه پيل کړه.
د ښاري پراختيا، د غصب شوو ځمکو را ګرځول، د خپلسرو ودانيو تخريب او نور سهولتونه په ياد پلان کې نوي ممکنه تغييرات دي.
د جلال اباد ښار ماسټر پلان کلونه مخکې جوړ شوی، خو ويل کېږي د کورنيو جګړو او انقلابي شرایطو له امله يې د تطبيق لپاره زمينه نه ده برابره شوې.
د ننګرهار د ښار جوړونې رييس عبدالقار حيدري په دې تړاو د سيمينار په څنډه کې پژواک اژانس ته وويل، د ښار جوړونې وزارت د دې پروسې لپاره ځانګړی پلاوی رالېږلی دی.
حيدري وايي: ((د جلال اباد ماسټر پلان پخوانی دی، بيا کتنې ته اړتيا لري، ښار کوچنی دی او د نفوسو شمېر په کې ډېر شوی دی.))
د ده په ټکو، له ښاروالۍ سره به په ګډه د ښار د ماسټر پلان لپاره څېړنې وکړي.
بلخوا د ننګرهار والي سليم خان کندوزي وايي، د جلال اباد ښار ماسټر پلان بيا کتنې ته اړتيا لري.
هغه وايي: ((جلال اباد کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره ده، ځمکې په کې غصب شوي او خپلسرې ودانۍ په کې جوړ شوي دي.))
د والي پر ياد پلاوي غږ وکړ چې د خپلو څېړونو پر مهال له ځايي خلکو، پوهنتون استادانو او مدني ټولنو سره هم خپل نظرونه شريک کړي.
د جلال اباد ښاروال حميدالله افغان پژواک ته وويل: ((کله چې پلان ترتيب شي، موږ به په اړوندو برخو کې خپلې همکارۍ پيل کړو. که ځينو خپلسرو ودانيو د ړنګولو اړتيا وه، ړنګې به يې کړو.))
د جلال اباد ښار اوسېدونکی او مدني فعال ميلاد محمدي پژواک ته وويل، جلال اباد ښار کوچنی دی او خلکو شمېر په کې ډېر شوی دی.
محمدي وايي، په ښار کې موټرې او ريکشاوې ډېرې دي، کوڅې يې کوچنۍ دي او ساحه يې تنګه ده، نو اړتيا ده چې دا ښار پراخ شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










