جلال اباد (پژواک، ۷ زمری ۹۵): د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د کانال هغه پروژه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه چې ۱۰۵۰ هکټاره ځمکه خړوبوي او په زرګونه جريبه د سېلابونو له ګواښه ساتي.
ياده پروژه د کليو او پراختيا وزارت د څه باندې يو ميليون ډالرو په لګښت جوړه شوې او نن (د زمري ۷مه) د کليو پراختيا وزير او د ننګرهار د والي له لوري پرانيستل شوه.
د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د دې پروژې له پرانيستې وروسته پژواک خبري اژانس ته وويل، یاد کانال د بهسودو په عبدالخېلو ولسوالۍ کې د کونړ له سيند څخه سرچينه اخلي او ۱۵ کليومتره اوږودوالى لري.
هغه زياته کړه: ((دا کانال چې اته نور فرعي کانالونه هم لري د کونړ پر سيند جوړ شوی، ۵۱۰۰ کورنۍ ترې ګټه اخلي، ۱۰۵۰ هکټاره ځمکه خړبوي.))
د ننګرهار والي يادونه وکړه، د دغه کانال په پرانيستلو به د بهسودو ولسوالۍ ډېرې ځمکې د سېلاب له خطره خوندي شي او په حاصلاتو کې به يې ډېروالی راشي.
بلخوا د کليو پراختيا وزير نصيراحمد دُراني وويل چې دغه کانال د ياد وزارت د څه باندې يو ميليون ډالرو په لګښت په دريو کلونو کې جوړ شوی دی.
دراني زياته کړه: ((د ننګرهار ځمکې د کرنې لپاره ډېرې مناسبې دي، سکټوري وزارت بايد ډېره پاملرنه ورته وکړي. زه ژمن يم چې ورته پروژو ته لومړيتوب ورکوم.))
د وزير په وينا، د کليو پراختيا وزارت په ننګرهار ولايت کې سلګونه ټولګټو پروژې ګټې اخيستنې ته وړاندې کړې او ورته نورې به هم پلط کړي.
هغه وايي: ((د بهسودو له کانال مخکې به دغلته په زرګونه جريبه ځمکه هر کال د سېلابونو اوبو لاندې کوله، اوس به دا کانال نه يوازې ځمکې ښې خړوبې کړي، بلکې د سېلاب له خطره به يې هم وساتي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن