منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۶ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

خپلواک: د يواځني ورور وژل کېدو راڅخه ټولې خوښۍ واخيستې

· ۵ دقیقې لوستل · ۸۸ کتنې

ترينکوټ (پژواک، ٧ زمرى ٩٥): د اروزګان اوسېدونکى او د وژل شوي خبريال احمد امېد خپلواک مشر ورور وايي چې د يواځني ورور وژل کېدو  ترې ټولې خوښۍ واخيستې.

احمد امېدخپلواک چې په اروزګان کې د پژواک خبري اژانس د خبريال په توګه دنده ترسره کوله، پنځه کاله وړاندې د دغه ولايت پر ملي راډيو تلوېزيون د ډله ييز ځانمرګي بريد پر مهال د بهرنيو ځواکونو له خوا د عملياتو پر مهال ووژل شو.

د امېد خپلواک مشر ورور جاوېد خپلواک د زمري په ٧مه، د هغه د پنځم تلين پر مهال له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، اوس يې هم د احمد امېد غم نه دى هېر کړى او هره ورځ يې د کورنۍ د نورو غړو له خوا د هغه په تېرو يادونو خبرې کېږي.

هغه زياته کړه: ((امېد تر ما دوه کاله کشر و، له کوچينوالي څخه د هغه تر شهادته پورې موږ د يوه ښه ملګري، دوست او سلاکار په توګه ژوند کاوه.))

د ده په وينا، په دې پېښه کې يې نه يواځې خپل ورور له لاسه ورکړ، بلکې له کورنۍ څخه يې هغې خوښۍ هم کډه وکړه، چې تل يې دوى خوشحاله ساتلي وو.

نوموړى د يادې پېښې کيسه کوي او وايي، پر ملي راډيو تلوېزيون د بريد پر مهال امېد خپلواک هم په ياده ودانۍ کې و، ځکه چې هلته يې هم دنده لرله.

د هغه په خبره، تر بريده وروسته يې له  امېد سره د اړيکې نيولو هڅه وکړه، خو موبايل يې بوخت و او ځواب يې نه ورکاوه، خو وروسته يې له موبايل څخه پيغام ترلاسه کړ، چې په کې يې کښلي و: ((که زه مړ شوم، دعاوې راته کوئ.))

 هغه وايي، د پيغام له ترلاسه کولو وروسته يې بيا هم د اړيکې نيولو هڅې وکړې، خو په اړيکې ټينګولو ورسره بريالى نه شو.

د احمد امېد خپلواک مشر ورور وايي، غوښتل يې چې ژر ځان د پېښې ځاى ته ورسوي، خو ښار نظامي بڼه خپله کړې وه، له هرې خوا يې چې د پېښې ځاى ته د رسولو هڅه کوله، نو ډزې به ورباندې وشوې او د ده مخه به يې نيوله.

جاوېد زياتوي: ((بالاخره مې د پوليسو هغه امنيتي کمربند ته ځان ورساوه، چې د پېښې سيمې ته نږدې و او له دوى څخه مې د مرستې غوښتنه وکړه، سيمې ته د ناټو ځواکونه ورغلي وو او څوک يې نږدې نه پرېښودل.))

د نوموړي په وينا، هڅه يې کوله چې له خپل ورور سره يو ځل بيا اړيکه ونيسي او احوال يې واخلي، خو د هغه موبايل ځواب نه ورکاوه.

جاوېد وايي: ((د بدې ورځې بد ساعت وي، هغه څه چې پر ما تېرشول، هېڅ يې نه شم هېرولى، له هر چا څخه مې د مرستې غوښتنه کوله، په سيمه کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو مې هم مرسته وغوښته او ورته مې وويل چې غواړم په ودانۍ کې خپل ورور وژغورم، خو اجازه يې رانه کړه.))

هغه زياتوي، څو شېبې وروسته کله چې جګړه پاى ته ورسېده او ودانۍ ته ننوت، نو ويې ليدل چې ورور يې د ودانۍ په تشناب کې په داسې حال کې ساه ورکړې وه چې په لاس کې يې د خبريالۍ کارت نيولى و.

جاوېد په داسې حال کې چې له سترګو يې اوښکې روانې وې، په ژړغوني غږ سره وويل: ((امېد مې په غېږه کې ونيوه، خو ساه يې وتلې وه، نور پر ځان پوه نه شوم.))

هغه زياتوي، د ورور د وژل کېدو مسووليت يې چا پر غاړه نه اخيست، ټولو ورته پيغام ورکړ چې په دې کار کې لاس نه لري.

دى وايي: ((په څو ثانيو کې يې له بدن څخه مرمۍ وېستل شوې وې، څو اثار يې پاتې نه شي، خو ما په دېواله کې د هغو مرميو سرونه پيدا کړل، چې د هغه له بدنه تر وتلو وروسته پر دېوال لګېدلې وې.))

د جاوېد خپلواک په وينا، د مرميو دغه سرونه يې بېلا بېلو مراجعو ته ولېږل، ترڅو معلومه کړي چې ورور يې د چا پر ډزو وژل شوى دى.

هغه زياتوي: ((بالاخره د امېد د شهادت په څلوېښتمه ورځ، امريکايانو ومنله چې د دوى له خوا وژل شوى دى.))

د نوموړي په خبره، احمد امېد تازه واده کړى و او د درېيو مياشتو لور يې پاتې وه، چې اوس پنځه کلنه ده.

هغه وايي، د ورور تر  وژل کېدو وروسته يې له کورنۍ څخه خوښيو کډه کړې ده.

د جاوېد په وينا، د امېد تر مړينې وروسته يې مور څو ځلې د کوما حالت ته لاړه، مشرې خور ته يې عصبي تکليف پيدا شو او د کورنۍ ټول غړي له رواني ستونزو سره مخامخ شوي دي.

هغه زياتوي، امېد يې د کورنۍ د لاس لکړه وه، د کورنۍ کشر هلک و چې د کار ترڅنګ به د کورنۍ  ټوله سودا به امېد له بازاره څخه راوړله.

دى وايي، اميد يې د وررور ترڅنګ سلاکار هم و، هغه به په ټولو کارونو کې ده ته مشورې ورکولې او ده به له هغه سره مشورې کولې.

جاوېد وويل ، امېد غوښتل چې لوړې زده کړې وکړي، له کورنۍ سره يو ځاى ښه ژوند ولري، خو د هغه مړينې دا ټولې هيلې له خاورو سره خاورې کړې.

د هغه په وينا، په تېرو څو لسيزو جګړو کې يې د کورنۍ ګڼ شمېر غړي وژل شوي او هديره يې اوس د کورنۍ له غړو څخه ډکه شوې ده.

جاوېد خپلواک وايي، اوس له ژونده ناهيلى شوى، په تېرو پنځو کلونو کې يې د کورنۍ درې غړي له لاسه ورکړي دي؛ څو مياشتې مخکې يې پلار هم په يوه غلچکي بريد کې ووژل شو او مور يې هم څه موده مخکې وفات شوه.

جاوېد خپلواک وايي، مشر زوى يې اته کلن دى، خو دى د امېد د پنځه کلنې لور او د کورنۍ د اتو ښځينه وو سرپرستي کوي.

د هغه په وينا، د هېواد په روانو ناامنيو کې د ده کورنۍ بشپړه تباه شوې ده، په خپله هم څو ځلې ژوبل شوى دى.

خو جاوېد زياتوي، که په هېواد کې سوله او ثبات راشي، نو د خپل ژوند قربانولو ته هم چمتو دى. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه